د محمد خالد عمر لیکنی
ايران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه
په ټولنيزو رسنيو کې مو د ملت د شور زور وليده چې څنګه يې په ايران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه نېمه نړۍ وخوځوله.
د بشري حقونو په برخه کې مختلفو نړيوالو بنسټونو، د نړۍ له مختلفو برخو مشهورو څيرو، سياستوالو، بشرپالانو، ورزشکارانو، او نړيوالو مطبوعاتو ايران محکوم او له افغان کډوالو سره خواخوږي وکړه چې په نتيجه کې يې د ايران حکومت اړ شو څو په نړيوالو اندونو او ذهنیتونو کې د لا زیات محکوميت څخه د ځان ژغورنې په پار د وضعيت د مدیریت په لټه کې شي.
د ايران د کابيني او شورا له غړو وروسته دادی د ايران ولسمشر هم له افغان کډوالو سره خپله خواخوږي ښيي، او ورسره د انساني چلند ژمنې اعلانوي.
د نړيوالتوب د عصر له ښو ځانګړنو يوه يې ...
نور ولوله
د پاکستان کورني کړکيچونه او نړيوال تعاملات
سمه ده چې د عمران خان کار به تر همدې ځايه وو، او نور به پاکستان ته مفید او نړيوالو ته مطلوب نه وو او له همدې کبله د پاکستان ملت او سیاسي مشرانو د خپلو ګټو او علایقو پر بنا خپل کار وکړ اما داځل د پاکستان کورني کړکيچونه او نړيوال تعاملات څه بل ډول دي.
دا به د پاکستان د راتلونکي حکومت لپاره ډيره ستونزمنه وي چې هم مهاله کور دننه له اقتصادي ستونزو، پاکستاني طالبانو، بلوڅو او پي ټي ام سره مقابله وکړي او په نړيواله کچه دلويديځ، چين او روسيې ترمنځ تعادل وساتلی شي.
پاکستان له يوه اړخه د امريکا د امتياز غوښتنې او له بله اړخه په چين پورې د اقتصادي تړلتيا ترمنځ ګير پاتي دی او عمران خان هم د څه نورو مسايلو په ګډون په همدې زد او بند کې قرباني شو...
نور ولوله
پخواني مفسدين اوس د تمثيل له لارې غواړي ځانونه تبرئیه کړي
لعنتي ټاميان، غله، مفسدين او د دې هيواد په حق کې تر اشغالګرو ډير ظالمان؛ اوس ددې تمثيل له لارې غواړي ځانونه تبرئیه کړي.
د سیګار د کره او مستند ګزارش له مخې د تير حکومت په وخت کې هره ورځ څه باندي لس ميليونه ډالر په څرکند، سيستماتيک او پیوسته ډول د حکومتي چارواکو له لوري غلا کيدل چې ددې لس ميليونه ډالرو ورځنۍ غلا ۸۰% د ماليې وزارت په مربوطاتوکې کې وه.
همدغه ټامی چې اوس د ټکسي چلولو تمثیل کوي د وزارت پرمهال يې انکشافي بودجه په مطلق ډول او د عادي بودجې د پام وړ برخه ۹۱ کوډ ته انتقال او له هماغه ځایه حيف او ميل شوه، حتی د همدغه کس د وزارت پر مهال سوپر سکيل او نور امتیازي معاشات قطع او پيسې يې د فضلي او محب کوډونو ته انتقال شوې.
...
نور ولوله
شهنواز تڼی؛ متنازع څيره او په اړه یې متضاد نظریات
د تڼي د کودتا او تر شا یې د عواملو لڼد وضاحت:
شهنواز تڼی چې د کمونیستي لړۍ د وروستي ولسمشر ډاکټر نجیب د دفاع وزیر وو؛ په افغانستان کې د یرغلګرو روسي ځواکونو د وروستیو شپو او ورځو پرمهال یې له نجیب سره اړیکې ډيرې ترینګلې شوې چې دهمدې ترینګلتیاوو په لړ کې د اړخونو ترمنځ جګړه وشوه او همدې جګړې ته بیا نور اړخونه و تراشل شول او کودتا و نومول شوه.
تاریخي مستندات ښیي چې قضیه له دې قراره وه:
د شورویانو د وتلو پرمهال د کابل ادارې په پوځ کې د مجاهدینو په ځانګړې توګه د حکمتیار د نفوذ او کودتا ګرمه آوزه ګرځيده او پر همدغې آوازې او احتمال په استناد سره د پرچم ډلې د کارملې ښاخ سره تړل شوو عناصرو چې په قومي انګیزه یې کار کاوه او د حکمتیا...
نور ولوله
نړۍ سلګونه او زرګونه مايله لري د يوکراين تر شا ولاړه ده
نړۍ يوکراين يوازې پريښی او د روسيې د يرغل خلاف يې کوم اقدام نه دی کړی
چا ويل چې نړۍ يوکراين يوازې پريښی او د روسيې د يرغل خلاف يې کوم اقدام نه دی کړی؟
۱- يوفا او فيفا د روسيې د فوټبال ټولې بین الاروپايي او نړيوالې لوبې و ځنډولې.
۲- د جودو نړيوال فدراسيون د روسيې د صدر ولاديمير پوتين افتخاري رياست سلب کړ.
۳- آن په ځينو اروپایې او امريکايي ښارونو کې د روسیې خلاف مظاهرې وشوې.
۴- جوبايډن د يرغل له اوله تر اخيره پرلپسې فیسبوکي پوسټونه او ټويټونه کوي.
۵- حتی تر دې ...
نور ولوله
د يوکراين کړکيچ د امريکا+ اروپا او روسيې د سیاستونو غوښتنه وه
له شک پرته چې د يوکراين کړکيچ د د امريکا+ اروپا او روسيې د سیاستونو غوښتنه وه او په دې هم شک نه لرئ چې هر دواړه اړخونه له ظاهري ټکر سره سره پخپل منځ کې داسې توافقات هم لري چې د کړکيچ په عمق کې يې د دوی ګټې غوښتنه کوي. اما ددې جګړې بيه به يوکراين او څنډې يې( تر منازعې لاندي سيمې)، سیمه او د نړۍ نور ملتونه پرې کوي.
سیمه ییز او نړیوال نظم خرابیږي، پر سیمه يیزو او نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو جریانونو ژورې اغيزې پريږدي، د ډيرو مهمو سوداګريزو اقلامو بیې به لوړيږي، فضا او د ژوند کولو چاپيريال ککړيږي او تر ټولو بده داچې منازعه نور اړخونه او نورو سيمو ته د نفوذ لارې پيدا کوي.
که څه هم د شديدو او مخربو جګړو احتمال کم دی ولې د نړۍ سیاسي تاريخ ښيي چې د جګړې مديريت او...
نور ولوله
اسلامي امارت له ټولو اغيزمنو افغان سياسي اړخونو سره د تفاهم لاره خپله کړي
د افغانستان فعلي وضعيت او د نړيوالو موقفونو ته په کتو او په وروستيو ورځو کې د ځينو جریانونو او پېښو په پام کې نيولو سره شايد:
موجود افغان حکومت د پخواني حکومت له یو شمیر مشرانو، مخالفو او موافقو سياسي ډلو او د نړيوالې ټولنې له استازو سره د يوې معنا لرونکې پايلې ترلاسه کولو په پار خبرې پيل کړي.
دا هم له امکانه لري نه ده چې د همدې خبرو په جريان کې د لويې جرګې يا ورته بل مکانیزم پر جوړيدو هم بحثونه او موافقه وشي.
د موجوده څو اړخیز کړکيچ د حل غوره لاره همدا ده چې اسلامي امارت له ټولو ذيدخله او اغيزمنو افغان سياسي او مدني اړخونو سره د تفاهم لاره خپله کړي او په دې توګه:
۱- د...
نور ولوله
د روسانو د وتلو د ورځې نمانځلو پر ځای والنټین ونماځئ!
د ولنټاين او روسانو د وتلو په مناسبت د درۍ کلونو وړاندي نسخه اوس هم مرعي او عملي ده.
او د دې مډرن مدنیت د نن ورځې وړاندیز موږ ته داوو چې تاسي نوی نسل نه باید چې د پروني تشدد منهج مخته ویسئ، فکرونه مو روښانه کړئ او د روسانو د وتلو د ورځې نمانځلو پرځای والنتین ونماځئ!
اما که موضوع لږ ژوره او منصفانه تحلیل شي، ممکن معقوله او منطقي پایله به د انکاري استفهام په طریقه داوي چې: د خپلې خاورې، نوامسو او ارزښتونو دفاع او متجاوز په ګونډو نه بلکه په تتۍ کولو نه ستر انسانیت او مدنیت به بل څه وي او چیرته?
او د والنتاین په نوم د فحشاء او سُست بنیادۍ په ذریعه د انسانیت پر محترم حریم د تجاوز څخه بل فاحش تشدد به بل څه وي او چیرته?...
نور ولوله
د کنگل شويو پيسو په اړه افغان حکومت خپل دفاعي او اعتراضیه موقف نړيوالو ته اعلان کړي
د نړيوالو حقوقو له مخې:
۱- تر هغې چې د سپټمبر د یوولسمې پيښې سره د افغانستان( د هغه وخت د افغان حکومت) تړاو د یو معتبر نړيوال قضايي بنسټ له لوري د کره او قاطع شواهدو او اثباتيه مدارکو له مخې نه وي ثابت شوی، په ياده پېښه کې افغانستان د عامل په توګه ګرم يا شریک نشي ګڼل کیدای.
۲- أمريکا د سپټمبر د پېښې په بهانې پر افغانستان یرغل وکړ او شل کاله يې افغانستان تر استعمار لاندي نيولی وو، اوس باید نړۍ ته وضاحت ورکړي چې هغوی په افغانستان کې د يادې پيښې عوامل ثابت کړلای شو او که نه؟
۳_ آمريکا د هماغې پيښې په بهانه پر افغانستان یرغل وکړ او په تیرو شلو کلونو کې يې لږترلږه يو لک او پنځوس زره ...
نور ولوله
فرهنګي توپیرونه او پر حقوقي او قضایي جریانونو یې اغیزې
څو ورځې وړاندي په خواله رسنیو یو ډير خپرېدونکی خبر داوو چې د کډوالو په کوم آمریکایي کمپ کې یو افغان کډوال د یو درې کلن ماشوم د جنسي ځورونې په جرم نیول شوی او په محکمه کې پرې دوه تنو آمریکایي پوځیانو شاهدي هم ویلې ده.
ماته دا موضوع ډیره هېښوونکې او ځورونکې وه، بیلابیلو پوښتنو مې ذهن ډک کړی وو داچې: د درې کلن ماشوم جنسي ځورونه هم شونې ده؟! ددې ځورونې کیفیت به څه وو؟ آیا کوم انسان دومره هم پست فطرته کیدای شي چې د درې کلن ماشوم څخه د جنسي تمتع فکر او اقدام وکړي؟ او له یو درې کلن ماشوم څخه جنسي/ شهواني تمتع شونې کیدای شي؟! او ...
د همدې ذهني کشمکشونو او ناآرامیو په لړ کې مې د موضوع په تړاو ټول خبرونه تعقیبول او په مختلفو خبري پاڼو کې مې یې د څنګه والي په تړاو ...
نور ولوله
نجيب بارور ته ايران ولې ويزه نه تمديدوي؟
نجیب بارور ښه قلم لري، په فارسي - دري ژبه کې ښه ليکل کوي اما بدبختی داده چې د هغه ليکل اکثراً د هيواد د عليا ګټو او مصالحو خلاف وو، تل يې دلته د قومي تفرق لپاره کار کړی، خپل هيوادني ارزښتونه يې سپک کړي او بالمقابل تل او له هر فرصت نه په استفادې سره یې د ايران او ایرانیانو افراطي توصیف او مدح سرايي کړې. کله به چې د ايران په توصیف کې ما د هغه نظم او نثر لووست افسوس به مې وکړ اما څوک وو چې د هغه په پاڼه د تنګ نظره متعصبینو د سپکو سپورو له وجې کمنټ وکړي؟ او ورته وليکي چې جناب: ته افغان يې او که زر کاله هم د ايران دغسي افراطي مدحې ووايې، بیاهم که کله تهران ته ولاړې نو هر سړی او نه سړی به درته وايې: اوووو اوغان پدر سوخته لعنتي......
نن په ايران کې له دې ځوان سره هماغه کار شوی، له طالبانو په تېښ...
نور ولوله
د هند د بهاراتیا جاناتا ډله له اسلام او مسلمانانو سره ژوره دښمني لري
د هند د سیاسي ډلو له منځه تر ټولو افراطي ډله چې له اسلام او مسلمانانو سره ژوره دښمني ښيي، د مودي تر مشرۍ لاندي حاکم ګوند بهاراتیا جاناتا Bharatiya Janata Party/BJP دی چې اوس یې د وروستي افراطي او بشر ضد کړنې په توګه په ځينو سیمو کې پر حجاب او اسلامي لباس بندیز لګولی او تر ټولو ناوړه داچې ددې بندیز د تطبیق پر مهال غیر مسوول، افراطی او عقده يي هندوان د مسلمانو مېرمنو سره په ښار، کوڅو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې ډير ناوړه چلند کوي.
له ديني او مذهبي مسايلو پرته فردي آزادی د ليبرال تفکر پر بنسټ د نړيوالو بشري حقونو او حقوقو(Rights&Law) بنسټ تشکيلوي.
د بشري حقونو اړوند موجود نړيوال حقوقي نظم په فرانظريه کې له لېبرا...
نور ولوله
