د اسامه جوهري لیکنی

انډريو ټيټ هم مسلمان شو !

 نومړی کيک باکسر او په رسنيو کې مشهوره څيره وه ، کله نا کله به يې د اسلام اړوند هم مثبتې څرګندونې کولې ، له خبرو يې معلومېده چې د اسلام اړوند يو څه مطالعه کوي . پرون يي رسماً د مسلمان کېدلو اعلان وکړ. نوموړی د عکسونو څخه ښکارېده چې ډېر د اسائشونو او ليګژري ژوند لري خو د دې باوجود بيا هم نومړي اسلام ته پناه راوړه . زموږ وطني ملحدينو يو کال د کليسا نه چنده غوښتې وه تر څو پرې خپله مبارزه وکړي . ...
نور ولوله

دين، الحاد او انساني شعور

په انساني نسل چې څومره وخت اوړي شعور يې زياتېږي، د ملحدينو په آند اولني انسانان ملحدين ول بيا يې وروسته مذاهب د خپل وهم يا مفاد لپاره رامنځته کړل . مارکس د مذاهبو رامنځته کېدل اقتصاد فرائډ يې خواهشات او اګسټ کومټی يې اوهامو پوري تړي . يعنی د انسانانو له لورې مذاهب رامنځته کېدل يقينی ده او کنه دا بيل بحث دی، خو دا ضرور يقيني ده چې دا ادعا چې  ( مذاهب انسانانو رامنځته کړي ) د غربي مفکرينو له لورې يو تاريخي عقلي قياس دی يقيني خبر نه ده، همدا لامل دی چې د مذاهبو رامنځته کېدلو اړوند لسګونو نظريات شته دي . اساسي خبر دا ده چې ملحدين وايې چې څومره انساني شعور پرمختګ کوي هغومره انسان له اوهامو او خيالي خبرو څخه راوزي او حقيقت ط...
نور ولوله

د راروان وخت ډار څرنګه له ذهنه وباسو؟

آيا تاسې پوهېږئ د شتمنو خلکو لوئ غم څه وي ؟ د مستقبل ډار !!!!! اسې نه چې تاواني نشم ، صفر نشم ...! د مستقبل ډار ختمولو لپاره تر ټولو اسانه طريقه دا ده چې ستا په ذهن کې څومره لوئ نقصان يا تاوان تصور کېدلی شي د هغې تاوان لپاره ځان په ذهن کې تيار کړئ . مثال : ستا په ذهن کې دا ډار وي چې په کانکور کې به مې نمرې څنکه وي ، يا به فلانکئ رشتې ته کامياب شم او کنه ، وس دا ډار تاسې ډېر ځوروي ، تاسې دسې په تصور کې دا راولئ چې که ناکام شوم څه به وشي ؟ د دې ناکامي لپاره له وسنه په ذهن کې تياری ونيسئ ، که په اسانه ټکو يي اوايم دا چې : د کوم تاوان په اړه چې ډار لرئ د هغه تاوان د پوره کولو لپاره يو فرضي پلان يا ( پلان بي ) په ذهن کې جوړ کړئ ، دا پلان بي به تاسې ته...
نور ولوله

هر کله چې يو خفګان يا غم د انسان عمق ته ورسېږي

هر کله چې يو خفګان يا غم د انسان عمق ته ورسېږي او تر ډيره وخته پورې پکې پاتې شي يعنې دسې کړنې ونشي چې دا انسان دا غم يا خفګان هير کړي  نو د ده انسان په مزاج او سوچ کې ژور بدلون راولي . په مزاج کې يې دا بدلون راشي چې خندا کمه کړي، خبرې کول او اورېدل دواړه کم کړي بلکه د ده په مزاج کې يو قسم خاموشي راشي او  د رنګ و روغن له غمه بيغمه شي، په دې حالت کې يو خاصيت دا وي چې انسان هوښيار کړي، هر څه ته ګوري او پوهېږي پرې خو د هر څه اړوند خبرې نه کوي . دا حالت په سوچ کې هم بدلون راولي، مشکل دا وي چې په دې حالت کې انسان د مستقبل پر ځائ د ماضي په خيالاتو کې ډوب وي او دا ماضي د انسان مغزو ته سټک نيولی وي مسلسل يې ټکوي. سوچ د انسان په اختيار کې وي او د دې استعم...
نور ولوله

د انجونو مکتبونه تر دې حده ځنډول د حيرانتيا خبر ده

د انجونو مکتبونه تر دې حده ځنډول د حيرانتيا خبر ده ، که چيرې ميکانيزم جوړولو کې مشکل وي بايد د عام ولس نه دې پکې مرسته وغواړي ، عوام هغه ټولو غوښتنو ته په خوشحالۍ غاړه کيدي چې کومې غوښتنې د اسلام وي . په عوامو کې هم ډير پوهه خلک شته ، سل نفرو دکتورانو ، دوه سوه نفرو کميټې جوړه شي په يو هفته کې مسله حل کوي د الله په فضل .....! د حکومت او عوامو بايد يوه ډېره ژوره عاطفي اړيکه وي ، دا د نسلونو راهيسې کړيدلی ولس دی ، دوئ ته لګ د عطف لاس ورکړه دوئ در غاړې وزي . د افغانانو سائکالوجي پيژندل پکار دي ، افغانان يا جنوني مينه کوي يا جنوني نفرت کوي، درمياني خلک پکې ډېر کم دي ،  په ډېره وړه خبره يي د دمغز ستنه پورته کېږي...
نور ولوله

هيڅوک مه پرېږدئ چې ستاسې اندروني غير مادي مجسمې مسخ کړي

د انسان په اندرون کې غير مادي مجسمې وي لکه د اخلاقو مجسمه ، د عزت نفس مجسمه، د‌غيرت مجسمه ، د عقل مجسمه ......! هيڅوک مه پرېږدئ چې ستاسې دا مجسمې مسخ کړي ، روزانه د‌ دې کتنه کوئ چې چا خو به پرې وار نه وي کړی ، بد دوستان روزانه په دې مجسمه وار کوي بالاخر دا مجسمه مسخه شي . که يو څوک مسلسل ستاسې بې احترامي کوي په اصل کې دغه مجسمه باندې وار کوي او مسخه کوي يي ، يو وخت دسې راځې چې تاسې دې بې احترامي سره عادي کېږئ او بيا تاسې د بې شخصيته انسان په نامه ياديږئ .   په اوايلو کې دا مجسمه د خټې په څېر نرمه وي لهذا اسانه وي چې يوه ښه انداز کې مجسم شي . ځينې خلک ترې ډېره ښه مجسم...
نور ولوله

له نظم او قوي سياسته پرته اوږد مهاله واکمني ناشونې ده

له نظم اوقوي سياسته پرته اوږد مهاله واکمني ناشونې ده،  د سکندر مقدوني سلطنت د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدینو نه 900 کاله مخکې تېر شوی او د چنګيزخان سلطنت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دور نه 600 کاله بعد راغلی . مقدوني او چنګيزخان دواړه ځيرک جنګيالي مشران ول، دوئ زياتره نړۍ فتحه کړه خو د دوئ د مرګ نه بعد د دوئ سلطنتونه هم مخ په ختمېدو روان شول، په معاصر وخت کې هيڅوک د دوئ په څير واکمني نه غواړي او نه هم کوم خاص ليکلي قوانين له دوئ پاتې‌ او نه د دوئ قوانين په عصري حکومتدارۍ کې مرسته کولی شي ،جوليس سيزر د ديکتاتور تر څنګه فلسفي هم وو ، اګر چې هغه د يوناني فلاسفوو نه متاثره وو خو هغه خپله فلسفه هم د درلوده ، د سيزر فلسفه هم د نورو په څير د هغه بادشاهت سره مړه شوه...
نور ولوله

د خپلې ځوانۍ د پيل راهيسي په خپلو اخلاقو کار کول پکار وي

سپک عادتونه ، سپک اخلاق ، بي غيرته خلصتونه ، مړې سترګې ، وګي سترګې، خير ګرې سترګې، مطلب پرسته طبيعت، وچه حوصله او خوشک ذهنيت  دا ټول هغه صفات دې چې د يو ځوان شخصيت کوږ او کمزوری جوړوي، دا صفات د خلکو په زړونو کې ستاسې وقار کموي حيثيت مو صفر کوي او کله نه کله انسان د جرم مرتکب کوي . شايد د دې په نقصان انسان لنډمهاله پوهه نشي خو اوږدمهاله ژوند لپاره ډېر مضر وي . د دې مقابل کې ښه صفات ستاسې شخصيت جوړولی شي ،شايد تاسې پرې يو کال نيم کې پوهه نشئ خو ستاسې په ژوند کې ضرور دسې وخت راځي چې تاسې ته فايده درکړي . لکه مثال : وسيع طبيعت ، خدمتګار طبيعت ، پاک ستره اوسېدل ، احترام کول ، د مشر او کشر سره د خبرې انداز پيژندل ، موړ طبيع...
نور ولوله

افغانان بايد فيسبوک کې خپلو دوستانو باندې مختلف اشيا وپلوري

يوه خبره د خيرخواهي په نيت کوم ، شايد بعضو ته خندا هم ورشي . ممکن د بعضو ورونو اقتصادي حالت سم نه وي ، هغوئ لپاره يوه اسانه لاره دا هم ده چې په فيسبوک کې خپلو  دوستانو باندې مختلف اشيا وپلوري ، دسې اشيا چې ستاسې په ذهن کې ناياب وي او زيات امکان يې وي چې خرڅېدلی شي ، لکه مثال : خولئ چپلکې څپلۍ څادر يخني راروانه ده کورتۍ ، جاکټونه ستاسې شاوخوا تازه ميوه وي عکسونه يې واخلئ ، فيسبوک کې يې ورکړئ  او د کارتنو په حساب يې خرڅلاوئ شئ . وچه ميوه زعفران شات غوا غوړي دې نه علاوه په سلګونو اشيا دي چې فقط لږ فکر غواړي او په نيټ خرڅېدلی شي ، بلکه د کوزې...
نور ولوله

کابل کې د ملحدينو دفترونه بند شوي

کابل کې د ملحدينو يو دوه دفترونه ول وس هغه بند شوي ، يو دفتر وس هم شته خو په بل نوم کار کوي. يوه ورځ په کابل کې يو دوست سره ناست وم ، راته وويل يې چې : فلانکي ( نوم يي نه اخلم خو تاسې يې پيژنئ ) ويل چې وس ډېر ښه شو ، خلک په ښکاره الحاد ته اوړي ، دين پسې خبرې کېدل عادي خبره ده . مبارزينو دوستانو به چې بهر ته سفرونه کول يا به راتلل نو يو بل سره به اړيکه کې شول ، موږ به ويل شايد دا زموږ اخري اړيکه شي . د الحاد او بې ديني خصوصي مجالس به کېدل ، په هغه مجالسو کې به د رباب او شرابو ترتيب هم شوی وو او دين پسې به ټوکې کېدلې . په تيرو نيږدې وختونو کې ملګرو د ملحدينو يو ګروپ ته لاس رسی پیدا کړ ، په هغه...
نور ولوله

کابل او هرات کې د ښځو مظاهرې د چا لخوا کيږي؟

پرون په هرات کې ځينو ښځو مظاهرې کړي ، د ملالئ جويا يوه ويډيو مې کتله چې په ټيکسي په چادري کې ناسته يې او بدې ردې وايې ، ځيني لګيا دې ملايانو ته په ښکاره کنځاوي کوي او ويډيو هم کوي . نورې خبريالانې او ښځې رسنيو کې لګيا دي د ازادۍ خبرې کوي  ....! پړنګ په ژړا شي ، پوزه هم کش کوي ، رسنيو والا هم ورسره لګ دسې ځونډی غوندي شي ، هغه ويډيو بيا نور خلک له هغه ځایه راکټ کړي او د مرثيو ميوزيک هم ورسره‌ ولګوي ، دوئ فکر کوي چې دا خلک زموږ په رزالت نه پوهيږي او په دې تنکيو اوښکو به يې دوکه کړو . دا ځل خو ملاصاحبانو د کار او تحصيل اجازه هم ورکړې خو بيا هم د دوئ په وايرس د انسان ذهن نه خلاصیږي چې اخر د دوئ مشکل څه دی ؟ دوئ څنګه ...
نور ولوله

اکثره ځوانان په ۲۵ کلنۍ کې مړه کيږې

سيلواډور ډالي وايې :  اکثره ځوانان په ۲۵ کلنۍ کې مړه کيږې . زما تبصره : يعنې هغوئ د خپلې ځوانۍ په اوايلو کې اهداف او اميدونه ځان سره ذهن کې وساتي ، بيا رفته رفته سستي په وجود کې راشي ، خو کله چې د ځوانئ منځ يعنې ۲۵ کلنۍ ته رسېږي نو هر څه يې له خاورو سره خاورې شوې يې ، بيا د اهدافو ترلاسه کولو لپاره کوښښ نه کوي او نه هم کوم اهداف ټاکي ، بيا ځان سره فکر کوي چې ګويا وخت تېر شو او همدا فکر انسان ته نا اميدي ورکوي ، هدف وټاکه ، يو لوړ مقام ته د رسېدلو عهد وکړه ، واړه واړه قدمونه واخله ، پوړۍ ته زړه مه خفه کوه ، زينه يا پوړۍ خپله پيدا کېږي ،  يو وخت ضرور دا حالات تاسره موافق کېږي ، وجه دا ده چې ته په سختو حالاتو کې سفر کونکی يې ، په سختو حالاتو کې سفر کول...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک