لاندې مادې ولولئ او د خپل ځان په اړه منصفانه قضاوت وکړئ!
*که چېرې په هوټل،, د بل چا په کور يا بل ځای کې د خپل کور په نسبت په چای کې ډېره بوره اچوئ يا ډېره ګوړه او نور خواږه په چای پورې نوش جان کوئ تاسې کېدای شي يو فاسد انسان يئ!
*که په عمومي تشناب يا د بل چا په تشناب کې د خپل کور د تشناب په پرتله ډېر کاغذ تشناب مصرفوئ تاسې يو فوق العاده غل يئ چې موقع په لاس درشي د چا په مال به صرفه ونه کړئ. (د لوټو وال خو بيخي په حساب کې نه راځي)
،*که چېرته مو په هوټل کې دخوړو مصرف نور خلک پرې کوي او تاسې نس ورته جوال کړئ او تر غوږو ځان ټنډوئ تاسې يو حريص کس يئ.
*که داسې يو څوک يئ چې په کتار کې هر وخت ځان مخته مخته کوئ، احتمالا چې دنده ترلاسه کړئ تاسې به له خپلې دندې او منصب څخه سو استفاده کوئ
*که دموټرو په ډیر بيروبار کې له لين څخه ځان باسئ او په چولو او کونجونو کې ځان ننباسئ او موټر غير قانوني له نورو مخکې کوئ نو کله چې منصب او وظيفه په لاس درشي دا چې له قانون څخه نفرت لرئ ډېر په اسانۍ به بيت المال کې غبن کوئ او په اختلاس کې به اول نمبر يئ.
*که دخپل کور چټلې اوبه له کوره د باندې لښتي ته نه برابروئ، وياله او ځانګړې لاره نه ورته سموئ او د ګاونډي په کور يې ورسيخوئ تاسې د کمزوري او بې ادبه شخصيت درلودونکي يئ.
*که چیرته تاسې دا پوسټ ولولئ او ځينې مادې يې غير ضروري درته ښکاري تاسې رښتونی شخص نه يئ، ځان او ټولنې ته کېدای شي ضرر ورسوئ راځئ هڅه وکړو داسې انسان واوسو چې هرچېرته ځان پيدا کړو.
