د دوبی نړیواله تجارتي مرکز
“World Trade Center in Dubai ”
د نړۍ یو تجارتي Exhibition ته دعوت شوي و چې د نړۍ لویو لویو شرکتونو کارخانو ريئسانو او تجارانو په کې اشتراک کړی و. د کرونا وباء نه وروسته دا لومړۍ نړیواله تجارتي میله ترتیب شوې وه.
دا به ومنو چې په اوسني عصر کې سیاست پرته له قوي اقتصاد نه نا ممکنه دی چې پرمختګ او یا حرکت وکړي. خو له بده مرغه د نړۍ لوی اقتصادي شرکتونه او سیاستوال د غلطو سیاسي پاليسیو په واسطه له خپل اقتصادي قوت نه سوءاستفاده کوي چې دا په خپله د نړۍ اقتصاد لپاره یو لوی ګواښ او خطر دی. دوی هڅه کوي چې هر څه انحصار او په خپل کنټرول کې کړي، څو خپل اقتصاد او شرکتونه نور هم غني او قوي کړي او عام وګړي په فقر او غربت کې مجبور او بې وسه وساتي دیته “capitalism” وايي.
زما په اند نړیوال باید خپل غیر سالم سیاستونه له اقتصاد نه جلا وساتي. سیاست په خپل ځای کې او د خلکو او د هیوادونو له اقتصاد، وارداتو او صادراتو په مسایلو او پاليسېو کې دې کار نه لري، دا ځکه چې د هیوادونو او د خلکو د ژوند څرخ په اقتصاد باندې حرکت کوي.
نو ښه به دا وي چې دا بعضې سیاستونه دې لږ له اقتصادي چارو نه جدا وساتل شي. څو د هیوادونو ټول وګړي په ښه شکل د نور وګړو په څیر د عزت او پرمختللي ژوند ته لاس رسې ولري.
په دې تجارتي Exhibition کې مو د نړۍ اکثرو شرکتونو ریئسانو او تاجرانو سره د افغانستان په نماینده ګۍ د اوسنيو سیاسي او اقتصادي ستونزو او تحولاتو په رابطه خبرې وکړې، دوی د افغانستان په اړه تشویشونه درلودل، خو لله الحمد د خپل توان تر حده او د افغانستان د حالاتو نه د خپل اشنائۍ پر اساس دوی ټولو ته مو په ښه شکل اطمئنان او ډاډ ورکړ چې د افغانستان ګمرکاتو او په بندرونو کې په صادراتو او وارداتو باندې هیڅ کوم محدویتونه نه شته، تاسو کولای شئ چې له افغان تاجرانو سره د پخوا په څیر تجارتي اړیکو او معاملو ته ادامه ورکړئ، څو د هیواد اقتصادي سیستمونه بیرته فعاله شي.
د هغه وخت په هیله چې یوه ورځ د دې شاهد واوسو چې افغانستان د نورو نړیوالو هیوادونو په څیر د نړۍ د پرمختللي اقتصادي مرکز واوسي.
