د يوکراين کړکيچ د امريکا+ اروپا او روسيې د سیاستونو غوښتنه وه
له شک پرته چې د يوکراين کړکيچ د د امريکا+ اروپا او روسيې د سیاستونو غوښتنه وه او په دې هم شک نه لرئ چې هر دواړه اړخونه له ظاهري ټکر سره سره پخپل منځ کې داسې توافقات هم لري چې د کړکيچ په عمق کې يې د دوی ګټې غوښتنه کوي. اما ددې جګړې بيه به يوکراين او څنډې يې( تر منازعې لاندي سيمې)، سیمه او د نړۍ نور ملتونه پرې کوي.
سیمه ییز او نړیوال نظم خرابیږي، پر سیمه يیزو او نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو جریانونو ژورې اغيزې پريږدي، د ډيرو مهمو سوداګريزو اقلامو بیې به لوړيږي، فضا او د ژوند کولو چاپيريال ککړيږي او تر ټولو بده داچې منازعه نور اړخونه او نورو سيمو ته د نفوذ لارې پيدا کوي.
که څه هم د شديدو او مخربو جګړو احتمال کم دی ولې د نړۍ سیاسي تاريخ ښيي چې د جګړې مديريت او مهارول ډير کله د ښکيلو اړخونو له واکه وزي او د اټکلونو برعکس حالت واقع کیږي اما په هر حال د روس او امريکې ترمنځ د مخامخ او لوی ټکر شونتیا ډيره کمه ده او که احیانا داسې کوم څه پيښيږي نو نړۍ دې د يوې لويې تباهۍ په تمه وي.
