No-IMG

پخواني مفسدين اوس د تمثيل له لارې غواړي ځانونه تبرئیه کړي

لعنتي ټاميان، غله، مفسدين او د دې هيواد په حق کې تر اشغالګرو ډير ظالمان؛ اوس ددې تمثيل له لارې غواړي ځانونه تبرئیه کړي.

د سیګار د کره او مستند ګزارش له مخې د تير حکومت په وخت کې هره ورځ څه باندي لس ميليونه ډالر په څرکند، سيستماتيک او پیوسته ډول د حکومتي چارواکو له لوري غلا کيدل چې ددې لس ميليونه ډالرو ورځنۍ غلا ۸۰% د ماليې وزارت په مربوطاتوکې کې وه.

همدغه ټامی چې اوس د ټکسي چلولو تمثیل کوي  د وزارت پرمهال يې انکشافي بودجه په مطلق ډول او د عادي بودجې د پام وړ برخه ۹۱ کوډ ته انتقال او له هماغه ځایه حيف او ميل شوه، حتی د همدغه کس د وزارت پر مهال سوپر سکيل او نور امتیازي معاشات قطع او پيسې يې د فضلي او محب کوډونو ته انتقال شوې.

اوس دا ټامی چې د غني اعتمادي کس وو او په کوم بيروني ملک کې له ګارسونۍ څخه مستقيم د افغانستان د ماليي وزير شو او د حکومت د وروستنيو مياشتو ټول فساد او غلاوي د نوموړي د ميز له سره عملي کيدې؛ په دې توګه ځان سپين چرګ ثابتول غواړي.

د څلويښت ميليونه ملت د تباهۍ په بدل کې دې څلويښت ميليونه ځله درباندي لعنت وي شرميدلو!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک