No-IMG

نړیوال په خپل مینځ کې د افغانستان په معضله باندې اختلافات لري

په دوه مختلفو متضادو فکرونو او اهدافو باندې د پانګونې رقابت کوي.

له یوې خوا فکر کوي چې ګواکې افغانستان د زبرځواکونو لپاره یوه مهم اقتصادي، سياسي، او نظامي ستراتیژیک موقعیت دی او غواړي چې دلته خپل شتون او حاکمیت لپاره مشروعیت پیداکړي.

حال دا چې په شلو کالو کی پرته له جګړو نه  بل داسې څه په ميراث نه لري.؛

له بلې خوا وایي د افغانستان له موقعیت نه زمونږ د هیوادونو مشترک منافع له ګواښ او خطر سره مخ دي، نو مونږ به په افغانستان کې تر هغه تحریمونه تهدیدات او مداخله کوو، ترڅو چې زمونږ شرایط او غوښتنې منل شوي نه وي او مونږ ته متوجه خطرات له منځه تللي نه وي!

دې خبرو ته په کتو باید افغانان په ډېر څه پوه شي، افغانانو ته په کار دی چې له خپل موقعیت په ارزښت او د نړیوالو بدو ارادو  ته متوجې واوسي او د خپل هیواد په ګټه معقول سیاست وکړي، د جنګځپلي هېواد له ستراژیک موقعیت نه سمه استفاده وکړي، دا به یو ښه فرصت وي چې په داسې حساسو شريطو کې نړیوال په خپل مینځ کې په اختلافاتو بوخت دي او افغانان کولای شي چې يو ښه سیاست ولوبوي. دا ځکه چې نړیوال زمونږ موقعیت ته خورا زیاته اړتیا لري؛

له نړیوالو قوتونو سره د سیاسي لوبې په تناسب افغانان باید له ځانګړو مهارتونو او تکتیکونو داسې کار واخلي چې نړیوالو ته دا جوته شي چې ددې ستراتيژیک موقعیت یوازې افغانانو پوری ارتباط لري. د دې هیواد اصلي وارثين افغانان دي سیاسي مذاکرات په مستقیم ډول له افغانانو سره باید وشي. څو د ټولو په خوښه یو معقوله د حللاره پیدا کړي. هیڅوک د نظامي تهدیداتو او اقتصادي تحریمونو له لارې خپل هدف ته نه دي رسيدلي او برعکس خپل ځان ته يې خورا زیاتې ستونزې او ننګونې ايجاد کړي. نړیوال باید له افغانانو سره یو ځل بیا د تفاهم او جوړجاړي محور باندې سیاسي مذاکرات پیل کړي. څو په افغانستان کې د نړیوالو خپل مینځي شخړې متوقفې شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک