No-IMG

افغانان بايد فيسبوک کې خپلو دوستانو باندې مختلف اشيا وپلوري

يوه خبره د خيرخواهي په نيت کوم ، شايد بعضو ته خندا هم ورشي .

ممکن د بعضو ورونو اقتصادي حالت سم نه وي ، هغوئ لپاره يوه اسانه لاره دا هم ده چې په فيسبوک کې خپلو  دوستانو باندې مختلف اشيا وپلوري ، دسې اشيا چې ستاسې په ذهن کې ناياب وي او زيات امکان يې وي چې خرڅېدلی شي ، لکه مثال :

خولئ

چپلکې

څپلۍ

څادر

يخني راروانه ده کورتۍ ، جاکټونه

ستاسې شاوخوا تازه ميوه وي عکسونه يې واخلئ ، فيسبوک کې يې ورکړئ  او د کارتنو په حساب يې خرڅلاوئ شئ .

وچه ميوه

زعفران

شات

غوا غوړي

دې نه علاوه په سلګونو اشيا دي چې فقط لږ فکر غواړي او په نيټ خرڅېدلی شي ،

بلکه د کوزې پښتونخوا خلک ځان سره ملګري کړۍ هغوي باندې يې خرڅولی شئ ،

مناسب قيمتونه ورته وټاکل شي او د لارې مصارف ترې ويستل شي ‌.

په دې کې شرم نه دی پکار بلکه د يو بل پکار راتلل پکار دي‌.

شايد ستاسې فکر وي چې دا به څوک واخلي او کنه ؟

هو بلکل اخلي يې ، لګ استقامت غواړي .

کيفيت ښه وساتئ هر څوک اعتماد کوي .

په دې خبرو زه د خپل رب نه د اجر متمني يم .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک