No-IMG

نجيب بارور ته ايران ولې ويزه نه تمديدوي؟

نجیب بارور ښه قلم لري، په فارسي - دري ژبه کې ښه ليکل کوي اما بدبختی داده چې د هغه ليکل اکثراً د هيواد د عليا ګټو او مصالحو خلاف وو، تل يې دلته د قومي تفرق لپاره کار کړی، خپل هيوادني ارزښتونه يې سپک کړي او بالمقابل تل او له هر فرصت نه په استفادې سره یې د ايران او ایرانیانو افراطي توصیف او مدح سرايي کړې. کله به چې د ايران په توصیف کې ما د هغه نظم او نثر لووست افسوس به مې وکړ اما څوک وو چې د هغه په پاڼه د تنګ نظره متعصبینو د سپکو سپورو له وجې کمنټ وکړي؟ او ورته وليکي چې جناب: ته افغان يې او که زر کاله هم د ايران دغسي افراطي مدحې ووايې، بیاهم که کله تهران ته ولاړې نو هر سړی او نه سړی به درته وايې: اوووو اوغان پدر سوخته لعنتي......

نن په ايران کې له دې ځوان سره هماغه کار شوی، له طالبانو په تېښته کې کس ایران ته تللی اما له تیرو څو مياشتو راهيسي يې له ټولو هڅو سربیره ايران ويزه نه ده تمديد کړې او له خپلې خاورې يې په ډير توهین سره شړلی دی.  اوس نو لګیا دی يو لعنت په ايران او سل لعنته په ځان وايې، اوس وايې ما خو ايران د فردوسي ايران  ګڼلو نه وم خبر چې اوس د خميني ايران هغسي نه دی

مقصد پرديپال، ايران پال، پاکستان پال، آمريکا پال، روس پال  او ... ټول له همدغسې او تر دې له سپک برخليک سره د مخ کيدلو وړ دي ترڅو دوی ته پند او نورو ته عبرت شي.

راځی خپل هيواد خپل وګڼو، موږ پخپل هيواد او هيواد مو په موږ ښه ښکاري، دا هيواد د هيچا نه دی بلکه د ټولو دی او ټول پکې عزتمن ژوند کولای شي او دا يې حق دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک