د محمد خالد عمر لیکنی

چا چی په آمريکا باور کړی هغوی خراب شوي

آمريکايي مفکر جان میرشایمر وايې: چاچی په آمريکا باور کړی هغوی خراب شوي، پر آمريکا باور مطلق حماقت دی، تاسې وګورئ چې پر آمريکا د معمر القذافي د اعتماد پايله څه شوه[ معمر القذافي ټول عمر له آمريکا سره ډغرې ووهلې هيڅ زیان ورته ونه رسید بلکې ملي او سيمه ییز موقف يې لاهم ځواکمن شو اما کله چې يې آمريکا ته د تسلیمۍ سر ټيټ کړ د ليبيا په غربي کولو يې پيل وکړ، خپل دفاعي او نظامي ځواک يې اوبه کړ، داسې خراب شو چې تصور يې هم نه وو کړی] معمر القذافي پر آمريکا د اعتماد حماقت وکړ او ځان يې خراب کړ او موږ دغسي ډيري نورې بيلګې هم لرو. د جان له دې خبرې سره بايد تر ډيره موافقت وشي، ځکه پر آمريکا د باور په پايله کې وړمه ورځ معمر القذافي او د ويتنام لاسپوڅي سياستوال، په پرون کې د افغانستان اشرف غني او ليبرال س...
نور ولوله

معلم او استاد صاحب؛ درې خبرې واوره او په غور يې واوره!

لومړۍ خبره: هر څوک که فساد او خيانت کوي؛ نو په مقابل کې يې څه شخصي منفعت ضرور ترلاسه کوي، مثلآ که مامور، ترافيک، پوليس، مستنطق، محقق، څارنوال، قاضي او .... فساد او خيانت کوي نو په مقابل کې د رشوت، کميشن، ونډې او ... په نوم يو څه ترلاسه کوي اما معلم او استاد که فساد او خيانت کوي؛ نو باور مې نه راځي چې کوم مالي او مادي منفعت دې حصول کړي، ځکه شاګرد او محصل هم لکه معلم او استاد د ټولنې يو ضعيف او بې اسرې قشر دی، لذا د څه لپاره فساد او د څه په مقابل کې خيانت، ولې يو لوی دنیوي او اخروي مسووليت؟ دوهمه خبره: د ټولو مفسداتو او خيانتونو بنسټ د معلم او استاد خيانت تشکيلوي. کله چې استاد خيانت کوي او يو نا اهله، ناکاره او غير متعهد کس ته ارتقاء ورکوي او د يو مسلکي او متخصص کس په توګه يې ټولنې ته وړاندي کوي؛ نو دغه د خيانت ا...
نور ولوله

تعليم د قدرت/ ځواک د يو مهم عنصر په توګه

پروفيسور جان میرشایمر د چين د راپورته کيدلو او د لويديځ په ځانګړې توګه آمريکا لپاره د يو جدي ګواښ د جوړيدلو تر عنوان لاندي د چين د قدرت په متشکله عناصرو باندي لکچر ورکاوه، هغه د نورو عواملو ترڅنک د چين نفوس د هغه هيواد د ځواک او پياوړتيا يو له عمده عناصرو ياد کړ او ښه اوږده تبصره يې پرې لرله. د لکچر په اخير کې يو ګډونوال پوښتنه ترې وکړه چې که نفوس د قدرت په تشکيل کې دومره اغيزمن دی؛ نو بيا بايد هند هم د چين په څير د قدرت يو قطب وګڼل شي او لويديځ ترې انديښنه ولري؟ پوهیږئ د جان ځواب څه وو او ولې ماته جالب وو؟ جان په ځواب کې ورته وويل: بلې؛ له شک پرته چې نفوس/ جمعيت د يو هيواد د ځواک په تشکيل او تدوين کې بنسټيز رول لوبوي اما په دې شرط چې نفوس د کميت تر څنګ د کيفيت او مطلو...
نور ولوله

چين د امريکا سره رقابت را وړاندي شوی او د آسیا د لاندي کولو په لټه کې دی

د شیکاګو پوهنتون د سیاسي علومو پروفيسور، د جوړښتي ريالیزم( Structural Realim) د مکتب مخکښ مفکر،  جان میرشایمر وايي: د سړې جګړې له ختم وروسته د امريکا د متحده ايالاتو په بهرني سياست کې لاندي دريو سيمو په ترتيب سره لومړيتوب لاره: ۱- اروپا چې د لويديځ اتموسفير او د ليبرال تمدن مهمه برخه ده او ناټو ترې جوړه ده. ۲- د فارس خليج چې د امريکا د صنعت ماشینري يې په تيلو چليده. ۳- ختيځه آسيا هلته چې چين د غوړيدا په حال کې وو. اما اوس چې چين د امريکا سره له بالقوه رقابت نه بالفعل رقابت ته را وړاندي شوی او د آ...
نور ولوله

هزاره و شیعه هميشه در سیاست های طالبان مورد حمايت بوده نه تخاصم

در سیاست های افغانستان از جامعه هزاره هميشه استفاده ابزاری غرض رسیدن به اهداف شخصی و ګروهی صورت ګرفته است. معمولاً هزاره و شیعه يا مورد هدف بوده، عليه شان فتوا داده شده، سرکوب شده و کشته شده اند یا هم اينکه موضوع مظلومیت و محکوميت شان منحیث آله ابزاری فشار عليه حکومت ها و ګروه های حاکم توسط رقبای سیاسی شان استفاده ګرديده اند. کسان و ګروه های  که در ماضي نه چندان دور به قتل عام هزاره پرداخته بودند و اين عمل را نوعی از کشتار مقدس تلقی نموده ، از ديد ديني توجيه ميکرد، امروز به رسانه های بین المللی از کشتار جمعی و نسل کشی هزاره میګویند و تمثيل دادخواهانه مينمايد. من به يک چيز باور مندم و منحیث يک واقعيت غير قابل انکار ياد ...
نور ولوله

۱۰۳ کاله وړاندي په همدې ورځ يوه نیمګړې او د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده

نن د زمري د مياشتې ۲۸مه نيټه ده يو سل او درې کاله وړاندي په همدې ورځ يوه ناقصه، نیمګړې او سر تر پایه د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده. امان الله خان له انګريز سره د افغانستان د سیاسي استقلال د يوې کاذبې وعدې( چې انګريز ډير ژر بیرته ترې نټه وکړه) په مقابل کې له نيم افغانستان څخه تير شو او رسما يې د یعقوب خان د ګندمک او عبدالرحمن خان د ډيورنډ پر تپل شويو معاهداتو د تاييد مهر و لګاوه، افغانستان يې په منځ غوڅ کړ او بس له هماغې ورځې وروسته بیا موږ ښه ورځ نه ده ليدلې او ليدل يې هم محال بريښي. يوسل او درې کاله وړاندي په همدې ورځ يوه ناقصه، نیمګړې او سر تر پایه د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده. امان الله خان له انګريز سره د افغانستان د سیاسي استقلال د يوې کاذبې وعدې(...
نور ولوله

نرګسیت د اناثیت له لطافته تر رواني ناروغۍ

د نرګسیت په اړه له وخته زما په ذهن کې څه سربیرن معلومات  وو او تر ډيره مې اړتیا نه وه حس کړې چې په دې اړه پلان شوې مطالعه وکړم او کره مفهوم ترلاسه کړم. زما آند داوو چې نرګسیت  پر خپل وجود د راپریوتي  نرګس ګل له هغه کیفیته اقتباس شوی چې په روایتونو کې ورته ځان خوښونه ویل شوې او ګویا داچې د نرګس ګل له خپل ځان او خپل وجود سره د ډیرې مینې له کبله تر سپړل کیدو وروسته پرخپل وجود/ دنډر را خوریږي او دغه خوریدل یې د ورمیږ تر کږیدلو او ماتیدلو پورې ادامه مومي او بس نرګس دی او همدومره  یې ژوند چې له خپل ځان سره په مینه کې پخپل ځان را تاویږي پخپل ځان کې ورکیږي او ژوند یې پای مومي.  داچې نرګس ولې داسې دی؟ تر شا یې په پخوانیو ادبی متونو کې یو افسانوي داستان پروت دی چې په مختلفو...
نور ولوله

کاروان ځکه ستر دی او په اړه يې بايد نور هم وليکل شي

کاروان ځکه ستر دی او په اړه يې بايد نور هم وليکل شي چې: ۱- د لومړي ځل لپاره پرې د هر فکر او نظر پښتانه اتفاق کوي او له نورو ټولو مخالفتونو سره سره دده په اړه يوخيل نظر غوره کوي. ۲- ممکن له ډيرو لږو پښتنو څخه وي چې په ژوندوني ستایل کيږي. ۳- ډير هغه کسان چې د ځان خوښونې او ځان غوښتنې تر درانه احساس لاندي د بل چا دوې کلمې توصیف نشي زغملی او دا ورته د خپل شان کسر ښکاري، د کاروان په ستاينه کې پوره اخلاص کوي. ۴- لومړنی کس دی چې په افغاني ټولنه کې د زر او زور پرته او پرته له دې چې کوم کوم قومي، سياسي يا ایډی...
نور ولوله

تمدني تقابلات، د نړيوال نظم احتمالي تغيير او پکې د افغانستان موقعيت

داچې د تمدنونو ترمنځ جګړې حتمي دي؛ تر دې ځايه بايد د سامويل هانتينګتون سره موافقت وشي اما داچې ددې حتميت دلايل څه دي؛ دا د بحث ځای دی او تر يوه حده له فردي او ډله ييزو سلیقو، باورونو، فکرو او ایډیولوژیو څخه اغيز منلای شي. ولي داچې اوس نړيوال تمدني تقابل داسې دی چې يو اړخ ته لويديځ(د مسيحيت له پيکه رنګ سره ليبرال ډيموکراټيک تمدن) د  حاکميت او تفوق له توغ سره او بل اړخ ته تقريباً د نړۍ پاتي نور ټول مدنيتونه د دفاع، ځان بسیاینې، ځان سنبالونې او چمتووالي او په دې وروستيو کې کله ناکله د بغاوت په حالت کې قرار لري او هر يو خپل راتلونکی له لويديځ سره په ټکر کې ګڼي او د وضعيت د بدلون هڅه کوي؛ نو ځکه خو د پروفيسور خورشید احمد هغه وينا چې لويديځوال تمدن په واقعيت کې يو استعمار، استکبار، وحشت او نورې نړۍ ته د نابودۍ ګواښ دی او ...
نور ولوله

غني ښه وو که بد؟ د وخت ضیاع او د نفرتونو له ډيروالي پرته موږ ته څه نشي راکولای

نور په دې باندي بحث او يو بل ته کنځل کول چې: غني ښه وو که بد؟ د وخت له ضیاع او د نفرتونو او مخالفتونو له ډيروالي پرته موږ ته څه نشي راکولای. کوم څه چې د اوس لپاره مهم او مفید دي، دادي چې پخوانی ولسمشر اشرف غني کابل ته راشي او موجوده حکومت يې تضمين او استقبال وکړي، ددې کار ګټي دادي چې: ۱- ملي پخلاينه او سوله تضمينوي؛ ۲- که څه هم تر وخت وروسته ده اما د نړۍ په يو شمير هيوادونو کې ورته تحولاتو او تاريخي يادداشتونو ته په کتو سره؛ د‌غني راتګ د طالبانو د واک او حکومت د کورني مشروعيت په احراز کې پریکنده رول لوبولی شي. ۳- د موجوده حکومت خلاف د شته با...
نور ولوله

دا مطبوعات د کومو معيارونو له مخې خلک د بحث او نظر لپاره بولي؟

دا مطبوعات سر خوړلي د کومو معيارونو له مخې خلک د بحث او نظر لپاره بولي؟ په نوره نړۍ کې مطبوعاتو ته نخبه ګان، مفکرين، پروفيسوران او متخصصین بلل کيږي اما افغانستان کې چې چيرته کوم لوده وي؛ بله ورځ به يې د کارپوه، شنونکي او مبصر په نوم له تلويزیونه ګورې. اصل کې دا ږغيدونکي ډير نه دي ملامت، ملامت يې دا ږغوونکي مطبوعات دي چې د کسانو په تشخیص او بلنه کې حداقل معيارونه هم په پام کې نه نيسي. په دې ملک کې د خبرو لپاره سم وړ او په شرایطو برابر خلک شته چې اصولا باید هغوی و ږغول شي اما له بده بخته چې اکثر استادان او د نظر وړ کسان چې زه يې پيژنم رسنيو ته له تګ نه ځکه ښې خاطرې نلري او له تللو انکار کوي چې هلته په بحث کې د کوڅې کوم لنډغر ورسره کينول شوی وي چې ن...
نور ولوله

خاونده مجبوري دې وای خو دومره ډيره نه

د هيوادوالو فقر او بد اقتصادي وضعيت سړی دومره اغيزمن کړي چې کله ناکله خو پخپل ديانت او عبادت هم ورته شک پيدا شي.  نن مې ددې مجبور ځوان ويډيو  وليده چې څنګه يې د کافر فقر له لاسه پخپل شيرين وجود د اور لمبې بلې کړې وي او د ماشوم زوی په مخکې وريتيده او سويو کريغو يې آسمان ته ددې بدبختی ټولنې د نه ختميدونکو بدبختيو شکايت کاوه. نورې ورځې به چې له جوماته راووتلم؛ د فقر لپاره اوږدو لاسونو به مې د وجدان غاړه کلکه کړه، خپل لمونځ او جماعت باندي به يې حيران کړم؛ خو نن ددې ځوان ويډيو د روژه ماتي له خونده هم محروم کړم، په داسې حال کې چې د سهار له اوو بجو د ماښام تر آذانه مې سخته ستړې،وږې او تږې ورځ هم شاته پريښې وه. بس نو شاعر...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک