محمد خالد عمر

No-IMG

محمد خالد عمر

د محمد خالد عمر لیکنی

جمهوريت خو ټول بدنام وو، خو ځيني مسوولين پکې بيا خاص طور بدنام وو

جمهوريت خو ټول بدنام وو، خو ځيني مسوولين پکې بيا خاص طور بدنام وو او ځيني بيا لکه #فضل محمود فضلي دومره بدنام وو لکه کانډوم چې د نوم اخيستلو سره يې هم د خجالت احساس کېده، ويونکی يې مجبور وو چې د نوم اخيستلو سره يې لومړی بې ادبي معاف ويلي وای. همدغه د آمريکا+ناټو او پاکستان د نامشروع اړيکې د ضايعاتو حامل فضلي هم راځي او نور خلک د پاکستان په پلويتوب تورنوي ګويا داچې دا کارونه د همدې رزيل د ماموريت پر مهال نه وو تر سره شوي: ۱- د پاکستان سره د اغزن تار د ننګينې طرحې تطبیق ؛ ۲- د اغزن تار د تيرولو پر مهال په ځينو سیمو کې آن تر پنځوس کيلومتره پورې د افغانستان د ځمکې لاندي کول؛ ۳- ...
نور ولوله

د نړۍ هيڅ ځواک به د فلسطيني خطې په توګه دغه هويت او شناخت محوه نشي کړای

د اشغالګر دولت له منځته راتګ وروسته هيڅ آمريکايي ولسمشر او ټاپ آرډر سیاستوالو د اسرائیلو خلاف اقدام څه چې فکر هم نه دی لرلی او ددې ټولو ترشا د اسرائیلو پياوړې لابي کار کوي. اشغالګر د دوه دولتونو طرحه نه منې په ځانګړې توګه داچې غزه هم د فلسطیني دولت برخه وي. په هغه صورت کې چې غزه د اشغالي ځمکې برخه وي؛ نو له ختيځې غاړې سره د يو ډول نا انډوله جوړجاړي شونتيا لوړه خيژي. بل اړخ ته ح.م.اس هم د دوه دولتونو طرحه نه مني او د يو مستقل فلسطيني دولت لپاره خپل تعريف، نقشه او طرحه لري. اوسمهال نتنياهو فکر کوي چې د آمريکا په مرسته ویرانه غزه تر ولکې لاندي راوستلی شې او دا يې ځکه مناسب وخت دی چې تر دې وړاندي په غزه کې اشغالګرو په داسي وير...
نور ولوله

د طوفان الاقصي له يو کلن کېدلو سره د غزې د جګړې او د غاصب صهیونی دولت د فعلي صورت حال لنډه او موردي شننه

د طوفان الاق.صي له يو کلن کېدلو سره د غزې د جګړې او د غاصب ص.هی.ونی دولت د فعلي صورت حال لنډه او موردي شننه: ۱- جګړه له غزې څخه د فلس.طین نورو برخو ته هم غځېدلې او له فلس.طين سربیره د لبنان، يمن، عراق او ايران هېوادونه په مستقیمه توکه په جکړه کې ښکيل شوي او ځيني نور يې هم په غير مستقيمه توګه دخالت لري، اشغالګرو ته د جګړې دغسي اوږدیدلو او پراخيدلو سختې اندیښنې زیږولي په ځانګړې توګه داچې اشغالګر تر اوسه خپل يوه هدف ته هم نه دي رسيدلي هغه چې د جګړې په پيل کې يې اعلان کړي وو. ۲- اشغالګر په لبنان کې د ځمکنيو عملياتو له پيله تر اوسه له پيوسته او سختو ماتو او تلفاتو سره مخ دي. ۳- د يم...
نور ولوله

بس موږ نه پوهیږو او تاسي تر ټولو غوره پوهیدونکي یاست

زموږ یو استاد چې د مصر له ازهر پوهنتون نه یې په اسلامي علومو کې ماسټري لرله، په عربي ژبه باندي یې تخصصي حاکمیت درلود، د قرآنکریم مجود قاري او مفسر وو، د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې د پوهاند  علمي رتبې په لرلو سره د علمي کادر غړی وو، په عقایدو، فقه، کلام، فنونو او ... کې د لسګونو علمي او څیړنیزو آثارو څښتن وو، هغه قصه کوله چې: د ااا د لومړۍ دورې حاکمیت پر مهال مازدیګر له پوهنتون نه د کور په نیت روان شوم، په لاره کې د جماعت وخت شو او د لارې پر سر یو مسجد ته د جماعت لپاره ور وګرزیدم، له لمانځه وروسته یو څو تنه ځوانان چې احتمالاً د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې پورې تړلي وو، د مسجد په دروازه کې و دریدل او ویې ویل چې څوک  به نه وزي، موږ غواړو  څه پوښتنې وکړو...
نور ولوله

موږ پر خليلزاد، اشرف غني او .... بد وایو اما لګيا يو له پوره نسل نه خليلزادخيل او غني خيل جوړوو

عصري زده کړې د ننني انساني ژوند داسې ملازمه او اړتيا ده لکه آکسیجن، اوبه او غذا، بلکې د ځينو وجوهاتو له مخې تر اوبو او خوړو هم اهمه او ضروري اړتيا او له همدې امله ده چې په نننۍ نړۍ کې هیڅوک له دغې اړتيا او غريزې څخه تجاهل نشي کولای او له هرې ممکنه لارې يې د تحقق او اشباع هڅه کوي. که د افغان ځوانانو پرمخ کور دننه د زده کړو ورونه تړل شوي، له هېواده بهر يې د زده کړو پر مخ سلګونه دروازې پرانيستل شوې او له آسیا نيولې تر اروپا او آمريکا پورې، اکثر هېوادونو د افغانانو په ځانګړې توګه نجونو لپاره په آسانه شرايطو او له غوره امتيازاتو سره د زده کړو فرصتونه برابر کړي او لسګونه زره افغان ځوانان ئې جذب کړي. هغه ځوان چې د زده کړو له حق څخه د محروميت له وجې هېواد پريږدي، ...
نور ولوله

په ژوند کې د ځینو فرصتونو او مکفیتونو په وړاندي نباید ناغیړي وشي

څه موده وړاندي د واټساپ په یو ټولنیز ګروپ کې چا اډ کړی وم، د ګروپ نورو غړو ته یې ورپيژندلی وم او هغوی هم د معمول مطابق ښه راغلاست ویلی وو. ما په ګروپ کې د غړیتوب او د ملګرو د ښه راغلاست مننه وکړه، خبرې لږ زیاتې شوې او لږ تر ډیره مو صوتی پیغامونه سره ادل بدل کړل. په دې منځ کې د عمر، تجربې، پوهې او مسلک له لحاظه یو مشر او وزین کس ډیر په مینه ښه راغلاست ووایه او په بحث کې یې تائید کړم. له هغه وروسته هغه مشر کس چې ما تر اوسه لیدلی نه وو او نه مې په اړه کوم مخکینی معلومات لرل دوه ځله یې واټساپ ته زنګ وهلی وو، زه نه وم متوجه شوی اما تصمیم مې درلود چې په یوه مناسب فرصت کې به ورته زنګ وهم او احترام به یې کوم، په دې منځ کې تقریباً دوې، درې میاشتې تیرې شوې، هغه به ...
نور ولوله

د نن ورځې غيرت او زبردستي له عصري علومو او ټکنالوژۍ سره تړلي

اته ميليونه اسرائیل د هغه علومو او فنونو په زور په دوه  ميليارده مسلمانانو قابض دي کوم چې مسلمانان يې مباح، عبث او حتی حرام ګڼي. نن ورځ د‌غيرت مفهوم او مصادیق هم متغير دي، د نن ورځې غيرت او زبردستي له عصري علومو او ټکنالوژۍ سره تړلي. تاريخ وايې چې اسراييل سخت شر پسنده اما په عين حال کې نهایت جبون او بې غیرته قوم دی اما داچې دغه کوچنی او جبون قوم نن په دوه  ميليارده مسلمانانو او سلګونو ميلونه غيرتي او حميتي اعرابو باندي قابض دی؛ دليل يې په نظامي تکنالوژۍ، تسليحاتو او اقتصادي فنونو باندي د هغوی پوهيدل او حاکميت دی او زموږ د ټولو مسلمانانو ددې بدې ورځې لامل زموږ جهل، ناپوهي له عصري علومو او فنونو څخه بې خبري او با قاعده مخالفت دی چې هميشه تر اش...
نور ولوله

د آمريکا او ناټو په مشرۍ د نړيوال مرکب استعمار او استکبار څخه د ازادۍ ورځ دې ټولو ته مبارک وي

د يو ملت په توګه موږ ته دا وياړ نه دی چې پخپل تقويم کې د خپلواکۍ څو ورځې او څو جشنونه لرو، ځکه د خپلواکۍ د هرې ورځې تر شا د استعمار، اشغال، جنګ جګړو، وژنو، ربړونو، اور او وينو اوږده - اوږده داستانونه پراته دي. د ازادۍ هره ورځ په دې معنی ده چې تر هغې وړاندي موږ آزاد نه وو، اشغال وو، مستعمره وو او ... د ملتونو لپاره وياړ دادۍ چې هيڅ غلام شوی نه وي، د بريتانيا په څير هيڅ د ازادۍ ورځ ونلري او يا د ازادۍ له اخيستلو وروسته يې صعودي يون پيل کړی وي او لکه د آمريکا د متحده ايالاتو په څير له ازادۍ تر جديد التشکيله دولته، پراختيا ، لوړتيا او بالاخره نړيوال کيدلو او تک هژمون کيدلو پورې پرلپسې مخ په بره تللي وي، دا هرڅه تر يوې پيړۍ په کمه موده کې شوي وي او له غلامۍ څخه...
نور ولوله

دين د دين پخپله تجويزي طریقه پلی کيږي نه په بله

ترکيه ممکن د اسلامي هيوادونو له ډلې لومړنی هېواد وو چې د سيکولاريزم نسخه پکې په بشپړه توګه تطبیق شوې وه. ترکي ملت تقريباً يوه پيړۍ د سکولار نظام په غيږه کې تير کړي وو، هلته له دين څخه لريتوب پوره يقيني شوی وو داسې چې اخيرني نسلونه يې له پخوانيو هغو او په دې توګه له ټولو معنوي ارزښتونو څخه قطعي طور شلیدلي وو اما... هلته دين او خپل اصالت ته د بيرته  ورګرځيدلو بهير که څه هم يوازي څو کاله وړاندي راپيل شو او ایله يوه لسیزه به کيږي چې له څنډو متن ته شامل شوی اما په دې لنډه موده کې يې يو بنسټيز او عمومي سمون ،تحول او اصل ته  بيرته ور ستنيدل  یقیني کړل، تر دې چې د اروپا او آمريکا له ټول ملاتړ سره - سره دا څووم ځل دی چې اسلام پلوه ډلې او اشخاص په پارلماني او رياستي ټاکنو کې اکثريت ت...
نور ولوله

د ايران اصلي ستونزه د هلمند اوبه نه دي، بلکه د خپل ملي یووالي د شړيدلې شیرازې د رغولو لپاره د سوژې موندل دي

په دې مقطع کې د ايران اصلي ستونزه د هلمند اوبه نه دي، بلکه د خپل ملي یووالي د شړيدلې شیرازې د رغولو لپاره د سوژې موندل دي. ټول وينو چې ايرانی ملت د آخندي رژيم مخالفت ته دريدلی او دغه مخالفت ورځ تر بلې ژوريږي او پراخيږي، حکومت ټولې هڅې کوي او له هرې آلې او وسيلې کار اخلي چې مخالفتونه کابو کړي. د هلمند د اوبو مسئله د دواړو هيوادونو د ملتونو لپاره مهمه او حساسه موضوع ده، لکه څرنګه چې د افغانستان اړخ ته دې مسئلې ته د يوې اهمې ملي موضوع په سترګه کتل کيږي او په اړه يې ټول ملت حساس دی، دغسي ايرانی ولس هم دی. په سياست او حکومتولۍ کې تل د ملتونو له تمايلاتو، احساساتو او ارزښتونو څخه ګټه اخيستل کيږي، حاکمان د خپلو سياستونو د ملاتړ ل...
نور ولوله

دين او اخلاق د ژوند يوه ارزښتمنه بلکې ارزښت ټاکونکی برخه ده

له معنوياتو په شليدلي ژوند کې يو د پای ټکی حتمي دي، يعني کله چې انسان ټولو مادي او نفسي هېلو ته ورسيږي، نور د وړاندي تګ لپاره هيڅ نه وي، نور داپوښتنه چې اوس څه وکړم او اوس کومه هېله او کومه چاره پاتي ده چې بايد ترلاسه شي؟ بې ځوابه پاتي کيږي، همدغه حالت د مادي ژوند سره د مخه ښې مقدمه جوړوي، انسان د مړينې تجربه کولو ته ليواله کيږي، يا په بل عبارت کله چې د ژوند ژر تيريدنکي لذايذ خلاصيږي اما انسان پکې د معنوياتو د خلا او اړتيا له پوره کولو عاجزه پاتيږي؛ دلته ده چې د مرګ لوري ته ميلان زياتيږي او څيړنې ښيي چې د اکثره ځان وژنو تر شا عمده لامل د دايمي آرامۍ او راحت لټول ثابت شوي کوم چې په محض مادي او له معنوياتو خالي ژوند کې نه وي تر لاسه شوي. دين او اخلاق د انساني ژوند دغه فطري غوښتنه ځوابوي او ...
نور ولوله

دا منافقه او شیطانه رسنۍ د ټولې نړۍ په مهمو مسايلو کې ښکیله ده

دا منافقه او شیطانه رسنۍ د ټولې نړۍ په مهمو مسايلو کې ښکیله ده، د نړۍ په هر کونج او کنار کې فعاليت او کارکونکي لري، چيرته چې جګړه وي، مظاهرات وي، کړکيچونه او بحرانونه وي دوی او د دوی ګمارلي ټيمونه پکې يا د اصلي او يا هم مداخله ګر عامل په توګه حضور لري؛ اما اوس په دې توګه غواړي د قطر خلاف کومه لوبه ولوبوي او تر شا يې خپلې موخې و پالي. که څه هم فوټبال په هغه پيمانه لويه او مهمه ښکارنده نه ده څومره چې دې وزګارې نړۍ ورته اهميت ورکړی ولې د يو اسلامي هيواد په کوربه توب ددې لوبي سږنی نړيوال جام جالب او د پام وړ دی کوم چې ډير يې د زغملو تاب نلري. قطر ددې جام په اوږدو کې د شااوخوا دوه ميليونه ميلمنو لپاره د اسلامي تمدن د ښه معرفي کولو، دعوت او ارشاد ډير ښکلي ترتيبا...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک