د ممتاز جهانگير لیکنی
د هېواد نه فراري مجرمين ددې حق نه لري چې د ملت په اړه څرگندونې وکړي
د هیواد نه هغه مجرمین فراریان چې په بهر کې د ملت پر ضد ګومارل شوي دي او د بهرنه په داخل کې فعالیتونه کوي. له بده مرغه د بهر نه په ملت باندی غږ کوي چې لږ خپل ځانونه هوښیار کړئ او خپل مسؤلیت وپېژنئ، څو د فلاني استعمار نه استقلالیت تر لاسه کړئ!!!
کله چې دوی په همدغه هوښیار ملت په سر د پردېو په زور تحملي حاکم او ګومارل شوي و. نه دې ملت په غم کې و او نه ئې د ملت نه دفاع کړې، یوازې د پردیو د سلطې لاندې د غلامۍ ژوند ئې انتخاب کړې و.
بلکې دوی د همدغه ملت په سر هغه ظلم، بربریت او جنایتونه وکړل چې تاریخ او ملت د دوی په کړنو شرمیږي او لعنت پرې وائي.
دوی او دوی ته ورته پرديپاله مجرمین هیڅ د دې حق نه لري چې د ملت په اړه څرګندونې...
نور ولوله
خپلو نسلونه ته په عصري او اسلامي برخه کې د تعلیم دروازې پرانېستل شي
تعلیم او پوهه د اسلام له نظره د يوې انساني ټولنې لپاره لازمي ضرورت او امتياز بلل کیږي. په ننني عصر کې يو هیواد پرته له تعلیم څخه نه پرمختګ کولی شي او نه له نړيوالو او ګاونډیو هیوادونو سره د سیالۍ توان لري؛ له بده مرغه د ناپوهۍ ژوند مو له هر څه محروموي، له سیالانو نه مو شاته پاتې کوي.
ښه به دا وي چې خپلو نسلونه ته په عصري او اسلامي برخه کې د تعلیم دروازې پرانېستل شي، څو د نورو له سیاسي او اقتصادي انحصار او بنديزونو نه خپل هیواد وژغورو.
هيله ده د پوهې پر وړاندې ټول خنډونه ډېر ژر ليرې کړی شي.
...
نور ولوله
د سيمې هیوادونه دې په خپل مینځ کې سیاسي او اقتصادي اړيکې تنظيم کړي
هغه هیوادونه چې د پردیو سیاستونو، پالیسیو او د دوی د شومو پروژو ښکار شوي؛ نن له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دي، بلکې په انزوا کې ژوند کوي.
زه خو وایم چې د سيمې هیوادونه دې په خپل مینځ کې سیاسي او اقتصادي اړيکې د قوانینو او د یو بل متقابل احترام په چوکاټ کې تنظيم کړي او خپلې ستونزې دې په همدې اصولو حلوفصل کړي. د یو بل د منزوي کولو هڅه دې نه کوي. خصوصاً هغه هېوادونه چې خپله په انزوا او اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دي.
که په دې خطه کې یو هیواد سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ شي طبعي خبره ده چې د سيمې نور هیوادونه به ترې خپله متضرره کیږي. که چیرې مونږ سیاسي او اقتصادي استقلالیت ولرو، نو ښه به دا وي چې په اوسنيو شرایطو کې خپل ټول ګاونډي هیوادون...
نور ولوله
ورور اسدالله هارون د حزب اسلامي یو متعهد او مبارز مجاهد دی
ورور اسدالله هارون چې د حزب اسلامي یو متعهد او مبارز مجاهد دی، پنځلس کاله وړاندې د امریکا او ناټو د إشغالګرو ځواکونو له خوا ونېول شو او له هر راز تثبيت شوي جرم پرته په غير قانوني او غير بشري ډول د ګوانتنامو د وحشي زندان د تورو تمبو شاته زنداني شو.
دا چې له همغه پيله پر نوموړي هېڅ راز جرم نه وو تثبيت شوی، پر همدې اساس له تېرو درې کلونو يې د خلاصون ټول قضايي او حقوقي مسائل حل او فصل شوي وو او پرېکړه شوې وه چې تېر نظام ته به سپارل کېږي، خو له بده مرغه د تېر نظام پرديپالو چارواکو او مسؤلینو عمداً ښاغلی اسدالله هارون له امريکايانو نه تسلیماوه.
خو لله الحمد د هغه د حقوقي او مدافع وکيل د پرلپسې هڅو او ټينګار په نتيجه تېره ورځ امريکايي چارواکو نوموړی ...
نور ولوله
مسلمانان په خپل دین کې پاتې او له ناکامۍ سره مخ شوي!
زمونږ د مسلمانانو لویه ستونزه او اشتباه دا ده چې د دین اصلي اساساتو ته ژمن نه يو، بلکې د قدرت او امتیازاتو لپاره له دین او سیاست نه په غلط شکل استفاده کوو او هر څه ته نمایشي بڼه ورکوو.
متاسفانه په سیاسي اجتماعي او ټولنيز کارونو کې ناکام یوو، همدا دليل دی چې ډیر په اسانۍ سره د پردیو غلطو سیاستونو ښکار شوي یوو. يوازينی علت ئې همدا دی چې موږ مسلمانان په مجموع کې هم له دین نه شاته پاتې یو، او هم په دین کې له سیاست نه غلط تعبیر اخلو او په عین حال کې په هر څه کې افراط کوو. حال دا چې زموږ په مقدس دين کې سیاسي جوړ جاړی او ملي ثبات ډیر په واضح شکل سره تعریف شوي دي. حتی که اشتباه ونه کړو سیاست او ثبات د دین یوه مهمه برخه بلل کیږي.
هر چا چې له دین سیاست او ملت نه د...
نور ولوله
د افغانستان په سرنوشت د شورای نظار او د جمعیت ناوړه سیاستونه
ليکنه تېر کال په همدې ورځ ليکل شوی چې ډيری برخه یی د اوسني حالتو ترجماني کوي
د تاریخ په اوږدو کې جمعیت او شورانظار له نړیوالو سره په هره برخه کې ډیر په اسانۍ سره سیاسي تعامل او جوړجاړی کوي، البته د خپلو شخصي ګټو او سیاسي موقفونو په خاطر له اسلامي او ملي ارزښتونو نه ورته تیریږي، همدا زار په داخل کې بیا داسې مغلق او دوه مخې سیاست کوي چې ممکن ډیرۍ افغانان د دوی په پلانونو توطئو او نمایشي حرکتونو باندې له سره خبر هم نه وي، حتی په خپلو کې یو داسې د بې باورۍ فضأ رامنځ ته کوي چې ګویا څنګه د خلکو فکر او ذهنیت مغشوش کړي، سره له دې ټولو تکتیکونو د نړۍ په کچه ښه فعاله مشاورین لري، دوی د نړیوالو له مالي سیاسي نظامي حمایت نه فوق العاده برخمن دي. په داسې حال کې چې دوی په هیواد کې اقلیت دي خو بیا هم په ...
نور ولوله
افغانستان په نړۍ کې خواخوږی دوست نه لري
افغانستان په نړۍ کې خواخوږی دوست نه لري، بلکې دایم حریفان او رقیبان ورته په کمین کې ناست دي او نه افغانان د دې توان لري چې په سیاسي لحاظ د دوست او دوښمن په مفهوم پوه شي او یا په سمه توګه تفکیک او تشخيص يې وکړي. متاسفانه موږ په داسې شریطو کې ښکیل یو چې نه مو نړیوال مني او نه له ګاونډیو هیوادو سره د یو متقابل احترام په درشل کې سیاسي او اقتصادي تعامل او تفاهم ته رسیدلي يو او نه په دې توانيدلي یو چې خپل کور کې دننه خپل ځانونه متحد او منظم کړو او ټول افغانان په یو ټغر راټول کړو، څو وکولای شو خپل داخلي او له ګاونډيو هیوادونو سره مشکلات په خپله حل کړو.
زموږ د ناکامۍ او بې ثباتې یوازېنی علت همدا دی چې په خپل کور کې جوړجاړی نه لرو، چې کله په خپل کور کې جوړ نه وې حریف او رقیب ته خو به خامخا ډیر بې...
نور ولوله
نړۍ کې د غریبو هیوادونو د سیاست او اقتصاد کيلي د ابرقدرتونو په لاس کې وي
متاسفانه په نړۍ کې د بې وسو او غریبو هیوادونو د سیاست او اقتصاد کيلي د ابرقدرتونو په لاس کې وي، هر څه ئې په یو شکل انحصار کړي دي څه چې وغواړي هماغه به کیږي.
خو له شکه پرته الله تعالی هر وخت ظالم نظامونه نسکور کړي دي.
که تاریخ ته لږ غوندې په دقت سره ځیر شوو په هره پيړۍ کې د نړۍ سیاستونه، حکومتونه، او اقتصاد په مرور د زمان سره بدل شوي دي او یا له زوال او تور برخلیک سره مخ شوي دي.
خو له بده مرغه په افغانستان کې تر اوسه پورې د نړیوالو جګړه متوقف شوې نه ده، سیاسي، استخباراتي، فکري، مطبوعاتي او اقتصادي جګړه تراوسه په کې دوام لري، په سیمه کې د نړیوالو خصومت او نظامي رقابتونو په اړه خلکو سره ډیر دلایل او تشویشونه موجود دي چې ...
نور ولوله
اسلامي امارت دی افغاني تاجرانو ته لنډمهاله شرايط او سهولتونه مشخص کړي
افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته د وزارت مالیه او د افغانستان ګمرکاتو په رابطه خپل نظر او یو کوچنی وړانديز لرم. هیله مند یم چې دا ځيني مسایل په جدي شکل توجه ورته وکړي او ژر تر ژره د حللاره ورته پیدا کړي، ګني بیا به هر څه له کنټروله وتلي وي.
په مجموع کې افغانان دا مني چې د افغانستان اسلامي امارت نه په داسې بدو شرایطو او په دې لنډ وخت کې د هر څه طمع او توقع کول به یو څه بې انصافي واوسي. افغانان په دې باوري دي چې خپل وخت او زمان سره به د هیواد ټولې چارې او د ولسونو د ژوند لپاره سهولتونه او د کار او تعلیم فرصتونه به برابر کړي. ان شاءالله
د افغانستان اسلامي امارت په حکومت کې د تیر شوي نظام اکثره مامورین په وزارت ماليه او په ګمرکاتو کې اوس هم فعالې دندې لري....
نور ولوله
د اشغال تر شکست وروسته افغانان هر وخت له درېو لویو اړخونو او ننګونو سره مخ شوي
په افغانستان کې چې کله اشغال له شکست سره مخ شوی، نو افغانان هر وخت له درېو لویو اړخونو او ننګونو سره مخ شوي.
لومړې؛ د بهرنیانو سیاسي، اقتصادي او استخباراتي توطيئو سره لاس او ګریوان شوي.
دوهم: د سیمو ګاونډي هیوادونو د پټو دسيسو ښکار شوي.
دریم: افغانانو سمدلاسه کورنی سیاست او ولسي مشروعیت له لاسه ورکړی. له بده مرغه د ناکامۍ اصلي لامل خپل مينځي اختلافات دي.
زه وایم چې ښه به دا وي چې افغانان په دغه خپل داخلي اړخ باندې چې ټول فوکس او تمرکز وکړي، نو د بريا سعادت به ئې ډیر زر په برخه شي. او په ضمن کې د خپلو خلکو له ځواک او ظرفیت څخه به ښه ګټه پورته کړي، او د خپل ځان ولس د جوړولو لپاره به د اف...
نور ولوله
د غني او کرزي په حکومتونو کې تمرکز او فوکس په جګړو او دښمنې باندې و
په دې خو موږ ټول ښه پوهیږو چې د غني او کرزي په حکومتونو کې د هیواد په بهبودۍ او جوړولو کې خورا زیات طلائي فرصتونه ضایع شول، او ډیر څه مو له لاسه ورکړل. له بده مرغه د دوی په ماموریت کې یوازې تمرکز او فوکس په جګړو او دښمنۍ باندې و، په داسې حال چې جګړه او دښمني په خپله له ځان سره ډېر نفرتونه زيږوي چې په نتیجه کې ځيني ګاونډي هیوادونو ډیر په اسانۍ سره زموږ له ملي مسایلو او ارزښتونو د ځان په ګټه استفاده وکړه. په لوی لاس مو د ټولو مسایلو چانس په خپله ورکړو، حتی د دوی په حکومتونو کې د همدغو ګاونډېو او نړیوالو په امر او فرمایش په وزراتونو او ګمرکاتو کې ډیر په لوړه کچه مامورین ګمارل کیدل؛ تر ډیر وخت پورې به ئې کار کاوه او ډیر لوړ معاشات به ئې ورکول. او دغه ټول د ګاونډي هیوادونو خلک و چې په افغانستان کې يې ماموریت کاوه، له بده مرغه...
نور ولوله
جبهه مقاومت نه نړيوالو ته کوم ارزښت لري او نه افغان ملت ته
افغانان په مجموع کې باید یو واقعیت ومني، هغه دا چې په تیر شوي نظام او حکومت کې غله، مفسد، مجرمین او د قاتلانو ډلې ټپلې نه نړیوالو ته کوم ارزښت لري او نه د افغانستان ملت ته د منلو وړ دي؛ او نه د دې طمع باید ولري چې په راتلونکي افغان شموله حکومت کې ورته څوک سهم او امتیاز ورکړي، د بیا ځل لپاره دوی ته په حکومت کې سهم ورکول به هسې یو خوب، خیال، او جنون وي.
په افغانستان کې د بدبختیو او جنګونو عاملین همدغه دوی دي او ټول ملت ته روښانه معلوم دي، حتی ولسونه هم له دوی ښه خاطره نه لري بلکې محاکمه ئې غواړي.
د افغانستان اسلامي امارت باید له تیر شوي تاریخ نه باید لږ عبرت واخلي، په 1995 م کال کې د بهرنیانو استخباراتو په وساطت د جبهه مقاومت او د شورای نظار قوماندان احمد ش...
نور ولوله
