د پرديو سیاستونو له وجې افغانستان مو تراوسه پورې له بدبختیو سره لاس او ګریوان دی
له شکه پرته نړیوال او ګاونډي هیوادونه د افغانستان په سياسي اقتصادي او امنیتي مسایلو کې خورا ډیره لاس وهنه کوي. البته د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو په خاطر له هر چا سره په رسمي او غیر رسمي شکل د افغانستان په سرنوشت د قراردادونو خبره او خپلو کې جوړجاړی کوي. متاسفانه په دې اوسني عصر کې سیاسي تعامل او معامله جوړجاړی د سیاست یوه برخه کرځيدلې. په تیره هغه هیوادونه چې د بهرنیانو له سیاسي او اقتصادي انحصار لاندې خپل ګوزران کوي، څو خپل هیوادونه او ملت له بحران او بدبختیو وژغوري.
که هدف دلته قدرت او اقتدار وي نو لږ باید له ماضي د حکومتونو څخه عبرت واخستل شي، هغوی هیواد له تور برخلیک سره مخ کړ، او هم ئې ملت له اقتصادي بحران او انزوا کې پريښود، څنګه چې راغلي و هماغسې واپس لاړل.
له بده مرغه د پرديو سیاستونو له وجې افغانستان مو تراوسه پورې له بدبختیو سره لاس او ګریوان دی.
که هدف اقتدار نه وي، د هیواد جوړول او د ملت یووالې مو لوی ارمان او هدف وي، نو دغه هیواد خو په ملت باندې جوړیږي. لکه څنګه چې همدغه ملت په ازادۍ او د خپلواکۍ په هره برخه کې قربانۍ ورکوي؛ د دوی د قربانیو برکت دی چې نن افغانان پرته له بهرنیانو یو حکومت لري. نو بناءً ملت مو د وطن په جوړولو کې خورا لویه ونډه لري او هم ورته لوی مسئولیت راجع کیږي. حکومت باید له دوی نه په سمه توګه استفاده وکړي؛ ځکه چې دهیواد حکومتداري د ملت په مرسته رامینځ ته کیږي. فعاله او مؤفق نظامونه هغه دي چې د خپل ملت او حکومت مسئولیتونه او صلاحیتونه مشخص کړي او په ضمن کې ورته درناوی ولري.
افغانان چې په کوم شکل له بهرنیانو نه د مشروع مرستو غوښتنې او یا د همکارۍ طمع لري، فکر نه کوم چې په داسې غیر منظم او مسلکي ډول ئې څوک اوازونه واوري، سیاست او حکومداري په دې نه کیږي چې مونږ دا غواړو او هغه غواړو، هره غوښتنه ځان ته خپل سیاسي تګلاره او پلټ فارم لري. نن سبا هر څه په تخنيکي او سیستماتیکي شکل راکړه ورکړه کیږي.
افغانان باید یو تریخ حقیقت ومني، ناجوړه ملتونه ډیر په اسانۍ سره د پردیو سیاستونو ښکار شوي. نو ښه به دا وي چې چا ته د دې موقع ورنه کړو چې مونږ د پردیو سیاسي موخو تعقیب ته مجبور کړي.
افغانان لومړې باید خپل مینځي اختلافات او ستونزې حل کړي، څو وکولای شي په ګډه د هیواد خپلواک سیاست حفظ کړي او د یو ښه نظام او حکومدارۍ سیستم رامینځ ته کړي، په داسې حال چې ملت ته د منلو وړ وي. ترڅو چې افغانان خپل ځانونه په خپله جوړ نه کړي او په خپلو کې متحد نه شي، فکر نه کوم چې د نړیوالو رسمیت پیژندنه او د دوی بشري مرستې هیواد او ملت ته کومه ګټه وکړي! دا په دې معنا چې نړیول په خپل مینځ کې د افغانستان په موضوع کشمکش لري، هر کله چې دوی په خپلو کې تفاهم او موافقې ته ورسیدل په هماغه ورځ به د خپلو سیاسي ديپلوماسیو لپاره سفارتونه پرانيزي.
