فنټينال ټابلېټ له انسان وژونکو نشه يي توکو څخه دی
فنټينال ټابلېټ “ Fentanyl Pills” یو له هغه انسان وژونکو نشه يي توکو څخه دی چې هيروينو او تریاکو نه ډیر قوي او انسان وژونکي مواد دي، یو ځل که انسان دغه زهري او نشه یي مواد استعمال کړل، سمدلاسه ورته معتاد کیږي دوهم ځل لپاره به ئې ضرور کاروي، که غواړئ او یا ئې نه غواړئ خو د بدن او د مغزو غوښتنه همدا ده چې دغه فنټينال به حتماً استعمالوئ. دا ټابلیټ په همدغه شکل جوړې شوې دي چې انسان ورته معتاد شي.
له بده مرغه ډیر په مهارت او تخنيکي شکل ځوانان ورته تشویق کیږي ډیر خلک ئې له مرګ سره مخ کړي. حتا داسې ویل کیږي چې د فنټينال په پرتله د هیروينو او تریاکو د استعمال کچه بيخي کمه شوی دی، د نړۍ ډیر خلک په همدغه فنټينال په ګولیو عادت او روږدي شوي دي.
په امریکا کې په زرګونه خلک د فنټينال ټابلېټونو څخه وژل کیږي، دوی وایي چې د کرونا په وخت کې ډیر ځوانان د فنټينال د ګولبو له استعمال څخه وژل شوي دي.
هدف مې دا دی چې زموږ په هیواد کې د هر څه احتمال شته او ډیر په اسانۍ سره هر څه انتقالیږي.
نو هیله مو دا د چې په ټولنه کې خپل ځوانانو وروڼو، دوستانو او ملګري د خپل نظير لاندی ساتئ او په دقت سره ورته متوجه اوسئ
څو وکولاې شو دغه او دېته ورته نور زهري نیشې توکو نه خپل ځوانان وروڼه او دوستان وژغورو .!
الله تعالې دې ټولو حافظ و ناصر شي.!
