له جګړې پرته نړیوال په افغانستان کې باید سیاسي اقتصادي او انکشافي مسایلو باندې غور وکړي
په افغانستان کې د نړیوالو دښمني او غیر سالم رقابتونه باید په دوستۍ بدل شي. د جګړې او د دښمنۍ ښه بدیل دوستي او اقتصادي پرمختګ دی، فکر نه کوم چې له دې بله ښه لاره پیدا کړي.
حتی د وخت تقاضا همدا ايجابوي چې له جګړې پرته نړیوال په افغانستان کې باید سیاسي اقتصادي او انکشافي مسایلو باندې غور وکړي.
افغانان هم د نړۍ یوه مهمه برخه دي د نورو په څیر د دې مستحق دي چې پرته له جکړو نه د خپلې خوښې خپلواکه او ازاد ژوند ولري څو له نړیوالو سره په سیاسي او اقتصادي اجتماعي بشري او انساني برخو کې سالمه سیالي او پانګونه وکړي. افغانان نه جنګ غوښتونکي دي او نه چا ته د دې حق ورکوي چې افغانستان د نړیوالو رقابتونو او د جنګ میدان واوسي.
نړیوالو ته د افغانانو توصیه دا ده چې بې موجبه سیاسي او اقتصادي فشارونه او بندیزونه نه یوازې د افغانانو په تاوان دي بلکې نړېوالو ته هم یو لوی سیاسي بدنامي او اقتصادي ګواښ په مراث پاتي کیږي. ښه به دا وي چې په افغانستان کې د ا ا ا حکومت په رسمیت وپیژني د حکومدارۍ او د نظام جوړولو فرصت دې ورکړي څو له نړیوالو سره په اساس د قواعدو قوانینو او اصولو په رڼا کې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړی کړي، شاید په ډیر کم وخت له نړیوالو سره خپل باور او د اطمئنان فضا را مینځ ته کړي.
افغانانو ته الله تعالی یو بل طلائي فرصت او مسؤلیت په لاس ورکړی که په سمه توګه ترې استفاده ونه شي شاید دا ځل ملت مو له یو بل امتحان او بحران سره مخ شي. افغانان په اوسنيو شرایطو کې دوه اساسي لارې لري.
لومړی:
مونږ ټول په دې ښه پوهیږو چې نړۍ د یو کلي حثیت لري په دې کلي کې هر ډول مخلوق ژوند کوي، افغانان هم د دې کلي اوسیدونکي دي. له بده مرغه په کلي کې څوک ورته ښه راغلاست نه وائي له هری خوا نه د تهدید او بریدونو لاندې دي. خو دا په دې معنا نه ده چې افغانان به کلی پریږدي یا به له ټول کلي سره بایکاټ کوي او په لوی لاس د انزوا لاره انتخاب کړي. زما په نظر دا به ښه انتخاب نه و، د نړیوالو اساسي هدف همدا دی چې افغانان د انزوا لاره انتخاب کړي څو مجبور شي چې د خپلواکۍ او د خپلې خوښې ازاد حکومت نه محروم پاتې شي او له یو بلې جګړې سره لاس او ګریوان شي.
دوهم:
که افغانان په خپلو کې متحد شي د ټولو افغانانو په خوښه باثباته مستحکم حکومت او اسلامي نظام جوړ کړي، او په ضمن کې حکومت د دې تواناېي ولري چې خارجي او داخلي پالېسۍ سیستمونه جوړ او منظم کړي. په اساس د قوانینو او اصولو له نړیوالو او ګاونډي هیوادونو سره سیاسي او اقتصادي جوړجاړی وکړي. په داسې حال کې چې نړیوالو ته خپل شرایط او غوښتنې واضح کړي، افغانان د ورته ووايي چې پرون مو دښمن وئ او نن درسره دوستي کوو حال دا چې د دوستي او دښمني شرایط او لاملونه ښکاره معلوم دي؛ ملت مو نور د پردیو تپل شو جګړو نه کرکه لري سوله ایز ژوند د هر افغان غوښتنه او ارمان دی.
اوسمهال د دې وخت دی چې افغانان فکر وکړي چې څنګه کولای شي خپل برخلیک په نړۍ باندې وپیژني، هغه لاره انتخاب کړي چې د ملت او د هیواد اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی وشي او د نړېوالو مشروع غوښتنې د اسلام په چوکاټ کې عملي شي
