دين، الحاد او انساني شعور
په انساني نسل چې څومره وخت اوړي شعور يې زياتېږي، د ملحدينو په آند اولني انسانان ملحدين ول بيا يې وروسته مذاهب د خپل وهم يا مفاد لپاره رامنځته کړل .
مارکس د مذاهبو رامنځته کېدل اقتصاد فرائډ يې خواهشات او اګسټ کومټی يې اوهامو پوري تړي .
يعنی د انسانانو له لورې مذاهب رامنځته کېدل يقينی ده او کنه دا بيل بحث دی، خو دا ضرور يقيني ده چې دا ادعا چې ( مذاهب انسانانو رامنځته کړي ) د غربي مفکرينو له لورې يو تاريخي عقلي قياس دی يقيني خبر نه ده، همدا لامل دی چې د مذاهبو رامنځته کېدلو اړوند لسګونو نظريات شته دي .
اساسي خبر دا ده چې ملحدين وايې چې څومره انساني شعور پرمختګ کوي هغومره انسان له اوهامو او خيالي خبرو څخه راوزي او حقيقت طرف ته سفر کوي، لکه چارلس ټايلر په خپل کتاب (سيکولر ايج) کې د خلکو سيکولرزم ته تللو يو اساسي لامل په اوهامو بې اعتقادي ګڼي .
خو د دې نه هم مهمه خبره دا ده چې : که په لومړيو کې انسان ملحد وو نو بيا خو منطقي نتيجه دا پکار ده چې د وخت په تيريدو سره د مذهب ( يا د ملحد په آند خيالي خبرو) رامنځته کېدلو پر ځائ نور هم انسان ماديت ته ترجيح ورکړې وی، يعنې د شعور د ارتقا تقاضا دا ده چې اوهام ختم شي لکه يو ماشوم چې وړوکوالي کې په ( بلا ) ډارول کېږي خو چې غټ شي شعور يې زيات شي بيا د بلا څخه نه ډاريګي او د بلا نفي کوي .
په همدې ترتيب سره که چېرې مذهب يوازې يو خيالي څيز وی بايد دا ختم شوی وو .
خو موږ د دې برعکس ګورو چې څوارلس واړه تهذيبونو کې انسان د مذهب سره ژوره اړيکه لري .
بلکه د الحاد قبلونکي اکثره کم عمره هلکان وي چې لګ زور واخلي جذباتي بغاوت وکړي يعنې الحاد قبلول اکثره شعوري نه وي بلکه جذباتي وي او جذبات په کم عمر کې زيات وي، په زيات عمر کې شعور زيات وي او اکثره مذهب قبلونکي خلک پاخه عمر لرونکي يا په شعوري ډول مذهب قبلوي، اروپا د تيرو ۱۰ نسلونو راهسي الحاد ته مخه کړې خو بيا هم د هغوئ معاصر نسل تر ټولو زيات اسلام ته مائل دي، برنارډ شا خو په تيره پېړۍ کې ويلي چې زه په اروپا باندې راتلونکی دين اسلام وينم، نو د ملحدينو د دليل په اساس د الحاد نه اسلام ته داخليدل شعوري ارتقا ده يعنې اروپايي مسلمان د ملحد يو شعوري شکل دی، يعنې اسلام شعوري دی او الحاد وهمي دی .
د خبرو حاصل دا دی چې :
۱: الله منل يو شعوري فيصله وي .
۲: ملحد د مذهب په اړه خپلو ادعاو ته تاريخي منطقي شکل ورکوي، يعنې اساس نشته فقط د يو منطقي قياس په ملا بوج اچوي .
۳: اسلام يو شعوري دين دی الحاد وهم دی او دې وهم لپاره مسلسل منطقي دلائل کتل دي، اکثره ملحدين اول الحاد ته لاړ شي بيا د خپل الحاد دتقويت لپاره دلايل ګوري . چې هر کله يو انسان د يوې نظريې د تقويت لپاره منطقي دلايل وروسته ګوري معنا دا چې هغه دا نظريه د عقيدي په حيث قبله کړې نو بيا دا ادعا هيڅ معنا نه لري چې الحاد قبلول د عقايدو په خلاف يوه شعوري ارتقا ده .
