ټولنيزې ليکنې
يوه دقيقه مطالعه!
که په دالان او پخلنځي کې د ماخوستن او سبا لپاره خواړه لرئ، جامې هم په تن لرئ. کور ،سرپناه او د ويده کېدو لپاره ځای هم لرئ نو تاسې د دنيا له نيمايي خلکو څخه شتمن يئ!
که همدا اوس په بټوه کې روپۍ لرئ او د سودا و چکر لپاره مو په صندوق کې هم څو بچت روپکۍ درسره غوټه کړې وي، نو تاسې د دنيا له ۷۵ فيصده خلکو شتمن يئ!
که ژوندي يئ، او په روغتون کې م بستر نه يئ نو تاسې د هغو ميليونونو کسانو په پرتله چې په دې اوونۍ کې د عزرايل په ليست کې ليکل شوي د خدای له خاصې مهرباني څخه برخمن يئ !
که تاسې دا پېغام په اساني وينئ ،لوستلي يې شئ او پرې پوهېږئ هم ،نو تاسې له دری ميليارده هغو کسانو څخه چې نشي کولی ولولي، وويني او د ذهني ش...
نور ولوله
ځینې خلک ولې لمنځونه نه کوي؟
یو ملګری وایي یوه ورځ چې صنف ته د اسلامیاتو ښوونکی راننوت، د درس په پیل کې یې له شاګردانو پوښتنه وکړه چې ستاسو له نظره کوم خلک لمنځونه نه کوي؟ یوه شاګرد په معصومانه لهجه ورته وویل: کوم خلک چې مړه شوي دي؛ هغوی لمنځونه نه کوي. بل شاګرد په شرمندوکې لهجه ورته وویل: د چا چې لمنځونه نه دې زده؛ هغوی لمنځونه نه کوي.
دریم شاګرد خپل ځای کې ولاړ شو، ول استاد هغه خلک لمنځونه نه کوي چې مسلمان نه دي. په دې توګه یوه بل شاګرد وویل: کوم خلک چې کافران دي؛ هغوی لمنځونه نه کوي. په دې ترتیب پینځم شاګرد وویل: کوم خلک چې له الله تعالی څخه نه وېریږي؛ هغوی لمنځونه نه کوي. ټولو شاګردانو په دې توګه مختلف ځوابونه ورکړل.
ملګری زیاتوي:...
نور ولوله
يوه ډېېېېېره جالبه کيسه
لسګونه کاله مخکې د ټيلګراف په زمانه کې چې لا د کروندې ماشينونه نه و عام شوي، د امريکا په يوه کليواله سيمه کې يوه زاړه سړي ژوند کاوه، غوښتل يې چې دکچالانو د کرلو لپاره خپله ځمکه شدياره کړي، خو دا کار ډېر سخت و، ځکه سپين ږيري کار نشوای کولای او يوازينی زوی چې له ده سره يې کومک کاوه په زندان کې بندي و.
زاړه سړي زوی ته د ټيلګراف په يوه څنډه کې خپل حالت بيان کړ او زندان ته يې ور ولېږه.
ګرانه زويه! سږکال مې ولاکه چندان خونده وي، جېب سلف نه وهي، ادې دې هم ناروغه ده، پخوا خو به ښه و،تا به دکچالانو د کرلو لپاره پټی راته اړاوه ، سږ دې زه او مور بيخي سره په يوه تا يوو ، ګومان نه کوم چې دکچالو خرڅولو پيسې به مو جېب ته اچولې وي کاشکې ته دلته وای او د ...
نور ولوله
ابو بکر صدیق او له حرامو ځان ساتنه
عائشه رضي الله عنها وایي د ابو بکر رضي الله عنه یو غلام و او هغه ته به یې خوراکي توکي راوړل، هر ځل به چې هغه خوراکي شیان ورته راوړل ابو بکر به تر هغو نه خوړل څو به یې د ترلاسه کولو په اړه پوښتلی نه و. یوه ورځ یې څه شی ورته راوړل، هغه له پوښتنې مخکې وخوړل، غلام ورته وویل: ته پوهیږې دا مې له کومه ترلاسه کړي و؟ هغه ورته وویل: له کومه دې ترلاسه کړي و؟ غلام ورته وویل:
د جاهلیت زمانه کې مې یوه سړي نه په دوکه څه شی ګټلي و او راکړي یې نه و، نن مې هغه ولید او رایې کړه، له هغه نه مې دا شی تا ته راوړ چې دا اوس دې وخوړل. ابوبکر ورته وویل: نږدې ده چې ته به مې هلاک کړې، نو خولې ته یې ګوتې دننه کړې او څه یې چې خوړلي و ټول یې قَی کړل!
&nbs...
نور ولوله
د مجازي ګروپونو د مسىٔولینو او غړو د پام وړ!
نن سبا، کېدای شي، په ګران افغانستان کې د ډېرو خوراکي شیانو کموالی تر سترګو شي، لېکن، د افغانانو ترمنځ د مجازي ګروپونو یا پاڼو شمېره خو باالکل پرېمانه شتون لري. هرڅوک په ډېره آسانۍ سره، د واټس اَپ یو ګروپ جوړولی شي، او بیا خپل ملګري، د دوی له خوښې پرته پکې شاملولای شي.
لېکن، د دغې ګروپونو صحیح اداره کول نو بیا د هرچا کار ندی، او دومره ساده، او آسانه هم ندی، لکه څرنګه یې چې ځینې خلک په هکله فکر کوي.
ډېر ځله به داسې شوي وي، چې یو څوک کله سهار له خوبه را پاڅي، نو وبه ګوري، چې یوه چا د واټس اَپ په یوه ګروپ کې بېدون له اجازې شامل کړی دی.
ډېره د تعجب خبره خو بیا دا ده، چې که د ګروپ کوم ګډونوال یو داسې نظر ورکړي، چې د ګروپ د اډمنان...
نور ولوله
او بوډا سړي امسا يي لاس کي ده او مسجد ته روان دی...
فهيم عمري
اسلامي مفکر دوکتور زغلول نجار څومره ښه او عجيبه خبره کوي، هغه وايي :
کله چې نابغه ګان ووينئ چې د غوا عبادت کوي..
او د عصبي جراحان ووینئ چې ملحدين دي او د الله تعالی خلقت کې ماسټريانې کوي..
او د پوهنتون دوکتوران د ميراث په مسله کې په الله تعالی انتقاد کوي
او د عربي ژبې اديبان د قرآن کريم په فصاحت نقد کوي
او فلاسفه ووينئ چې سنت وروسته پاتی خبری بولي
بلې لورې ته ووينئ چې يو عام انسان په قوي عزم په سختې يخنئ کې د سهار مونځ ادا کوي..
او يو بوډۍ ميرمن چې عمر يې هم خوړلی او ليک لوست يي زده هم نه دی خو د ...
نور ولوله
زموږ په ټولنه کې په عملي توګه د سیاست د منفي تعبیر فضا حاکمه ده
زموږ په ټولنه کې په عملي توګه د سیاست د منفي تعبیر فضا حاکمه ده، د دې دلیل دا دی چې زموږ ځوان احساساتي قشر په هر دور کې پرته له دې چې، حقیقي سیاسي او مسلکي پوهه تر لاسه کړي، فردي او ټولنیز مسؤلیت درک کړي، عقلاني او منطقي فکر وکړي، د ډېرو کوچنیو او محدودو مادي توقعاتو لپاره یې د منحرف سیاست پلویانو لار تعقیب کړې، د هغوی صفتونه کوي او د هغوی صفونه یې لا پیاوړي کړي دي چې په پایله کې یې هم ټولنې او هم سیاسي قاموس ته زیان رسولی دی او بالعکس؛ وروسته يې د خپلو ټولو بدمرغیو پړه بيا پر نورو اچولې.
پورتنیو کرښو ته په کتو زموږ ځوان نسل ته لازمه ده څو د مسلکي پوهې د ترلاسه کولو په صورت کې، له ورځنیو موضوعاتو سره د ځان او ټولنې په ګټه د یو مسؤل په توګه برخورد وکړي او د خپل ژوند ورځنۍ چارې په مسلکي توګ...
نور ولوله
د ناکام مشر بد خویونه
1. د کارمندانو سره ښه اړيکي نه برقراروي
2. ډير متکبر او ځان غوښتونکي وي
3. د کارمندانو ترمينځ فرق کوي
4. د کارکوونکو څخه غير مشخص غوښتنې کوي
5. هروخت کارکوونکي ډاروي
6. ډير ژر عصباني کيږي
7. د ښه تصميم نيولو قابليت نلري
8. کله چې موفقيت مينځته راشي، دعوا کوي دا ټول زما له وجې و
9. خوښيږي چې خلک ورته چاپړوسي وکړي
10. د تغير په وړاندې مقاومت کوي
11. ټيم ته انګيزه نه شي ورکولی...
نور ولوله
اسلامي ټولنې او اخلاقي ځوړتیا
یقینا چې په نړیواله کچه اسلامي ټولنې له اخلاقي اړخه خورا بې وزله دي، راکړه ورکړه، راشه درشه، دوستي او دښمني په فاسدو اخلاقي معیارونو سره پالل کیږي، که څه هم دا حالت یادې ټولنې مزېدې رنځوي او وګړي ئې له دې حالت تر پوزې راغلي؛ خو دا حالت په اسلامي ټولنو کې د حاکمو فاسدو دولتونو له مهاره وتلي او یا هم ور باندې په زور تپل شوئ. محکوم ولسونه تر مزید رنځیږي؛ خو بې هوښه وجود دئ، د اصلاح لپاره ئې هیڅ غوره لار نشي موندلئ، پر وړاندې ئې د مبارزې لپاره هیڅ پرېکنده تصمیم نشي نیولای.
دا په دې معنی نه ده، چې د امت په دې پراخه لمنه کې هیڅ داسې یو ویښ احساس موجود نه دئ، چې یاد حالت ته د پای ټکئ کېږدي او خپلې ټولنې د اسلام د سپېده دم له لومړني اوبخور خړوبه کړي. بلکې د دې حالت د بدلون لپاره په پراخه ک...
نور ولوله
تخار: د شهيدانو او بې وزله کورنيو سره مرسته وشوه
سفر به لایت مجاهدپرور تخار بخاطر توزیع کمک در مبارک رمضان.
الحمدلله
د دوشنبه د روژی مبارکه 7 ورځ ده تخار مسئولینو ، مشرانو او د خدمات اجتماعی په واسطط لخوا په مستحقو ، او شهیدانو ورثو بیوزلو کورنی باندی مواد خوراکی .
د ورونو او خویندو رالیږل شوی صدقات او مرستو خریداری او توزیع شوی
ننی دغه مرستو ویش د تخار مسئولینو او شهیدانو کورنی او ورثو د خوښی سبب وشو.
الله پاک دی خپل دربار کی قبول کړی
دفتر خدمات اجتماعی
...
نور ولوله
خویندو ته څو خبرې!
که ژوند کې خوشحالی غواړې قناعت اختیار کړه.
څه چې لرې هماغه دې پادشاهي وګنه ګنې د شاهي ژوند په لټه کې به هغې ته ونه رسیږې شته ژوند به دې هم په غم تېر کړی وي.
هېچا سره سیالي مکړه، خصوصا د دنیوی مال په حصول کې.
دوې ګوتې یو رقم ندی څنګه غواړې چې ته د هر چا په شان ووسې یا بل دې ستا په شان نوي
که غواړې څوک ستا سیال ونه ووسي بیا تقوا اختیار کړه.
که دې کومه خور ولیده چې نفل یې کول ته ثوابي روژې ونیسه تهجد وکړه.
جامه دې که پیوند هم وه همدا تقوا به تا تر نورو لوړوی.
ته هېڅ زحمت مه وباسه رب دې خپله تر نورو لوړوی...
نور ولوله
د توبې په اړه شيخ محمد الغزالي کيسه
شیخ محمد الغزالي رحمه الله لیکي:
یوه شرابي ته مې وویل: الله ته توبه نه کاږئ؟ هغه په عاجزي سره ماته وکتل، سترګې یې اوښلنې شوې .. راته کړه یې: دعا راته کوه..
وروسته مې د سړي په حالت فکر کاوه.. زړه مې نرم شو.. مال دا ژړا یې پخپله کمزوري کوله او په ګناه خپه و .. هغه غواړي ځان اصلاح کړي .. یقینا هغه په حقه مومن دی.. هغه ازمویښت کې راګير و له هغه نه د وتلو کوښښ کوي او زما نه یې هم مرسته وغوښتله …
ځان ته مې فکر سو .. مال زما حالت دې سړي ته ورته دی، یا شاید له ده نه بدتر حالت کې یم.. دا صحي ده چې ما شراب نه دې څښلي .. ځکه زه چې کومه کورنۍ کې ژوند کوم هغوی شراب نه څښي .. خو کیدی شي ما د غفلت داسې شراب وهلي وي چې له دې شرابي ن...
نور ولوله
ښه استعداد درلودل د شتمن کېدو باعث نه کېږي!
د هغې څېړنې له مخې چې د ۲۰۱۶ په اواخرو کې د امريکا د اوهايو پوهنتون څېړونکو سرته رسولې ده، او پکې د ځيرکي، استعداد او وړتيا درلودل او د هغې رابطه یې شتمن کېدو سره پکې څېړلې ، دې پايلې ته رسېدلي چې زيات استعداد، درسي او کاري تکړه توب د يوه فرد د مالي مشکلاتو مخه نشي نيولي. په داسې حال کې چې پخوانۍ ټولې انګېرنې داسې وې چې يو سړی ښه استعداد ، لوړې اي کيو درلودونکی پوه او ځېرک وي بايد ښه شتمن هم وي او يا ښه شته لاس ته راوړي.
ښايي يو علت یې د ډېرو ځيرکو کسانو په باره کې دا وي چې دوی زياتره يو مشترک صفت لري چې د پيسو او شتو د راغونډولو او پيدا کولو په اړه بې تفاوته دي، د خوندي کولو په فکر کې نه دي ، شتمن کېدو ته لومړيتوب نه ورکوي او هرڅه په شتمني کې نه بولي.
...
نور ولوله
بښنه وغواړئ
شیطان به وویل: یا ربه! ستا په عزت قسم کوم، تر څو چې ستا بندګان ژوندي یې زه به یې بېلارې کوم او ګمراه کوم. رب او څښتن ورته وویل: زما پخپل عزت او لویي قسم، تر څو چې دوی زما نه بښنه غواړي زه به هر وخت بښنه ورته کوم.
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه مرفوعاً: إن الشيطانَ قال: وعزِّتِكَ يا ربِّ، لا أَبرَحُ أُغوي عِبادَكَ ما دامتْ أَرْواحُهم في أَجْسادِهم، قال الرَّبُّ: وعزَّتي وجَلالي، لا أَزالُ أَغفِرُ لهم ما استَغْفَروني. التخريج : أخرجه أحمد (11237) واللفظ له، وأبو يعلى (1399)، والطبراني في المعجم الأوسط (8788)
یعني الله تعالی په قسم سره وایي چې څوک زما نه هر وخت بښنه وغواړي زه به خامخا بښنه ورته کوم! م...
نور ولوله
د لویانو چوپتیا
محمد بن واسع الازدي (وفاة: 123هـ) رحمه الله ستر امام، مجاهد او تابعي و، یوه ورځ د خراسان والي قتيبة بن مسلم رحمه الله ته په داسې حالت کې ورغی چې د وړۍو چپنه یې اغوستې وه، قتیبة ورته وویل: دا جامې دې ولې اغوستې دي؟ هغه چوپ ناست و! قتیبة ورته وویل: زه درته غږیږم ته ځواب نه راکوې؟! محمد ورته وویل: دا خوند نه راکوي چې درته ووایم د زهد له امله، ځکه دا د ځان پاکونه او ستاینه ده او که درته ووایم چې د غریبي له امله مې د وړۍو چپنه اغوستې ده؛ دا د الله نه شکایت غوندې کیږي. نو ستا د خبرې ځواب چوپتیا ده. العقد الفريد لابن عبدربه
اوریدلي مې دي چې د کوزې پښتونخوا، صوابۍ ولسوالۍ، زروبۍ سیمې مشهور عالم، مفتي محمد فرید رحمه الله نه به که چا د مرض په حالت کې د مرض پوښ...
نور ولوله
