نړیوال او ګاونډي هیوادونو یو ځل بیا په اقلیتونو پانګونه پیل کړې
له بده مرغه په افغانستان کې نړیوال او ګاونډي هیوادونو ټول په یو قوت د اقلیتونو په ځنګ کې ولاړ و. په داسې حال چې دوی ټولو په ګډه د هیواد د اکثریتو افغانانو پر ضد جګړه جاري ساتلې وه چې دا یوه لويه تیروتنه وه چې اقلیت ئې په اکثریت د جګړې له لارې حاکم او مسلط کړي و. متاسفانه چې دا د پخوانیو اشغالګرانو یو زوړ فارمول و چې د جګړې له لارې اقلیت به ئې په اکثریتو منل، البته د لاسپوڅو حکومتونو په درشل کې ملت به په مؤقتي شکل ګيروګان ساتل کیدو. اما په دې اوسني عصر کې سره د ټولو امکاناتو، مصارفو، تکتیکونو او فارمولونو بیا هم نړیوال په افغانستان کې کومې نتیجې ته ونه رسیدل له پردیپالو کرایي شویو اشخاصو سره یو ځای په تيښته بريالي شول.
په دې هیواد کې نه دې څوک لابي او پانګونه کوي چې ګواکې په افغانستان کې به د پردېو قوتونو په زور وطن پلورونکي به یو ځل بیا په اقتدار کې وي او نه د افغانانو ته د اقلیتونو په اړه سفارش کوي افغانستان د ټول افغانان مشترک لوی کور دی، په دې کور کې ټول افغانان د ژوند کولو حق لري.
د شل کلنې جګړې او د نړیوالو د شکست یوازنی لامل همدا و چې د اکثریتو پر ضد ئې اقلیت راوچت کړل څو په یو شکل ترې استفاده وکړي خبر نه و چې په دې فارمول کې خپل سیاسي، نظامي او اقتصادي ارزښت له لاسه ورکوي.
که نړیوال وغواړي چې خپل سیاسي او نظامي بحران په سمه توګه مدریت کړي له جګړې پرته کولای شي چې خپل سياسي مشروعیت بېرته لاسه ته راوړي او په ضمن کې خپلو ولسونو ته د سولې او ډیموکراسۍ په رابطه چې کوم شعارونه ورکول شاید په رښتیا ئې بدل کړي. نو د دې لپاره ښه به دا وي چې د افغانانو اوسنی حکومت دې نور په رسمیت وپيژني، د جګړو لاره ئې څو ځلې وازموېله اوس ټولو نړیوالو ته په کار ده چې په ګډه باندې سوله ایزه لاره انتخاب کړي. که احیاناً داسې ونه شي ممکن د نړۍ دغه فوق العاده ټیکنالوژي، جنګ ساېبري، بيالوژیکي، استخبارتي، او اقتصادي جګړو کې به د نړۍ لوی قوتونه ښکیل شي.
