No-IMG

نړۍ سلګونه او زرګونه مايله لري د يوکراين تر شا ولاړه ده

نړۍ يوکراين يوازې پريښی او د روسيې د يرغل خلاف يې کوم اقدام نه دی کړی

چا ويل چې نړۍ يوکراين يوازې پريښی او د روسيې د يرغل خلاف يې کوم اقدام نه دی کړی؟

۱- يوفا او فيفا د روسيې د فوټبال ټولې بین الاروپايي او نړيوالې لوبې و ځنډولې.

۲- د جودو نړيوال فدراسيون د روسيې د صدر ولاديمير پوتين افتخاري رياست سلب کړ.

۳- آن په ځينو اروپایې او امريکايي ښارونو کې د روسیې خلاف مظاهرې وشوې.

۴- جوبايډن د يرغل له اوله تر اخيره پرلپسې فیسبوکي پوسټونه او ټويټونه کوي.

۵- حتی تر دې چې نن په ملګرو ملتونو کې د ځينو هيوادونو استازو هغه مهال د ناستې تالار ترک کړ چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير وينا پيل کړه.

نړۍ نو نور څه وکړي؟!

نړۍ پخپل ټول ځواک سره د يوکراين تر شا ولاړه ده، له شک پرته چې تر شا يې ولاړه ده اما سلګونه او زرګونه مايله لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک