No-IMG

د زړې ګړۍ حکمت

هوښیار خپل زوی ته زړه ګړۍ ورکړه، ورته کړه یې: د دې ګړۍ عمر (500) کاله ده، مخکې له دې چې دا ګړۍ تا ته درکړم ته یې یو ځل بازار کې قیمت معلوم کړه، بازار کې فلاني مارکیټ کې د ګړۍو دکان ده، هغه ته یې وروړه، وګوره چې هغه یې په څو ارزوي، د هوښیار زوی هغه ته ورغی بېرته راغی، پلار ته یې وویل: هغه ویل چې دا زړه ګړۍ ده ایله پینځه ډالره قیمت لري.

    پلار یې ورته وویل: بازار کې فلاني ځای کې د انتیک سامان دکان دی، هغه ته یې وروړه، ځوان هلته ورغی، هغه چې ګړۍ وکتله په لس زره ډالره یې ورنه وغوښتله! هلک پلار ته راغی، ول هغه په لس زره غوښتله. پلار یې ورته وویل د ښار فلان ځای کې لوی موزیم دی هغه ته یې وروړه ، هلک موزیم ته ورغی، هلته یې لرغون پوه راوغوښت، هغه ګړۍ ته دوه ملیونه ډالره قیمت وټاکه! هلک پلار ته په ټوپو راغی او کیسه یې ورته وکړه.

    پلار یې ورته وویل: زویه! د ګړۍ قیمت معلومول مې مطلب نه و، مطلب مې دا و چې تا ته یو غوره حکمت دروښیم، هغه داسې چې صحي او مناسب ځای ستا صحي قیمت پېژندل کېدلی شي، نو غلطو ځایونو کې خپل ځان مه ضایع کوه، چې بیا دې څوک ښه تقدیر نه کړي او ورته غوسه یې، څوک چې ستا قیمت پېژني هغه به دې تقدیروي او عزتمن کوي.

    دا اوس یو ځای نابلده خلکو سره په سفر روان یم، په یوه اسانه مسئله کې یې سخت بحث کړی ده، یو بل لور ته په ملایانو پسې موبایلونه شرنګوي، خو زه نه ورسره پېژنم، اتي خاموش تماشه بین ورته ناست یم... او کمنټ کې هغه زړه کیسه مه هېروئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک