No-IMG

د پور نه پرې کولو په اړه سختې

    محمد بن عبدالله رضي الله عنه وایي: موږ له رسول الله ﷺ سره ناست وو، چې هغه اسمان ته سر پورته کړ، بیا یې خپل رغوی پر خپل تندي کېښود، بیا یې وفرمایل: سبحان الله! (د الله تعالی له لورې) څومره سختې راښکته شوه! محمد وایي: موږ چوپ پاتې شوو او ووېریدلو، کله چې سبا شوه، پوښتنه مې ورنه وکړه، مال یا رسول الله، څه سختې راښکته شوه؟ هغه وفرمایل: په هغه الله مې قسم چې زما ځان یې په واک کې ده، که یو سړی د الله لاره کې ووژل شي، بیا راژوندی شي، بیا ووژل شي او بیا راژوندی شي او بیا د الله لاره کې ووژل شي خو پر هغه د چا پور باندې یي؛ تر هغه وخت به جنت ته داخل نه شي څو یې پور ورنه پرې نه کړل شي.

    عن محمد بن عبدالله بن جحش قال: كنَّا جلوسًا عندَ رسولِ اللهِ ﷺ، فرَفَعَ رأسَه إلى السماءِ ، ثم وضَعَ راحتَه على جبهتِه ، ثم قال : سبحان اللهِ ! ماذا نزَلَ مِن التَشْدِيدِ ؟ فسَكَتْنَا ، وفَزِعْنَا ، فلما كان مِن الغدِ سأَلْتُه : يا رسولَ اللهِ ، ما هذا التشديدُ الذي نزَلَ ؟ فقال : والذي نفسي بيدِه، لو أن رجلًا قُتِلَ في سبيلِ اللهِ ، ثم أُحْيِىَ ، ثم قُتِلَ ، ثم أُحْيِىَ ، ثم قُتِلَ ، وعليه دَيْنٌ ، ما دخَلَ الجنةَ حتى يُقْضَى عنه دَيْنُه. رواه النسائي 4698

    رښتیا هم دا لویه سختې ده چې شریعت په ځانګړې توګه د بنده د حق ساتلو لپاره کړې ده، الله تعالی دې ټول پوروړي په پور پرې کولو کې تکړه کړي او الله تعالی دې ټولو ته پور پرې کول اسانه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک