د اسامه جوهري لیکنی

نشنلیزم

نیشنليزم د اقوامو د ارتقاء لپاره په انساني ذهن جوړه شوې فلسفه ده چې ريښې يې آن تر زرعي انقلابونو ( Agricultural revolution ) پورې رسېږي . د دې فلسفې ستر لارويان تېر شوې چې په تېرو نېږدې وختونو کې يې ګاندي,  باچا خان او کاسټرو مهمې څېرې دي ، د باچا خان عقايد او افکار جدا خبر ده البته په دې کې شک نشته چې هغه يو هوښيار شخصيت وو ، زما په آند معاصر نيشنليستان اصلا د نيشنليزم په فلسفه نه دې روان بلکه موږ په تېرو او معاصرو نيشنليستانو کې يو مهم توپير دا ليدلی شو چې هغوئ د هر استبداد او استعمار پر خلاف تر اخري حده انقلابي کوښښونه کړي وو البته معاصر نيشنليزم کې د استعمار تعريف کاملاً بدل شوې ، د معاصرو استعمارونو خلاف د دوئ کوښښ د نشت سره برابر دی ....
نور ولوله

رسنۍ او کردار (کريکټر)

رسنۍ ښه شی دی ، بلکه ډېر ښه شی دی ، رسنۍ مقدسه غوا ده ، که هر چا پرې نقد وکړ د هغه پر نقد به نقد کېږي او د بيان د ازادۍ خلاف به بلل کېږي ، په هر کلي کې دسې يوه ښځه ضرور مشهوره يې چې جنګ په پيسو اخلي او بيا د هغې ښځې له خولې نه هر څوک د ځان ساتلو کوښښ کوي ، اکثره رسنيو نه هم هغه ښځه جوړې دي  ، نن د رسنيو په بل اړخ خبرې کوو او هغه د کردار سازي يا کريکټر بحث دې . فلم يا کوم سيريل کې دوه کرداره ضرور وي ، يو ته هيرو او بل ته ويلن ويلی شي ، دا دواړه کرداره د فلم جوړونکي جوړوي ، فلم کتونکي تر اخره هيرو سره خواخوږي او ويلن سره نفرت کوي ، که ويلن کومې زنانه ته لاس وېسي بدکرداره او بد اخلاقه ښکاري او که هيرو يې وتختوي هم نو د قرباني ، غيرت  او د اخلاقو نمونه ښکاري ،  که هير...
نور ولوله

د الحاد اهداف

بسم الله الرحمن الرحیم هر کله چې موږ د الحاد تصورات وګورو نو مستقيما دا خبر ذهن کې راګرځي چې د الحاد اصل هدف څه دی ؟ بلکه تر ټولو اول دا سوال مهم دی چې الحاد پخپله خپرېږي او که د نورو انسانانو له اړخه اجباري تقويه کېږي ، که چېرې الحاد پخپله خپرېږي نو معنا دا چې الحاد په خپل ذات کې يو دسې شعوري قوت لري چې هر دين باندې برلاسی کېدلای شي ، دويمه دا چې د نورو خلکو له اړخه د خاصو اهدافو لپاره تقويه کېږي ، هر کله چې موږ انساني تاريخ او خصوصاً د الحاد تصورات وګورو نو الحاد له هميشه راهيسې په ډېر کمزوري موقف ګې پاتې شوی ، له نن نه درې زره کاله مخکې په يونان کې ملحدين پيدا شول ، تقريبا شپږ سوه کاله مسلسل په لوړه کچه ملحد فلاسفه پيدا شول خو په دې ونه توانېدل چې د هغه ځای د خلکو مشرکانه او په توهماتو ولاړ افکار بدل کړي ، ت...
نور ولوله

سټريس يا غم نه څنګه خلاصون موندلی شو؟

په دې موضوع ډېر کتابونه ليکل شوي البته زما د تجربې پر اساس دا ( توجو ) او ارتکاز پورې اړه لري ، هر کله چې زموږ او ستاسې توجو خپل ماضي ، قرضدارې ، د يو چا بدې خبرې ، کورني مشکلاتو ته لاړه شي نو د دسې خبرو ياداشت انسان ته ذهني تعذيب ورکوي ، دا ذهني تعذيب انسان د تخليقي فکر او د مسايلو حل کولو فکر څخه منعه کوي . هر کله چې انسان خپل تمرکز او توجوو کنټرول کړي هغه انسان بيا خپل خيالات هم کنټرول کولی شي ، توجوو دسې کنټرول کېږي لکه څنګه چې يو وړوکی ماشوم بيا بيا د يو څيز نه معنه کوې او هغه بيا هم هغه طرف لاس وړي ، تمرکز هم په ابتدايي وختونو کې هغه خيالاتو طرف ځي چې په کومو ته تعذيب کېږي ، نو هغه وخت به ته خپل تمرکز مثبت اړخ ته ويسې ، مثال :  د شپې دې په بالخت سر کېښود ، تاته قرض دا...
نور ولوله

د انسان فکري اړيکه د احساساتو سره اړيکه لري

لکه څرنګه چې د انسان فکري اړيکه وي همداسې د احساساتو هم اړيکه وي. مثال کله نا کله انسان خفه وي نو په هغه وخت کې ورته غمګين اواز اوريدل خوند ورکوي لامل يې دا دی چې د ده احساس او د هغه اواز خپلو کې اړيکه جوړه شي ، همدا لامل وي چې بعض وخت موږ د يو فلسفي يا غمګين سړي عکس وګورو نو يو قسم اړيکه او کيفيت پيدا شي ، لامل يې دا وي چې په عکس د هغه شخص په څيره د هغه د زړه احساس څرګند وي نو د هغه احساس لامله هغه سره يو قسم اشتراک جوړ شي ، بعض وخت يو شاعر شعر اوايي ته به حيران شې چې دا يې سه بګته يا (شتئ ) وويشتله خو بل شاعر به ورته واه واه او ارشاد ارشاد کوي ، لامل يې دا وې چې موږ فقط د شاعر الفاظو ته ګورو او بل شاعر د شعر سره سره د شاعر احساسات هم درک کوي...
نور ولوله

د لکۍ مبارکې فلسفه

يو څه وخت مخکې په غرب کې لکۍ خرڅې شوې وې ، مسلمانانو پرې هم خپلې رايې ښکاره کړې او بعض سيکولرانو ورته حيلې ميلې وکتلې ، خير راځو دې بحث ته چې ولې يو غربي انسان دسې کانې کوي؟ کله لکۍ واچوي ، کله لباسونه اوږده کړي ، کله يې بيرته لنډ کړي ، د دې اسان مثال که درکړم نو زموږ ټولنو کې به پخوا فيشني هلکانو لنډې لمنې کولې د پرتاګه مهمه حصه به يې ترې ښکاره کېدله او ويختان به  يې هم په غوګونو دسې پريښي وو لکه د کابل پخواني ډمان ....! ازاده پايڅې به يې کولې ، البته وس هلکان اوږدې لمنې کوي  د خپل حد نه هم اوږدې او د لمنې د اطرافو درز تر ګوردو پورې رسېږي هلته يې بيا کميس په خاص فرمايش نور هم تنګ کړی وي ، همدا راز پايڅې هم تنکې جوړوي ،  لنډه دا حې که دا مثال په غرب کې هم وګورو نو د وخت سره سره فيشن بدليږي،  په فيشنون...
نور ولوله

شرفاء په درې ډوله دي

۱: يو هغه دي چې د بې شرفي دليل پرې نشته ، که چېرې پيدا هم شي نو د خپلې ځيرکتيا لامله يې ژر ختموي ، يعنې خپله بې شرفي يې په هوښيارۍ پټه کړې ، ( په دې طبقه کې اکثره تاجران ، سياستوال او مخور خلک دي ) ۲: دويم ډول هغه دي چې شرف او بې شرفي تعريفونه يې بدل کړي ، بې شرفي ته عين شرف ، مقام ، عزت او مرتبه وايې ، يعنې دوئ هرې بې غيرتئ ته يو نوی خودساخته تعريف او معنی ورکړې ، ( په دې طبقه کې اکثره ډمان ، فلمي ستوري ، غاصبين او غلامان خلک دي ) ۳: دريم ډول شرفاء هغه دي چې په حقیقي معنا شرف لري ، په خپل قدر او د بل په قدر پوهه دي ، د سپکو او درنو تفکيک کوي ، خاطر او سترګې پيژني ، عزت نفس پيژني (په دې طبقه کې چې کوم خلک دي په چاپيريال کې د بې شرفو شتون لامله اکثره خاموش وي ،  نو ځکه يې پيژندل لګ ستونزمن وي ، ال...
نور ولوله

اسلامي نظام

هر کله چې  د اسلامي نظام نوم راشي نو بعض دوستان وايې چې کوم اسلامي نظام ؟ هغه اسلامي نظام چې ښځو ته به يې لښتې نيولې وې ؟ هغه اسلامي نظام چې د خلکو په زړونو کې يې وحشت خپرولو ؟ دا قسم سوالات او خبرې ډېر په کم علمي او احساساتي بڼه بنا وي ، ځکه چې د دې متبادل هم ډېرې قضيې جوړيداي شي ، لکه مثال : کوم سيکولرزم  ؟ هغه سيکولرزم چې ټوله اروپا يې دوه ځل ړنګه کړه ؟ کومه ډيموکراسي ؟  هغه ډيموکراسي  چې د شپيته فيصده فرانسويانو پلار نه ده معلوم ؟ يا هغه ډيموکراسي چې د فټبال غړو سره يې جنسي زياتی کېږي ؟ کومه روشن فکري ؟ هغه روشن فکري چې نيمه نړۍ يې غصب  او ولوټله ؟ همدا راز بعض خلک وايې چې کوم اسلامي نظام ؟ د اسلامي نظام تصورات خو ډېر دي  ، که چ...
نور ولوله

اقتدار پرست او ظالم پاچا لپاره لارښود

نيکولو ميکياولی يو ايټاليايي درباري فلسفي تېر شوی ، هغه د خپل وخت د حاکمانو په مدحه او د هغوئ د جرائمو فکري او عقلي توجيه لپاره يو کتاب هم ليکلی ، يعنې هغه وخت چې به حاکمې طبقې کوم جرائم کول نو ميکياولی ورته يوه علمي او فکر جواز او بڼه ورکوله ، د نوموړي يو کتاب چې ( دي پرنس ) نومېږي د معاصرو اقتدار پرسته پاچاهانو لپاره د يو لارښود مثال لري او اکثره پاچاهان يې عملي کوي هم ، غواړم چې يو څو نکات ذکر کړم . ۱: ميکياولی وايې چې په سياست کې بنسټيز څيز ( مقصد) وي ، نور ذرائع د اهميت وړ نه دي ، يعنې اصل کار مقصد ترلاسه کول دي ، نور چې په کومو ذرائعو دا مقصد ترلاسه کوئ هغه اهميت نه لري ، که په چل او فريب ، ګمراهۍ او ظلم خپل هدف ته زان رسوئ نو دا جرائم فقط ذرائع دي ، بي...
نور ولوله

د هاليووډ مشهور ستوری ليم نيسن د اسلام په لټه کې

د هاليووډ يو مشهور ستوری  ليم نيسن(Liam neeson ) دی ، چې اته شپيته کاله عمر لري ، په يو ويډيو کې وايي. نومړې ۹۹ فلمونه او ديرش سيريزونه جوړ کړي ، نومړی د خپل مشهور فلم ټيکن ۲  (Taken 2) د جوړونې لپاره استنبول ته ولاړ ، په اوله شپه چې ويده شو نو وايې سهار ۵ بجې د اذان اواز شو ، دوه دقيقې بعد اواز بند شو ، بله ورځ بيا په همدي وخت اواز شو بيا بند شو ، اوله هفته اواز ښه نه لګيده ، په دويمه هفته يو څه ښه لګيده خو په دريمه هفته يې پر ما تاثير شروع کړو او زما ورسره مينه پيدا شوه ، بيا اخره کې وايې چې : اخر ما سوچ وکړو چې ((( کيديشي اسلام ځواب وي ))) د دې اخري جملې نه معلوميږي چې نوموړی د يو حق او سکون په تلاش کې دی ، مسلسل ...
نور ولوله

زه کله نا کله فکر کوم چې !

اسلامي نړۍ دومره په سختو پړاوونو کې ده ، ورځ تر بله مشکلاتو سره مخ کېږي ، امنيتي حالات سم نه دي ، مسلمانان ورځ تر بله ضعف اړخ ته روان دي ، نو بيا ولې برمختللي اروپا کې اسلام تر ټولو زيات منل کېږي ؟ ګوره ! د انساني عقل تقاضا خو دا ده چې يو پرمختللی انسان بايد له ځانه نور هم پرمختللې فلسفه باندې عمل وکړي، يعنې د يو دسې قوم پيروي وکړي چې هغه له ياد قوم څخه ډېر پرمختللی وي ،  برعکس نو بيا ولې يو پرمختللی انسان د يو دسې دين پيروي کوي چې د هغې منونکي مشکلاتو سره مخ دي ؟ زما په فکر ځواب دا دی چې : په غرب کې اسلام قبلونکي ځوانان په دې پوهه شوي چې د اسلامي نړۍ د پرمختګ نه کولو لامل اسلام نه دی بلکه نور  عناصر دي ، دويم دا چې غرب د سکون لپاره مادياتو ته پناه...
نور ولوله

فرانسه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم توهين ته د بيان ازادۍ نوم ورکول کېږي، عجيبه خباثت دی!

والله بالله چې معاصر لبرلان او سيکولران د انساني تاريخ تر ټولو سپک او له اخلاقي معيارونو غورځېدلي خلک دي ، دوئ خپلو وضع کړي اصولو ته هم ژمن نه دي ، په لبرل ازم کې د بيان ازادي تر هغه حده پورې جائز وي چې تر څو بل ته نقص يا اذيت ونه رسيږي ، هر کله چې د بيان ازادي دومره شي چې بل شخص ته اذيت رسيږي نو دا په دې معنا چې د بل ازادی صلب کېږي ، او دا عين جرم دی ....! دوئ په خپلو کړنو دوه مليارده مسلمانانو ته اذيت رسوي ، ولي ؟ آيا دا د لبرل اصولو خلاف نه دي ؟ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په توهين کولو فرانسويانو ته کومه فائده رسيږي ؟ ولې دا جک وهي ؟ خبره يوازې د کنځلو يا توهين نه ده ، بلکه د توهين تر شا د هغه سخت دريځه تعصب او عداوت ده چې د دوئ په زړونو کې ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک