No-IMG

د انسان فکري اړيکه د احساساتو سره اړيکه لري

لکه څرنګه چې د انسان فکري اړيکه وي همداسې د احساساتو هم اړيکه وي.

مثال کله نا کله انسان خفه وي نو په هغه وخت کې ورته غمګين اواز اوريدل خوند ورکوي لامل يې دا دی چې د ده احساس او د هغه اواز خپلو کې اړيکه جوړه شي ،

همدا لامل وي چې بعض وخت موږ د يو فلسفي يا غمګين سړي عکس وګورو نو يو قسم اړيکه او کيفيت پيدا شي ،

لامل يې دا وي چې په عکس د هغه شخص په څيره د هغه د زړه احساس څرګند وي نو د هغه احساس لامله هغه سره يو قسم اشتراک جوړ شي ،

بعض وخت يو شاعر شعر اوايي ته به حيران شې چې دا يې سه بګته يا (شتئ ) وويشتله خو بل شاعر به ورته واه واه او ارشاد ارشاد کوي ، لامل يې دا وې چې موږ فقط د شاعر الفاظو ته ګورو او بل شاعر د شعر سره سره د شاعر احساسات هم درک کوي .

همدا راز بعض وخت يو ملګری وي چې فکري اختلاف ورسره لرو خو نور ورسره د زړه کيفيت او احساس يو شان وي نو اړيکه هم ورسره جوړېږي ،

لنډه دا چې لکه څنګه چې فکري اشتراک انسان ته خوښي وربښي همدا راز د احساساتو اشتراک هم انسان ته خوښي وربښي .....!

د بل فکر سره سره د هغه د احساساتو احترام هم لازمي دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک