No-IMG

کرزی صاحب ته دا حکومت غیر ملي او د مقاومت ډلې هر څه ملي ښکاريدل

د اوسني حکومت ملي مشروعیت او یا عدم ملي مشروعیت یوه جدا موضوع ده. په دې رابطه حداقل هغه څوک د خبرو او نظر ورکولو حق باید ولري چې لږ تر لږه خو دغه جنګځپلي هیواد او ملت ته ژمن او صادق پاتي شوي اوسي. نه هغه څوک چې د هیواد او ملت په پلورلو کې لاس لري او د افغانانو په وینو ئې لاسونه ککړ وي.

په هر حال

ښاغلي کرزی وائي چې نړیوال د افغانستان اوسني حکومت په رسمیت نه پیژني دا ځکه چې ملي مشروعیت نه لري.

په داسې حال کې چې دوی په تیرو شلو کلونو کې د بهرنیانو او د یوې خاصې پرديپالې او تش په نوم مقاومتي ډلې په واسطه او د ملي مشروعیت پرته په ملت باندې تپل شوي وو. خو له بده مرغه همدغه کرزی او معلم غني دواړو د مقاومت ډلو ته په رسمي ډول مشروعیت ورکړو او په حکومت کې ۸۰٪ امتیاز د دوی په واک کې و. د ملت غوڅ اکثریت ئې په جنګ کې مصروف کړی و؛ د دوی په اقتدار کې اکثریت له هر څه محروم و، یوازې وژل او بنديخانو کې اچول کیدل او بس. عجیبه خو دا ده چې اوس دوی ته په دې حکومت کې هر څه غیر ملي او عدم مشروعیت ښکاري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک