د محمد خالد عمر لیکنی
بسم الله محمدی وزیر دفاع، صاحب صلاحیت و مسوول درجه یک جنگ
شما (بسم الله محمدی) وزیر دفاع، شخص صاحب صلاحیت و مسوول درجه یک جنگ بودید که:
۱_ در مدت خيلی اندک حدودا ۳۵۰ ولسوالی پیهم و یکی پی دیگری سقوط نمودند شما چه کاری توانستید؟
۲_ ولایات ۳۳ گانه کشور سقوط نمودند چه چیز از دست تان برآمد؟
۳- مرکز در محاصره طالبان در آمد در حالیکه تمامی نیروهای امنیتی که تعداد شان به پنجصد هزار تن بالغ میشد و همه شان تحت فرماندهی شما غرض دفاع از مرکز بسیج گردیده بود، چگونه از مرکز دفاع نمودید؟
۴_طالبان وارد شهر نگردیده بودند که شما بر چهار نه بلکه چهل طرف متواری گشته از چهل راه فرار نمودید.
جناب جنرال...
نور ولوله
امریکا له افغانستان څخه د بشپړ وتلو اراده نلري
له نن څخه څو میاشتې وړاندي ټولګي کې یو محصل پوښتنه وکړه چې آیا آمريکایان له افغانستان څخه وزي.
ما ویل وزي اما په بشپړه توګه نه، نظامي حضور او لګښتونه کموي اما د خپل شل کلن نظامي حضور په دوام هرو مرو خپل استخباراتي او محدود نظامي حضور ساتي او امریکا خپل دغسې شتون توجیه کولای او پر مقابل اړخ منلای هم شي، د بېلګې په توګه امریکا کولای شي د خپل سفارت د ساتنې په نوم هم زرګونه سرتیري او د اړتیا وړ ټول امکانات او تاسیسات توجیه کړي.
نن پنټاګون کټ مټ همدغه ستراتیژي اعلان کړه؛ نور امریکا له مالي او ځاني زيان پرته په افغانستان کې خپل حضور ساتي او د خپلو سيمه ییزو سیالیو د مهارولو او سیادت ساتلو موخې پالي.
يادونه: په کابل کې د امر...
نور ولوله
موږ نن له یو نړیوال او رښتوني مفکر څخه بې برخې شوو
1396 کال وو، د لويې جرګې په خېمه کې د حزب اسلامي ملي کنګره راغوښتل شوې وه او ماهم پکې غړيتوب درلود.
د صالون په وې آی پي برخه کې موږ ته مخامخ د حزب او هېواد مطرح شخصیتونه ناست وو چې یو پکې محقق جهاني وو او که څه هم تردې وړاندي مې يې نوم اوریدلی وو اما دا لومړی ځل وو چې ومې لید او لومړی ځل وو چې پر دریځ يې د خبرو له اوریدو برخمن شوم.
محقق پر ډیر پراخ او څو اړخیز محور وږغید، له دین وږغید، له ادبیاتو وږغید، تاریخي يادداشتونه يې شریک کړل، شعرونه يې وویل او له دې ټولو زوایاوو يې پر سیاست نظر اندازي وکړه او اغلبا په وجیزه اي اما ډیر ژور تیوریکي او فرا نظري انداز کې.
ما هماغه ورځ ومنل چې جهاني واقعا جه...
نور ولوله
امریکا له سیمې د وتلو اراده نلري؛ ممکن سیمه ییز جیپولټیک ته بدلون ورکړي
امریکا له سیمې د وتلو اراده نلري؛ اما د یو لړ مجبوریتونو او مصلحتونو له مخې ممکن سیمه ییز جیپولټیک ته بدلون ورکړي
د سړې جګړې له پایته رسیدلو سره سم په نړیوالو اړیکو کې د نظریو تعدد او تکثر زیات شو او اغلباً د نظریو د تعدد په اندازه تعارضات هم مطرح او پیچلي شول. د فوکویاما د انډيزم/ د تاریخ د پای نظریه د مدنیتونو د ټکر په تیورۍ سره وننګیدله او په همدې ترتیب د تمدنونو د ټکر نظریې د نړیوالتوب/ نړیوال کیدلو تیوري هم د مقبولیت او اهمیت له هسکه را کوزه کړه او په دې توګه د تمدنونو د ټکر تیوري د شلمې میلادي پیړۍ د وروستنیو کلونو او د یوېشتمې پیړۍ د لومړۍ او دوهمې لسیزي په مهال د لویدیځ لپاره د پام او اندیښنې وړ تیوري وه او لاهم د لویدیځ د سیاستونو لپاره نظري مبانۍ چمتو کوي.
د تمد...
نور ولوله
د ویاړ زرغون انقلاب
د ویاړ زرغون انقلاب
د تصویرو په ژبه
له بېلابېلو زاویو
***
وطنه ژغوري به دې
د استعمار له چنګه
د جهالت له تیارو
د استبداد له لاسو
***
دا د اورونو لوبه
او دا د وینو بهیر
بیا د يو بل انقلاب شور غواړي
د ایمان زور غواړي
***
دا جنتي خاوره يو بل اوښتون
یو انقلاب غواړي
داسې زرغون انقلاب
لکه د نن په شانتي
او د پرون په څیر
...
نور ولوله
د کمال خان بند او یوه بله پوپولیسته او عوام فریبانه هڅه!؛ آیا د کمال خان بند پروژه د غنی د مازغه برکت دی؟
په دې ورځو کې چې د کمال خان بند د پروژې د درېیم فاز د چارو د بشپړیدو آوازه ګرمه ده او موضوع د ټام ټيم د تبلیغاتي آجنډا په سر کې ځای نیولی. ټامیان، ارګ ګمارلي فیسبوک چلونکي، کرایي رسنۍ، لیکوالان او ژورنالیستان او په دې تبلیغاتی ټیل ماټيل کې د خپل ښي او کیڼ اړخ نه پیژندونکي او له دنیا او مافیها بې خبره ځوانان او دولتي مامورین د کمال خان بند پر نیمروز او درست افغانستان د ولسمشر د تفکر او مازغه څخه راخوټيدلی برکت ګڼي، بې درېغه کمپاین روان دی او ټام ټیمیانو ته د یوه اوږده او ستړې کونکې فترت وروسته د مافی بطونهم د تهویې ښه فرصت برابر شوی او حتي ناکاره ادارو او وزارتونو د خپلو رسمي پاڼو پر پروپایلونو داسې تصویرونه راځوړند کړي چې د حال په ژبه د اوبو او هوا شتون هم د مفکرانه مازغه د برکت پیداوار معرفي کوي....
نور ولوله
