No-IMG

په نړیوال سازمان کې د افغانستان په اړه څوک غږ نشي اوچتولای

ملګري ملتونه یو نړیوال بین الحکومتي سازمان دی چې په 1945 کې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د 51 هیوادونو لخوا تاسیس شوی. د دې نړیوال سازمان په مسؤلیتونو کې عمده یې د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د بې وزلو خلکو د ژوند د ښه کول، د لوږې، ناروغۍ او بې سوادۍ له منځه وړل او د یو بل د حقونو او آزادیو د درناوي هڅولو لپاره له هیوادونو سره په ګډه کار کولو کې مرسته کول، ټولنیز پرمختګ، د ښه ژوند معیارونو او بشري حقونو ته وده ورکول دي. او د هیوادونو د ښو کړنو د همغږۍ یو فعاله مرکز بلل کیږي.  دا د نړۍ ترټولو لوی او خورا پیژندل شوی نړیوال سازمان دی چې په سمه توګه د هیوادونو څارنه وکړي او په ضمن کې بشري او اقتصادي ناورینونو مخه ونیسي. دغه نړیوال سازمان ته تر نورو ټولو هیوادونو څخه زیاته مرسته امریکا ورکوي، امریکا د نړیوال نفوذ په درجه بندۍ کې په لومړی لیست کې راځي همد اراز امریکا د ملګرو ملتونو د منشور غړی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو څخه یو دی.

د ډیرو خلکو نظریات او د دوی اټکل داسې دی چې ملګري ملتونه د یو خاصو قوتونو په انحصار کې دی، پرته د دوی له امر نه د خپل سرې فېصلو واک نه لري، څه چې ورته وویل شي هماغه به کیږي.

اکثره خلک داسې فکر او ګمان کوي چې ګواکې دغه نړیوال سازمان یوازې د يو څو هیوادونو په ګټه کار کوي، او د نورو جنګځپلو بې وسو  هیوادونو پر ضد داسې بې انصافه توطئې او بې ځایه  دريځونه او فېصلې کوي چې د هیوادونو ډیر وګړي د دوی په پروژو خبر نه دي چې څه روان دي. متاسفانه افغانان له هرې خوا نه په یو نوم او په بل نوم ځپل او وهل کیږي، چې دا په خپله د حقوق بشر او د ملګړي ملتونو د قانون خلاف عمل دی.

نن افغانستان په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات مستحق هیواد دی چې د نړيوالو بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال چې همدغه نړیوالو افغانانو ته دا ویروونکی، وحشتناک او بد بحراني وضعیت په مراث کې پريښود؛ د دې ټولو بدبختیو مسؤولیت همدغو نړیوالو ته راجع کیږي، که افغانان لږ له حکمت او سیاسي بصیرت نه کار واخلي همدغه نړیوال مجبور او مکلف دي چې د افغانستان اوسني بحران ته د حللاره پیدا کړي. که دا کار ونه کړي، شاید د افغانستان اوسني وضعیت نه نړیوال او د دوی متعهدین به له سخت سیاسي او اقتصادي ګواښونو سره مخ شي.

له بده مرغه  په دې نړیوال سازمان کې دومره څوک نه شي کولاې چې د افغانستان په بشري سیاسي او اقتصادي ناورین په اړه غږ اوچت کړي. خو له دینه مالومیږي چې ملګري ملتونونه د یو خاص قوت په اختیار کې دی چې دا په اقتصادي جګړه کې د نسلونو عام وژنه ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک