No-IMG

د روسانو د وتلو د ورځې نمانځلو پر ځای والنټین ونماځئ!

د ولنټاين او روسانو د وتلو په مناسبت د درۍ کلونو وړاندي نسخه اوس هم مرعي او عملي ده.

او د دې مډرن مدنیت د نن ورځې  وړاندیز موږ ته داوو چې تاسي نوی نسل نه باید چې د پروني تشدد منهج مخته ویسئ، فکرونه مو روښانه کړئ او د روسانو د وتلو د ورځې نمانځلو پرځای  والنتین ونماځئ!

اما که موضوع لږ ژوره او منصفانه تحلیل شي، ممکن معقوله او منطقي  پایله به د انکاري استفهام په طریقه داوي چې: د خپلې خاورې، نوامسو او ارزښتونو دفاع او متجاوز په ګونډو نه بلکه په تتۍ کولو نه ستر انسانیت او مدنیت به بل څه وي او چیرته?

او د والنتاین په نوم د فحشاء او سُست بنیادۍ په ذریعه د انسانیت پر محترم حریم د تجاوز څخه بل فاحش تشدد به بل څه وي او چیرته?

انسان پر انسانیت ښکلی دی او انسانیت قطعا له فحشاء سره جوړ نشي راتلای. کنه عملي بیلګې یې وګورئ!

چې دې سر تشي مخلوق ته به ولې د لویدیځ هره مرداري لکه شکره غوندي ښکاري?!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک