اسلامي امارت له ټولو اغيزمنو افغان سياسي اړخونو سره د تفاهم لاره خپله کړي
د افغانستان فعلي وضعيت او د نړيوالو موقفونو ته په کتو او په وروستيو ورځو کې د ځينو جریانونو او پېښو په پام کې نيولو سره شايد:
موجود افغان حکومت د پخواني حکومت له یو شمیر مشرانو، مخالفو او موافقو سياسي ډلو او د نړيوالې ټولنې له استازو سره د يوې معنا لرونکې پايلې ترلاسه کولو په پار خبرې پيل کړي.
دا هم له امکانه لري نه ده چې د همدې خبرو په جريان کې د لويې جرګې يا ورته بل مکانیزم پر جوړيدو هم بحثونه او موافقه وشي.
د موجوده څو اړخیز کړکيچ د حل غوره لاره همدا ده چې اسلامي امارت له ټولو ذيدخله او اغيزمنو افغان سياسي او مدني اړخونو سره د تفاهم لاره خپله کړي او په دې توګه:
۱- د ټولو مخالفتونو عوامل له منځه يوسي او هیچاته ددې مجال پرېنږدي ترڅو يوځل بيا د بيرونيو په لمسون د هيواد ورانولو او د امنيت او خونديتوب له منځه وړلو ته کار ووايي.
۲- که د پخواني حکومت د مشرانو په ګډون لويه جرګه دايره او په پايله کې يو توافق حاصل شي نو طالب حکومت ته او يا د طالبانو لاس ته د دولتي اقتدار لويدلو ته به د يو ډول مشروعيت حصول شوی وي چې همدغه ټکي (کورنی مشروعيت) د نړيوال مشروعيت بنسټ او پيلامه جوړيږي او د نړيوالو لپاره هغه بهانې چې اوسمهال يې د مشروعيت په وړاندي مطرح کوي له منځه ځي.
