No-IMG

نمايشي او تجارتي لوبې

په نړۍ کې مشهورې سپورتي لوبې لکه فوټبال، کریکټ، امریکائې فوټبال همداسې نورې لوبې دي چې خلک ډیره علاقه او شوق ورسره لري، حتی ډېر مینه وال یې په زرګونه ډالر مصرف وي څو د خپلې خوښې ټیم یې ګټونکی شي.

په هره لوبه کې ګټل او بېلل وي، مګر له بده مرغه په اکثرو نړیوالو مشهورو لوبو کې بعضې وخت سیاست هم شامل وي او زياتره وخت دا سیاست د یو لوی تجارت په خاطر وي.

 په هر ګیم باندې په ميلیونو ډالر بېډینګ کیږي، داسې فضا رامینځ ته کوي چې په لوبه باندې خلک قمار او داو ووهي. په لوبه باندې چې کله د خلکو داو او یا د قمار اخیري او لوړ حد ته ورسیږي، نو د دواړه حريفانو مشران  په خپلو کې جوړجاړی کوي یو ټیم پیسې اخلي او دا بل ټیم ګټونکی اعلان شي.

زما په اند په عربي اماراتو کې روانې د کرېکټ نړیوال جام اکثره لوبې راته تصادفي نه ښکاري یا خو سیاسي لوبې دي او یا د تجارانو د قمار ښکار شوې لوبې!

البته دا زما شخصي نظر دی شاید داسې نه وي خو په اکثرو نړیوالو ګیمونو کې همداسې په لویه کچه د قیمار په شکل بېډینګ کیږي او په اخیر کې یو بريالی شي او دا بل ډالر$ اخلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک