No-IMG

شهنواز تڼی؛ متنازع څيره او په اړه یې متضاد نظریات

د تڼي د کودتا او تر شا یې د عواملو لڼد وضاحت:

شهنواز تڼی چې د کمونیستي لړۍ د وروستي ولسمشر ډاکټر نجیب د دفاع وزیر وو؛ په افغانستان کې د یرغلګرو روسي ځواکونو د وروستیو شپو او ورځو پرمهال یې له نجیب سره اړیکې ډيرې ترینګلې شوې چې دهمدې ترینګلتیاوو په لړ کې د اړخونو ترمنځ جګړه وشوه او همدې جګړې ته بیا نور اړخونه و تراشل شول او کودتا و نومول شوه.

تاریخي مستندات ښیي چې قضیه له دې قراره وه:

د شورویانو د وتلو پرمهال د کابل ادارې په پوځ کې د مجاهدینو په ځانګړې توګه د حکمتیار د نفوذ او کودتا ګرمه آوزه ګرځيده او پر همدغې آوازې او احتمال په استناد سره د پرچم ډلې د کارملې ښاخ سره تړل شوو عناصرو چې په قومي انګیزه یې کار کاوه او د حکمتیار له مخالفو جهادي قوماندانانو سره یې ژورې او پراخې اړیکې لرلې؛ د یو منظم پلان له مخې د ددولتي امنیت/ استخباراتو د ادارې له طریقه د دفاع وزارت اکثریت افسران او د ټڼي نیژدې ملګري د حکمتیار سره د اړیکو په تور زندانونو ته ولیږل چې په دې ډله کې جنرال ولي شاه د هوایي دفاع قواماندان او جنرال علیم وردګ د مخابرې قواماندان هم شامل وو. ددې سربیره یې ورځ تربلې د ملي دفاع وزارت واکونه د دولتي امنیت ادارې ته لیږدول. شهنواز د قومي ملحوظاتو په وجه د خپل ځان خلاف د پرچم د کارملي جناح پر دسایسو څو ځله له نجیب سره بحث وکړ اما کومه پایله پرې مرتبه نشوه. د اختلافاتو له ډيرښت سره شوروي مداخله وکړه او تر سفارتي هڅو سربیره د شوروي د دفاع وزارت مرستیال کابل ته راغی، کي. جي. بي ظاهراً د روغې جوړې داعیه مخکې کړې وه اما واقعیت داوو چې هغوی د کارمل تر اغیزې لاندي د پرچم شاخې سره د پټو توافقاتو له مخي غوښتل تڼی له صحنې وباسي. روسانو له نجیب سره پټه هوکړه وکړه چې هغوی به تڼی بوخت کړي او پر همدې مهال به نجیب پرې حمله کوي او له منځه به یې وړي. تڼی چې کله د پت پلان په وروستیو شیبو کې خبر شو؛ نو بله چاره نه وه پرته له دې چې په نظامي اقدام لاس پورې کړي، حمله یې وکړه او عامه انظارو ته موضوع داسې څرګنده شوه چې ګویا تڼي لومړی تڼي اقدام کړی او دې ته یې د حزب اسلامي په مستقیم دستور دکودتا نوم ورکړ.

که څه هم له حزب اسلامي سره د تڼي اړیکې او ځینې پټې معاملې نشي ردیدلای اما واقعیت داوو چې شهنواز تڼی او ورسره مل ډله یې د نجیب  خلاف د ببرک کارمل په دستور او د محمود بریالي، جنرال دوستم، کاویاني، فرید مزدک، جنرال مومن او جنرال نبي عظیمي د هغې لویې دسیسې او رښتونې کودتا خلاف بغاوت کړی وو چې د هیواد په شمال کې یې مرکزیت درلود، تر کابل یې لاس تاو کړي وو او مرکزي ولایتونه یې هم په بر کې نیول او دقیقا د همدغې دسیسې او کودتا په نتیجه کې نجیب په سپیره میدان پاتي شو او حتي د سقوط په شپه د جنرال نبي عظیمي له لورې یې د کابل هوایي ډګر په دروازه کې د نیولو امر صادر شو چې په نتیجه کې یې نجیب له هوایي میدانه په تیښته بریالی او د ملګرو ملتونو د سازمان په دفتر کې دیره شو.

د کمونیستي حکومت دننه د پرچم ډلې کارملي ښاخ او مشران یې له پیله تر پایه د حکمتیار د مخالفو جهادي قوماندانانو سره په اړیکه کې وو او ټوله هڅه یې داوه چې کابل ته د حزب د ځواکونو د ننوتلو مخه ونیسي او همدغه مسئله وروسته بیا د سختو تنظیمي جګړو او بدمرغيو لپاره عامل جوړ شو.

يادونه:کمونيستان ټول د يوه خره غوږونه دي؛ اما دلته هڅه کيږي چې دوستم، عظيمي، مومن، مالک، مزدک او ... نور تبرئیه شي او حتی ځینې خو په يو ډول نه يو ډول د مجاهدینو په رنګ هم و رنګوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک