فرهنګي توپیرونه او پر حقوقي او قضایي جریانونو یې اغیزې
څو ورځې وړاندي په خواله رسنیو یو ډير خپرېدونکی خبر داوو چې د کډوالو په کوم آمریکایي کمپ کې یو افغان کډوال د یو درې کلن ماشوم د جنسي ځورونې په جرم نیول شوی او په محکمه کې پرې دوه تنو آمریکایي پوځیانو شاهدي هم ویلې ده.
ماته دا موضوع ډیره هېښوونکې او ځورونکې وه، بیلابیلو پوښتنو مې ذهن ډک کړی وو داچې: د درې کلن ماشوم جنسي ځورونه هم شونې ده؟! ددې ځورونې کیفیت به څه وو؟ آیا کوم انسان دومره هم پست فطرته کیدای شي چې د درې کلن ماشوم څخه د جنسي تمتع فکر او اقدام وکړي؟ او له یو درې کلن ماشوم څخه جنسي/ شهواني تمتع شونې کیدای شي؟! او ...
د همدې ذهني کشمکشونو او ناآرامیو په لړ کې مې د موضوع په تړاو ټول خبرونه تعقیبول او په مختلفو خبري پاڼو کې مې یې د څنګه والي په تړاو معلومات لوستل چې بالآخره د موضوع په تړاو د یوې مشهورې خبرې رسنۍ د راپور په غبرګون کې د خلکو او احتمالاً د واقعې له محل څخه د مستقیمو او غیر مستقیمو معلوماتو، اطلاعاتو او شهادتونو له لوستلو وروسته د مسئلې واقعیت راته معلوم شو. واقعیت داوو چې:
کوم افغان د افغان کډوالو په کوم کمپ کې د خپل ګاوندي دوه نیم کلن ماشوم د انساني مینې، عاطفې، انسان دوستۍ او مهربانۍ او د افغاني عرف او کلتور له مخي پخپله غیږ کې اخیستی او په مخ یې ښکل کړی دی او پر همدې مهال امریکایی پوځیانو لیدلی او کس یې د خپل پورنوګرافیک او پراسټیټیوټ ذهن او آمریکایی فرهنګ مطابق د ماشوم په جنسي ځورونه تورن کړی، محکمې ته یې حواله کړی او نړۍ نړۍ پرې تبصرې وکړې.
دا یوه بېلکه ده، دېته ورته په سلګونو او زرګونو پیښې دي چې د فرهنګي ، کلتوري او جغرافیایي توپیرونو څخه منځته راځي او په ځانګړو حقوقي اغیزو باندي منتهي کیږي. په حقوقو او قوانینو کې د منبع په توګه د عرف، عاداتو او تعاملاتو د منل کیدلو له دلایلو څخه یو هم دا او دیته د ورته نورو پیښو درک او مخنیوی دی او داچې د بشري ټولنو او سیاسي حاکمیتونو په توپیر او بدلون سره؛ اعراف او دساتیر بدلون مومي نو له همدې کبله د حقوقو او قوانینو په حوزه کې د تطبیقي/ مقایسوي/ پرتله ییزو حقوقو او پروسیجرونو مسئله ورځ تر بلې ارزښت مومي ترڅو اشخاص او افراد د مسافرت او غیر دایمي اقامتونو پر مهال د حقوقي ملاتړ تر چتر لاندي د خپل کلتور، دساتیرو او باورونو مطابق ژوند وکړای شي.
یادونه: زه په اسلامي شریعت، نړیوالو حقوقو ، روان پيژندنې او سلوک پيژندنې کې د ماشومانو د حقونو، تربیې، پالنې او ساتنې مختلفو اړخونو ته په پام سره له والدینو او لومړۍ درجه خپلوانو پرته له ماشومانو سره د نورو لویانو ( خپل او پردي) پر تعریف شوي او محدد چلند باندي باوري یم او په دې تړاو د افغاني ټولنې بې پامي او بې تفاوتي یوه ستره او د بدو پایلو لرونکې اشتباه ګڼم او پر اصلاح یې ټینګار کوم. اما هسي هم نه لکه په امریکایی فرهنګ او لیدلوري کې چې هر انسان او حتي شیدو خوړونکو ماشومانو ته هم جنسي لید شتون ولري او له همدې زاویې ورته وکتل شي.
دوهمه یادونه: دا خبرې مې د مطیع الله مطیع تر قضیې پورې ولیکلې، شونې ده چې هغه به دا جرم کړی وي اما ترڅو چې د مسئلې په تړاو هر اړخیز معلومات نه وي ترلاسه شوي په قطعي او جزمي توګه هغه ته مجرم ویل ناسم کار دی او لکه څرنګه چې په فیسبوک کې دې مسئلې سیاسي رنګ اخیستی ممکن هلته د پیښې په محل کې هم سیاسي انګیزه او عوامل ولري او ياهم کوم ناسم پوهاوی.
والله اعلم
