No-IMG

تر اوسه پوری انسانیت مړ ندی

خالده ضیا

 

شیخ بدر بن محمد سلطان د سعودي هېواد یو دیني عـالم او قاضي دی، تقریبا لس ورځې وړاندې نوموړي د سعودي هېواد شمالي خوا ته د سکاک په ښار کې له يو څو یتیمانو څخه د دوه نیم لکه (۲۵۰۰۰۰) ریالو په بدل کې یو باغ واخیست.

باغ چې څنګه د شیخ صیب ملکیت ته داخل شو، نو د سعودي دولت ور سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل، چې ستاسو په باغ کې یو سړک تېرېږي، چې په بدل کې به یې تاسو ته یو نوي لکه او دېرش زره (۹۱۳۰۰۰۰) ریاله درکړل شي.

شیخ سلطان له یتیمانو سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل، چې:

خپله ځمکه مو بېرته واخلئ، اګر چې په قانوني ډول زما ده، خو د دې پیسو اصلي حقداران تاسې يئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک