ټولنيزې ليکنې
ملي تجار او ازاد بازار
د ملي لفظ لږ تر لږه دوې معناوې لري. یوه معنی یي په ملک کې دننه ده چې د بین المللي یا نړیوال متقابل مفهوم ترې اخستل کیږي. د ملي بله معنی د وطن سره مینه ده.
لدې امله چې دلته تجاران له نورو ملکونو خوراکي مواد او نور توکې راوړي نو دوی بین المللي تجاران دي. له بلې خوا دوی تجارت د خپلو ګټو لپاره کوي او اکثره بی کیفیته توکې او خوراکي مواد وارد او په خلکو یې په لوړ قیمت پلوري. په نتیجه کې دوی په ملک دننه هم د تولید او صنعت ملا ماته کړې ده.
نو پدې اساس پدې دواړو معیارونو دوی ملي تجاران ندي.
په همدې توګه پدې ملک کې ازاد بازار, نه په واقعي توګه ازاد او نه هم بازار دی. تجارانو او نورو له ازاد بازار نه دا معنی اخستې ده چې د دوی ...
نور ولوله
وطنپرستي!
فرانس نه د برتانیه لور ته روان رېل ګاډي کې ناستې فرنسوۍ مېرمنې څنګ ته یو پرنګی کېناست، پرنګي ته مېرمن وارخطا غونده ښکاره شوه او د وارخطایي د لامل پوښتنه یې ورنه وکړه، هغې وویل: زما سره (10000) ډالر دي او دومره ډالر حکومت بهر ته نه پریږدي، پرنګي ورته وویل: (5000) ما ته راکړه او ستا ادرس هم راکړه چې هلته یې درته ورسوم. ښځې همداسې وکړل.
کله چې رېل ګاډی د تلاشي ځای ته ورسید، پولیسو مېرمن وکتله او څه یې ورته ونه ویل، خو پرنګي کاپر په پولیسو غږ وکړ چې دې ښځې سره (10000) زره ډالر دي او له ده سره د وېش کیسه یې ورته وکړه او زیاته یې کړه چې زه له وطن سره، نه خپله خیانت کوم او نه بل خاین خوښوم او نه یې مرسته کوم. پولیسو له ښځې نه ټول ډالر واخیستل او ویې نی...
نور ولوله
د یوې صربۍ پېغلې تجربه
مارینا ابراموفیچ یوه صربۍ پېغله ده، هغې په کال 1974م کې د یوې نادرې تجربې تر سره کولو اراده وکړه، دې غوښتل په دې تجربه سره معلومه کړي چې کله انسان مطلقه او بې قیده ازادې ترلاسه کړي؛ نو څه کوي؟ د هغې تجربه داسې وه چې دې یو ځای وټاکه، هلته یې پر یوه مېز مختلف شیان کېښودل، لکه چاړه، توفنګجه، ګلان، ازغي او نور مختلف شیان. نوموړې پېغله د دې مېز خواته ودریدله او خلکو ته یې کړه چې دا به د دې مېز خواته پوره شپږ ساعته ولاړه وي، هیڅ حرکت به نه کوي او هر څوک چې هر څه ورسره کوي/ورته وایی دا به یې مقابل کې هیڅ ډول غبرګون نه ښیي.
پیل کې خبره څه سمه روانه وه، د عامو خلکو چلند ارام و، څوک به یې مخته ودریدل، ورته کتل به یې، خو دا ارام حالت ډېر دوام ونه کړ. کله چې خلک ...
نور ولوله
مکرر ست کول
مېلمنو سره د رسول الله ﷺ چلند کې دا خبره هم روایت شوې ده، لکه د عامو سخیان په ډول، ده به مېلمه ته یو شی په مکرره توګه وړاندې کوه او تکراراً به یې ورته ویل: وخوره، وخوره! لکه امام البخاري رحمه الله چې د ابو هریرة رضي الله "د شیدو څښلو کیسه" کې راخلي، چې رسول الله ﷺ هغه ته په مکرره توګه وایي: وڅښه! وڅښه! تر دې چې ابو هریرة ورته وایي: په هغه ذات مې قسم چې ته یې په حقه پیغمبر رالیږلی یې؛ نور ځای نشته! زادالمعاد ٢/٣٦٩
مکرر ست کول، عربو کې، خصوصاً سعودیانو کې ډېر زیات ده، په دسترخوان به قسمونه درته کوي: ولا به یې وخورې، ما قسم کړی، وغیره، داراز هوټلونو کې سم د یوه بل لستوڼي سره څیري. زموږ افغانانو کې هم مکرر ست شته، خصوصا زموږ کوچي مزاجه خلکو او کوچیانو کې د...
نور ولوله
د مسلمان وینه به نه ضائع کیږي
د مسلمان وینه به نه ضائع کیږي
دوکتور عمر عماد
أحناف او حنبلي فقهاء وایی چه : که څوک ازدحام کی مړ شی او قاتل یی معلوم نه شی نو دیت یی په بیت المال دی . او د علی رضی الله عنه په اثر استدلال کوی چه یو وخت د عرفات په ازدحام کی یو سړی مړ شو نو خپلوان یی عمر رضی الله عنه ته راغلل ، او دعوی یی وکړه ، نو علی رضی الله عنه عمر رضی الله عنه ته وویل چه : ( لا يُطَلٌّ دم دم امرئ مسلم إن علمت قاتله وإلا فأعط ديته من بيت المال) ى مسلمان وينه نه ضائع كيږی ، که قاتل یی ونه پیژنی نو دیت یی د بیت المال څخه ورکړه
نو فکر کووم چه : که څوک په هوایی ډزو کی ووژل شی او قاتل یی معلوم نشی نو دیت یی پر بیت المال دی چه که ګنجایش پکی وی( هو که ګنجایش او ظرفیت پکی وی) بای...
نور ولوله
د عربو یو حاکم د یوې قبیلې یو سړی ونیولو او بندي یې کړ
سلمان افغان
د سړي د قبیلې سپین ږیري او مشران د سړي د سپارش لپاره حاکم ته رغلل
حاکم ورته وویل:
دا سړی څوک دی چې تاسو ټول یې سپارش ته راغلي یې؟
خلکو ورته په یو اواز وویل:
دا زمونږ د قبیلې مشر دی
حاکم وویل:
نو دې خپله ماته ولې نه ویل چې زه د قبیلې مشر یم!
خلکو ورته وویل:
دې ځکه ځان کمزوری وښود، غوښتل یې چې تاته د خپل قوم عزت او زور وښایي
حاکم سړی خوشې کړ، څو ورځې وروسته ورته چا وویل چې هغه سړی خو د هغې قبیلې د اوښانو څروونکی، شپون دی!
حاکم قبیلې ت...
نور ولوله
بشري سپي
یعني هغه انسانان چې له ځانونو یې سپي جوړ کړي دي، د غرب په ځوانان کې دا نوی دود رامنځته شوی چې له ځانونو سپي جوړوي! ویل کیږي یواځې برتانیه کې د بشري سپیو شمېر 10 زره ته رسیدلی!
دا دود یا رواج غرب کې مخ په تېزي سره روان ده، ډېرو ځوانانو انټرنیټ کې د ځان د سپیتوب اعلانونه خپاره کړي دي، یعني دی غواړي د چا سپی واوسي! چې د ځینو قیمت ان 70 زره ډالرو ته رسیدلی! یو خبریال وایي: یو ځای مې د یوه پوهنتون ستر علمي شخصیت ولید چې د ژوند له سختیو تښتیدلی او د سپي په حیث ژوند کول یې غوره کړي.و.
ربه! په اسلام شکر
یا الله! له داسې ازمایښتونو پنا غواړو..
...
نور ولوله
اصلا اهل کار در یک کشور اسلامی اهل اسلام است!
کسی که مسلمان باشد و به اسلام التزام داشته با داشتن توانای دینی، جامعه را رهبری کرده در وقت ادای نماز توانائی امامت را داشته باشد.
اهلیت و شایستگی را کسانی دارند که با داشتن عقیده پاک اسلامی، به ملت مسلمان افغان و کشور شان امین و در راه اعتلای کشور منافع خود را قربان منافع اجتماع سازند، به فرهنگ اصیل اسلام پابند و برای حفظ و صیانت آن ملتزم باشند، با وجود این خصایص اخلاق و اخلاص داشته از وظیفه سو استفاده نکنند، شرط نیست که هر روز ریش را تراشیده به منفعت بیگانگان کار کنند.
بلی در بخش های طب، انجنیری ،اقتصاد و.......مشاورین در پهلوی آنها باشند که با التزام کامل به رهنمود های اسلام، ایفای وظیفه کنند.
تاریخ گذشته کشور و نظام ه...
نور ولوله
د مېږیانو په زړه پورې بېلګه
یوه فیلسوف لیکلي که (100) تور مېږیان او (100) سره مېږیان د شیشې بوتل کې واچوو، هیڅ هم نه کیږي مېږیان به عادي اوړي راوړي. خو که دا بوتل راواخلو او په پوره قوت سره یې وښوروو او بېرته یې پر مېز کېږدو، نو د تورو او سرو مېږیانو تر منځ به جګړه او قتل و قتال پیل شي. سره مېږیان به وایي دا زلزله تورو مېږیانو جوړه کړه او دوی زموږ دښمنان دي او تور مېږیان به په دې فکر وي چې دا کار سرو کړی او دوی زموږ دښمنان دي.
خو د دوی اصلي دښمن هغه کس دی چې د شیشې بوتل یې ښورولی. همدا د مېږیانو بېلګه د انساني ټولنو باره کې هم صدق کوي، هر کله چې جګړې رامنځته کیږي دواړه لوري باید غور وکړي چې بوتل چا ښورولی او د جګړې اصلي لامل څوک دی.
...
نور ولوله
هیواد ته ژمنتیا
رحمت صميم
ګلوبز هویزنجر د المان په فوځ کې جنرال وو
هټلر سره د مخالفت له وجې بیل او بیا یې انګلستان کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.
بریطانوي تحقیق کوونکو ته یې د تحقیق جریان کې د نظامي معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه، تر دې چې یو بریطانوي محقق په ډیره نا هیلۍ ورته یې وویل:
څنکه زمونږ نه د سیاسي پناه او کور غوښتنه کوې او ټکی معلومات هم نه راکوې په مقابل کې یې!
ګلوبز جواب ورکړ: تاسو د هټلر د یوه مخالف غوښتنه نه کوئ، تاسو یو خاین غواړئ خپل هیواد سره او زه کله هم خیانت نشم کوی. هغه غوښتل بیرته جرمني ته راستون شي سره له دې چې پوهیده چې دا د مخالف/غدار لپاره د یو ناڅرګنده مرګ معنی لري، په...
نور ولوله
د یواځېتوب احساس
برټرینډ رسل په (800) مخونو کې یو کتاب لیکلی، چې د غربي فلسفې تاریخ (History of western philosopy) نومیږي. دې کتاب کې هغه یوه پوښتنه رامنځته کړې، هغه دا چې انسان په فلسفي پېچلیو موضوعاتو د څه لپاره بوخت یي؟ د ژوند حقیقت څه دی او د مخلوقاتو تخلیق څه ډول توجیه کیږي، په دې پوښتنو کې زرهاؤ کلونه کیږي چې انساني دماغ بوخت دي، نو په دې نه حل کیدونکو پوښتنو کې انسان ولې بوخت اوسي او څه اړتیا ده؟
دې پوښتنې ته په ځواب کې برټرینډ رسل لیکي: دا په حقیقت کې د کَوْني یواځېتوب وېره او دهشت (Terror of Cosmic Loneliness) ده، چې انسان دا ډول فلسفي هڅو ته محبوروي. ( د غربي فلسفې تاریخ:14). یعني انسان په دې نړۍ کې فطرةً ځان یواځې احساسوي او د دې یواځ...
نور ولوله
اکثره ځوانان په ۲۵ کلنۍ کې مړه کيږې
سيلواډور ډالي وايې : اکثره ځوانان په ۲۵ کلنۍ کې مړه کيږې .
زما تبصره :
يعنې هغوئ د خپلې ځوانۍ په اوايلو کې اهداف او اميدونه ځان سره ذهن کې وساتي ، بيا رفته رفته سستي په وجود کې راشي ، خو کله چې د ځوانئ منځ يعنې ۲۵ کلنۍ ته رسېږي نو هر څه يې له خاورو سره خاورې شوې يې ، بيا د اهدافو ترلاسه کولو لپاره کوښښ نه کوي او نه هم کوم اهداف ټاکي ، بيا ځان سره فکر کوي چې ګويا وخت تېر شو او همدا فکر انسان ته نا اميدي ورکوي ،
هدف وټاکه ، يو لوړ مقام ته د رسېدلو عهد وکړه ، واړه واړه قدمونه واخله ، پوړۍ ته زړه مه خفه کوه ، زينه يا پوړۍ خپله پيدا کېږي ،
يو وخت ضرور دا حالات تاسره موافق کېږي ، وجه دا ده چې ته په سختو حالاتو کې سفر کونکی يې ، په سختو حالاتو کې سفر کول...
نور ولوله
په نرمه خلک پوهول
په سختي او ترخه ژبه څوک له ګناه منعه کول، یا چا ته غلطي ورښودل؛ پخپله یوه غلطي ده او په غلطه طریقه اصلاح او سمون رامنځته کول سره له دې چې بې اغېزه دی بلکې ډېر ستونزمن کار دی، په ځانګړې توګه دا کار افغاني ټولنه کې د خیر او ښو رسولو پر ځای ځان ته سرخوږی پیدا کول دي. لاندې روایت کې د یوه مشهور صحابي له چلنده یې زده کړئ.
د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما خوا ته یوه سړي لمونځ کوه، د ورځې یې په لوړ اواز تلاوت کوه، ابن عمر ته ناستو کسانو کې یوه وويل: دې احمق ته وګورئ، په لمانځه نه پوهیږي، ابن عمر ورته وویل: ښایي ته نه پوهیږې، یو څوک قران وایي او ته وایې هغه نه پوهیږي؟! هغه سړي چې لمونځ وکړ ابن عمر راوغوښت او ورته ویې ویل: د ورځې لمانځه کې قران ورو تلاوت کیږي....
نور ولوله
راتلونکي ته تل خوشبينه اوسه
زاهد جلالي
يو چا ډېر جالب ليکلي وو:
راتلونکي ته تل خوشبينه اوسه او خپل حال ته په کتو د راتلونکي په اړه مه مايوسېږه. ځکه؛
يوسف عليه سلام زنداني او داسې زنداني چې د ازادۍ هېڅ هيله يې نه وه، ځکه د پاچا په دوښمنۍ کې بندي شوی خو، خو داسې ورځ هم راغله چې د همدغه هېواد ستر چارواکی شو.
موسی علیه سلام له خپل وطن څخه داسې ځای ته فراري و چې هېڅوک يې په کې نه پېژندل، په ژبه تتله و، تش جېب او تشه خېټه و، بالاخره د لسو کلونو له پاره شپونکی شو. د شپانه دنده له خلکو او فرصتونو انسان مطلق لرې کوي، خو داسې ورځ راغله چې د الله تعالی ستر نبي شو.
ذکريا عليه سلام په داسې حال کې چې ډېر بوډا و ...
نور ولوله
د ښځي ناز او نياز
داکتر فاروق اعظم
ناز او نياز د ميني او هيلې تعبيرونه دي او ښځه چې د مينې، محبت او اميدونو سمبول ده ناز او نياز دواړه لري. ته به يې دواړه اخلې. اخيستل د غصب په معني نه، بلکې د رانيولو او قدر کولو په معني. ښځه لطيف موجود دی چې ناز يې د لطافت يوه مهمه برخه ده. که ناز ونه لري يا ناز ورڅخه ليرې شي فطرت يي نيمګړی، طراوت يې زمول او خوند يې پـيکه کيـږي. نو، پام کوه له نازه يې وانه چوې چي دا ددې د فطرت تقاضا ده. ګوره چي ستا فطرت هم ددغسي ناز غوښتونکی دی. د يو ماشوم، حتی د پـيشې ناز او محبت چاته خوند ورکوي. نو ته به د يو انسان او هغه هم ستا د ژوند د خواږه ملګري ناز څنګه ردوې؟ د هغې د ناز په نه اخيستو، ځان بې احساسه، بـيوقوف او وچ لرګی مه ښـيه...
نور ولوله
