په کرونا اخته مریضانو ته د یو داکتر په صفت لاندې لارښوونې کوم
داکتر احمد
۱- په کرونا اخته مریضان حتی چې په سخت شکل هم مریض وی 99 فیصده باید فکر وکړی چې زه به روغوالی مومم.
۲- هرې خواته په تداوی پسې منډی را منډی مه کوی.
۳- ګرم مایعات زیات واخلی لکه سبزي شوروا ، یخني شوروا د وریجو اوبه چه زیاته مالګه ونلري.
۴- یخې اوبه مه چښی.
۵- انتي بیوتیک مه اخلی او قوي انتی بیوتیک بالکل مه اخلی ولې چې د بدن د ضعیفوالي سبب ګرزي او کرونا ته هیڅ ګټه نلري.
۶- که موتبه او درد زیات وو پاراستامول اونهایت یو بل قوي انلجزیک وخوری.
۷- د شدیدي تبې په وخت کې په یو اړخ مه پریوزی او اړخ په اړخ کیږی چې دا عمل د تبې د کموالي سره مرسته کوي.
۸- که تبې زیات وارخطا کولی له خپل ځای څخه ولاړیږی او ازادې هوا ته ځان ورکوی اویا هم خپل مخ ، لاسونه اوپښی په اوبو مینځی.
۹- د شدید سردرد په صورت کی د سر درد د دوا په څنګ کې سرته یو څه نرم مساژ ورکوی چې د سر او ورمیږ عضلات ورسره نرموالی مومی ولې چې پدې سردرد کې Tension یا روحي فشار هم رول لري د اسې چې د سر او ورمیږ عضلات پکې شخوالی کوی او سر درد زیاتوالی مومی.
۱۰- که ستونی مو درد کوي نو که مالګه په ستوني تیروی هغه باید ډیره کمه په اوبوکې واچول شي چې فقط د اوبو خوند بدل کړي اوزیاته اندازه مالګه ستونی نورخرابوی.
۱۱- په خپل څنګ کې ګرمې اوبه باید ولری کله چه مو ستونی وچوالی کوي سمدلاسه یو څه چښی.
۱۲- کوشش وکړی په یوکتاب یا کوم بل مناسب کار ځان مصروف وساتی.
۱۳- ټوخی د کرونا یو عام عرض دی او هغه ته زیات مه وارخطا کیږی ولې چې په هرټوخي کې له بدن څخه د کرونا زیات میکروبونه خارجیږی.او همدارنگه خامخا اکسجن او د تنفس ماشین او شفاخانه په فکر کې مه درګرزوی.
۱۴- دکرونا په هکله خبرونه او فیسبوک مه گوری ولې چې له یوې خوا د ا ارقام زیات دقیق ندي او دا مسله زیات طبی او غیر طبی اړخونه لری اوله بلې خوا تشویشونه پیداکوی.
۱۵- زیات خلک د کور او فامیل لپاره کورته اکسجن وړي او په کم نتفسي مشکل مریض ته اکسجن ورکوی نو باید متوجه واوسي چې اکسجن د ګټې په څنګ کې زیات تاوانونه لري داسې چې له یوې خوا د هغه اندازه تعین کول د هر چا کار نه دی او له بلي خوا مریض بیا له عادي ازاد اکسجن سره ګذاره نشي کولای نوباید په پام کې وی.
په پای کې وایم چه کرونا یومخ قیامت نه دی که ورباندې اخته یاست ۹۹ فیصده فکر وکړی چه زه به روغیږم
او څوک چې ۹۹ فیصده دنیا نه قبلوي نو خپله له دنیا سره خدای پامانی وکړي.
