No-IMG

ايران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه

په ټولنيزو رسنيو کې مو د ملت د شور زور وليده چې څنګه يې په ايران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه نېمه نړۍ وخوځوله.

د بشري حقونو په برخه کې مختلفو نړيوالو بنسټونو، د نړۍ له مختلفو برخو مشهورو څيرو، سياستوالو، بشرپالانو، ورزشکارانو، او نړيوالو مطبوعاتو ايران محکوم او له افغان کډوالو سره خواخوږي وکړه چې په نتيجه کې يې د ايران حکومت اړ شو څو په نړيوالو اندونو او ذهنیتونو کې د لا زیات محکوميت څخه د ځان ژغورنې په پار د وضعيت د مدیریت په لټه کې شي.

د ايران د کابيني او شورا له غړو وروسته دادی د ايران ولسمشر هم له افغان کډوالو سره خپله خواخوږي ښيي، او ورسره د انساني چلند ژمنې اعلانوي.

د نړيوالتوب د عصر له ښو ځانګړنو يوه يې هم د بشري ټولنې ترمنځ نه پرې کيدونکې اړيکې او په حداقل کچه کې پر انساني ارزښتونو اجماع ده چې اکثراً د بشري حقونو او بشري حقونو د اړوندو نړيوالو قوانينو د پلي کيدو لپاره د غير رسمي اما اغيزمن اجرائیوي ضمانت په توګه کار کوي.

البته بې انصافي به وي چې په دې برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه کچې جدي غبرګونونه او اعتراضونه له پامه واچول شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک