د پاکستان کورني کړکيچونه او نړيوال تعاملات
سمه ده چې د عمران خان کار به تر همدې ځايه وو، او نور به پاکستان ته مفید او نړيوالو ته مطلوب نه وو او له همدې کبله د پاکستان ملت او سیاسي مشرانو د خپلو ګټو او علایقو پر بنا خپل کار وکړ اما داځل د پاکستان کورني کړکيچونه او نړيوال تعاملات څه بل ډول دي.
دا به د پاکستان د راتلونکي حکومت لپاره ډيره ستونزمنه وي چې هم مهاله کور دننه له اقتصادي ستونزو، پاکستاني طالبانو، بلوڅو او پي ټي ام سره مقابله وکړي او په نړيواله کچه دلويديځ، چين او روسيې ترمنځ تعادل وساتلی شي.
پاکستان له يوه اړخه د امريکا د امتياز غوښتنې او له بله اړخه په چين پورې د اقتصادي تړلتيا ترمنځ ګير پاتي دی او عمران خان هم د څه نورو مسايلو په ګډون په همدې زد او بند کې قرباني شو.
بل خوا په سيمه کې د هند او افغانستان مسايل هم په هيڅ صورت بې اغيزو نه دي او له پامه نشي غورځيدای.
داچې پاکستان بيرته لويديځ ته نيژدې کيږي او آيا دا چاره شونې ده؟ او که د خپل همیشني سیاست له مخي يو ځل بیا په يوه وخت کې د کور، کندو او کنډوالې درې واړه يارانو ساتلو ته مخه کوي؟ ددې تحول وروسته د پاکستان د سیاسي دهليزونو دننه مهمې پوښتنې دي.
