څلور ډوله کورنۍ
اسماعيل حيدر
۱- متعادله کورنۍ Balanced Home: هغه کورنۍ ده چې درې ځانګړتیاوې ولري: اقتصاد یې ښه وي. وګړي یې رواني آرامتیا ولري او د زده کړو په میدان کې هم برلاسي وي.
۲- متلاشي کورنۍ Broken Home: هغه کورنۍ دي چې له پورته درې ځانګړتیاوو څخه یوه یا دوه یې شتون ونلري. بېلګه: اقتصاد یې ښه وي خو رواني آرامتیا او زده کړې یې په نشت حساب وي یا برعکس.
۳- متزلزله کورنۍ Unbalance Home: هغه کورنۍ ده چې پورته درې ځانګړتیاوې لري. خو تر منځ یې توازن نه وي. بېلګه: رواني آرامتیا یې کمه خو اقتصاد یې ډیر قوي وي یا یې زده کړې او رواني آرامتیا عالي وي خو اقتصاد یې کمزوری وي.
۴- متعالي کورنۍ Perfect Home: هغه کورنۍ دي چې څلور ځانګړتیاوې په متناسب ډول سره ولري: اقتصاد، رواني امنیت (رواني آرامي) زده کړې او اخلاق.
څه فکر کوئ! مملکت خداداد کې به څو سلنه کورنۍ متعالي او یا هم کم نه کم متعادلې وي؟
