No-IMG

ايا سندرو او هنر ته اړتيا شته؟

نه يوازي زه

بلکه زموږ ټول مرستندوى وروڼه خويندي له ډمبکو ډنګ ډونګ سره وران يو، مګر د ميډيا په اوسني دور کي د بل هيواد فرهنګي يرغل چي عموما د تلويزون ميډيا له لياري عام دى او ولس ورڅخه منع کول ساتل ناممکن دي، ځکه چې د خلکو افکار کترايزيشن کوي اړتيا لري يا خو بايد د وخت حکومت عاجل تکړه هنرمندان وروزي چې د خپل ولس کترايزيشن په مطلوب داسي ډول وکړي چې هم د بهرني فرهنګي يرغل دفاع شوي وي او هم د ولس خواهش مشبوع او هم ملي او حد اقل اسلامي او ژور علمي فکر پيدا کړى وي

طالبان يا شل کلن انډوخر به ولي دا کار کوي? يو (طالب) د افغان دود، هنر فرهنګ، ژبي تاريخ د له منځه وړلو لپاره فکري روطب شوى او ټامي بيا د ټولو افغانانو افکار د هر چا لخوا اشغال کولو او هيواد دين وطن هرڅه پلورلو لپاره

لنډه دا چې طالب د ټامي د عملیاتو اجراتو لپاره د چاپيريال جوړونکى افغانستان بربادونکى دى،

په داسي حالت کي چي نه د وزارت اطلاعات او فرهنګ نه د ملا نه د طالب نه د ټامي. نه کوم کمونست نه خلقي، نه حزبي، نه پرچمي دې حساسي موضوع ته پام دى او که ئې پام دى قصدا نه غواړي څه وکړي همداسي غافل دي طالب ځان احمق نيولى چي موږ منع کړي، فقط ستا اعلان د رب حکم دى بي عقله خلک نه دي منع

دا غفلت حماقت ددي سبب شوى دى چې زموږ په ولس کي هندي سپک لوفرانه ډمتوب او فرهنګي نفوذ ، د ايران سپک مجوسي بي حيا او پردۍ پالني فکري نفوذ، د پاکستان د بربنډو ډمو او سپکو سندرو نفوذ، د بريالي صمدي، نغمي، ماستر علي، فرزانه ناز او داسي نورو خرافاتي احمقانه لوده شهواني او فکر ذهنيت عقيدت معنويت تخريبونکي خرافاتي سندرو د ولس عامه تربيه افکار سوچ انګيزه ژبه لهجه فرهنګ تباه کړ

دا د جنګونو او اشغالاتو اقسام دي

په داسي بد بد تربيه کړکيچن حالاتو کي يو کس بي د هيچا له کومکه بي خاص روزني ولس په ملي توګه پخپلو ملي حماسي ساده او اطرافي مګر له مقصد ډکو سندرو ذهني  مشبوع کوي دا رښتيا چي حيرانونکي ده

عبدالله مقرى يادوم

موږ د زړه له تله هم ختم هم خيرات هم دعا پسي وکړه دا ځکه چې تر ډېري زياتي کچي بهرني فرهنګۍ اشغال په مقابل کي ډال وه او د ولس افکار ذؤق شوق ئې په ملي مينه مشبوع کړى وه خلک ئې تر ډيره د پاکستان ايران هند او غرب فرهنګي غلامي ته نه پرېښودل سره له دي چې 20 کلني ډموکراسي ډير بد ورسره وکړل او سره له دې چي طالبانو دخپل انډيوالستي حکومت  پرمهال د هغه د اذيت شکنجي او وژلو پوره اخلاص وکړ

ستر رب دې د ټولو ګناهونو بښنه ورته وکړي

ستر رب دي روحي په ډېر ښکلي جنت خوشحاله کړي

د ولس افکار اذهان په اسلامي ملي حکمتي علمي اشعارو او سندرو داسي مشبوع کول چي بل چا ته مخه نه کړي دا يو ستر مسؤلیت دى چې طالب بي عقل او ټامي غلام دداسي مسؤلیتونو د درک او حل خلک نه دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک