No-IMG

په زندان کې هر څه واضح دي

سعيد صالح يو مصری هنرمند وه چې اوس وفات شوی.

له زندان څخه له وتلو وروسته یې په يوه تلويزوني مرکه کې د زندان په هکله وويل:

- ګوره په زندان کې هر څه واضح دي .

دغه ، د مخدره موادو تجار دی، هغه بل قاتل دی ، دريم ، غل دی ، څلورم يې بي ګناه زندان ته راوړل شوی .

_ ټول به سره راټول شوو په يوه مصلی به لمانځه ته ودريدلو، او يوه خدای ته به مو زاری کولی.

هر څه واضح وو هيچا هم منافقت نه کولو څه يې چې په زړه وو هغه يې په خوله و.

نه غله بزرګي کوله، نه دووس د عزت دعوا کوله ، او نه ټګمار د ملايې دعوا کوله.

د ټولو کوښښ دا وو چې سره ژوند وکړي.

زندان  يوه ريښتينې نړۍ ده.

تر دې پورې چې موږ ګمان کولو چې دا ګرد چاپيره ديوالونه د دې لپاره راتاو شوي تر څو مو د هغه دروغژنې لويې نړۍ څخه وساتي چې د زندان څخه بهر ده.

که څه هم زه اوس وتلی يم خو بيا هم ورځم پوښتنه يې کوم ځکه چې هلته ټول ريښتيني خلک اوسيږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک