کابل او هرات کې د ښځو مظاهرې د چا لخوا کيږي؟
پرون په هرات کې ځينو ښځو مظاهرې کړي ، د ملالئ جويا يوه ويډيو مې کتله چې په ټيکسي په چادري کې ناسته يې او بدې ردې وايې ، ځيني لګيا دې ملايانو ته په ښکاره کنځاوي کوي او ويډيو هم کوي .
نورې خبريالانې او ښځې رسنيو کې لګيا دي د ازادۍ خبرې کوي ....!
پړنګ په ژړا شي ، پوزه هم کش کوي ، رسنيو والا هم ورسره لګ دسې ځونډی غوندي شي ، هغه ويډيو بيا نور خلک له هغه ځایه راکټ کړي او د مرثيو ميوزيک هم ورسره ولګوي ، دوئ فکر کوي چې دا خلک زموږ په رزالت نه پوهيږي او په دې تنکيو اوښکو به يې دوکه کړو .
دا ځل خو ملاصاحبانو د کار او تحصيل اجازه هم ورکړې خو بيا هم د دوئ په وايرس د انسان ذهن نه خلاصیږي چې اخر د دوئ مشکل څه دی ؟ دوئ څنګه او د چيشي ازادي غواړي ؟ آيا دوئ روان شناس ډاکټرانو ته اړتيا لري او که د خپل د زړه د ګاز ويستلو لپاره دا کانې کوي .
په دې څېزونو کې هيڅ خير نشته او نه کومه فايده کوي ، نړيوال خپل مفاد ته ګوري ، هر ځای کې ځان شرمولو ته اړتيا نشته ، پاتې شوه د حجاب خبره نو دا د رياست اجباري حق دی چې هغه يې لازم کوي او کنه ...
هو د رياست اجباري حق دی ، د نړۍ سخت دريځو سيکولر هيوادونو هم له دې حق څخه استفاده کړې ، فرانسه کې حکومت بې حجابي لازمه کړې او دا قانون نافذول د مثبتې ازادي positive freedom لاندې خپل حق بولي ،
اسلامي رياست هم حق لري چې هغه د حجاب لزوم په اړه قوانين جاري کړي .
