د اسامه جوهري لیکنی
آيا ټولنې په خپله احمقې کيږي ؟
يو څو ورځې وړاندې يو څلور پوډريان په لاره روان وو، يو چا يې ويډيو وکړه او رسنیزه شوه .
په ميليونونو خلکو وليده او ډېرو خلکو يې تمثيل په پار ځان نه نقلي پوډريان جوړ کړل .
يادو پوډريانو ته ځينې خلک د هيروګانو په سترګه ګوري .
ولې دا ټولنه حماقتونو طرف روانه ده ؟
آيا ټولنې په طبيعي ډول حماقتونه کوي ؟
نه وروره ! د هرې ټولنې مزل په پوره پلان او فکر سره تعين کيږي، په همدې ترتيب غرب کې خلک له ځانه سپيان جوړوي، لکۍ لګوي، ډول دول قبيح حرکات يا دسې نور کارونه کوي .
دا ټول کارونه د يو خاص فکر تر چتر لاندې کيږي، بلکه د معاصر لبرلزم منطقي نتيجه ده .
...
نور ولوله
د فکري انحراف پړاونه
- هر فکري احراف اول په ګنګوسو پيل کيږي.
- بيا يو څو اشخاص پيدا شي او په زغرده يې وکړي خو د ټولنې لخوا نيوکو لاندې راشي .
- بيا ياد اشخاص رسنيو ته راوستل شي او انټرويو ورسره وشي، د دوئ ځانګړی منحرف منطق قوم ته واورول شي .
- بيا ياد اشخاص خپل اتباع هم پيدا کړي او نورو هيوادونو ته د سفر ترڅنګ په خپل هيواد کې تنظيم جوړ کړي .
- بيا پرې د ډېرو خلکو تنقيد کم شي او يوازې د لږو خلکو تنقيد پاتې شي .
- بيا په ټولنه کې د دوئ فکر هم معق...
نور ولوله
رشتې ورکول؛ خانداني مسائل او لور خور ورکول يا رشته غوښتل ډېرې باريکه مسلې دي
- ځينې خلک د يو چا اروپايي توب ته ګوري او رشتې ورکوي، خلک فکر کوي چې ولا فلانکی خارج کې ده او د واده نه بعد به ميليونران شو، بيا چې رشته ورکړل شي جينئ په کلونو ناسته او هلک په خارج کې يا بله وکړي يا بيغمه چکرې وهي، دلته جينۍ پلار کره زړه کړي .
ډېر وخت دسې هم شوي چې جينئ لس اته کاله انتظار کړی او بيا ورپسې هلک طلاق راليږلی .
ډېر کم دسې ودونه مثبتو نتيجو ته رسېدلي، د يو چا په خارج کې اوسيدل کله هم د هغه د ښه انسان کېدو معيار نه وي، بايد اصل معيارونو ته وکتل شي او بيا هلک وطن ته راوغوښتل شي او دا شرط په کېښودل شي چې اول به د پاسپورټ او ويزې غم کی بيا به نکاح او واده کيږي او يا دې هلک همالته خارج کې کوم مسلمان خاندان سره رشته وکړي...
نور ولوله
د خلکو په نفسياتو پوهه داعي ډېر بهتر وي
يو نفر امريکا ته غوښتل شوی وو، هغه ته CIA دوه کاله ټريننګ ورکړ وو
ما يې له ملګري څخه پوښتنه وکړه چې د ټريننګ اړوند څه وايي؟ هغه ويل چې د جاسوسۍ ځينې تخنيکونه يې ور ښودلي .
تر ټولو جالبه يې دا وه چې که غواړې د يو نفر جاسوسي وکړې، بايد هغه سره ملګرتيا وکړې، او ملګرتيا لپاره بايد د هغه د خوښې او خوشالۍ کارونه او څيزونه معلوم کړې، لکه مثال : خاص رسيټورانټ، يا لوبه ، يا قهوه خانه، کتابتون يا دسې ځاي چې هغه پکې پرسکونه Relax کيږي .
بيا په دې طريق باندې ته هم خپل شغل او د خوښي ځای د هغه په څير جوړ کړه او بيا ورسره تګ راتګ او دوستي ډېر په اسانه جوړه کړه .
خبره اصل کې دا ...
نور ولوله
د هندوستان په انتخاباتو کې ستر بدلونونه ليدل کيږي
د مودي ګوند تير ځل ۳۴۱ چوکۍ ګټلې وې او دا ځل يې شعار د ۴۰۰ چوکيو ګټل وو .
خو نن د انتخاباتو نتائجو راتلو سره معلومه شوه چې يوازې ۲۹۱ چوکۍ يې ګټلي دي .
يعنې ۵۰ چوکۍ يې نورې هم له لاسه ورکړې .
د ګاندهي ګوند د تير ځل په نسبت تقريباً ۱۱۳ چوکۍ زياتې ګټلي .
شايد مودي بيا وزير اعظم شي خو سياسي حالت يې د خطر سره مخ دی .
په تيره لسيزه کې مودي په مسلمانانو او خپلو سياسي مخالفينو ډېر ظلمونه وکړل .
د مودي ګوند BJP د هندوانو خوارج دي .
...
نور ولوله
يو اسائش پرسته ځوان کله هم د سخت مزدور کار دنده پر مخ نشي وړلی
يو اسائش پرسته ځوان کله هم د سخت مزدور کار دنده پر مخ نشي وړلی، چې تر څو موږ خپل وجود د مزدور کار په څير ونه روزو او کار ونکړو موږ به کار نشو کولی .
په همدې ترتيب زموږ دماغ هم دي، موږ فکر کوو چې د ټولو انسانانو دماغ په يو وزن او رنګ دي، ټول انسان له دماغو نه يو شان کار اخیستلی شي او يو ډول کار کوي .
نه دسې نه ده ....!
لکه څنګه چې بدن د سختو کارونو لپاره چمتو کيږي، په همدې ترتيب دماغ هم تمرين او چمتو کيږي، لکه څنګه چې د بدنونو وزن او رنګ يو خو کار کې يې توپير وي په همدې ترتيب دماغ هم وي .
موږ ټول عمر خپل دماغ په اسائش کې وساتو او د مسايلو حل کولو پر وخت ترې د غټو کارونو اخيستلو کوښښ کوو، دماغ...
نور ولوله
د اولاد په نظرياتو جوړونه کې د مور او پلار ستره ونډه وي
موږ ته به مور ويل چې که چيري تاسې د خپلو کور ودانو ښه تعامل ونکړ زه تاسې نه بښم، همدا خبره موږ لپاره ډير څه وو، د بد تعامل يو ستر مانع وو .
که چيري له وړوکوالي څخه په ماشوم کې پاکي ، حيا داري، غيرت او د خويندو ميراث ورکولو روحيه اچول کيږي، يا کم از کم تر بلوغت پورې په کال کې فقط يو يا دوه ځل درس ورکول کيږي نو دا به د ماشومانو په ذهنيت سازي کې ستر رول ولوبوي .
...
نور ولوله
مومن هميشه د خواهشاتو او ايماني کيفيت په کش مکش کې حصار وي
په دنيا داري او خواهشاتو کې ښکېل کېدلو نه بعد بيرته په خپل کيفيت پوهه شي چې زه بايد خپل ايماني کيفيت برقرار وساتم .
خو کله نا کله انسان په خواهشاتو کې دومره غرق لاړ شي چې ځان سره محاسبه کول ورته ناممکنه شي .
ستړی، ستومانه، د يو خواهش تکميل پسې د بل خواهش پيل کول، سرګردانه، د شخصيت ضايع کيدل، بالاخر انسان د خواهشاتو پوره کولو معتاد شي او يو لامتناهي کنده کې روان يي .
انسان په خپل مرض نه پوهېږي خو بيا هم د ستړيا احساس کوي.....!
دا ډول انسان لږ راوسپړئ زړه يې بې سببه ډک وي .
عقل مند خلک ژر خپل اندورن حس کوي او غبي خلک بيا دومره فکرمند نه وي...
نور ولوله
يو اکاډميک شخصيت يا ليکوال جوړېدو لپاره عربي يا انګليسي ژبې يادول ضروري دي
يو اکاډميک شخصيت يا ليکوال جوړېدو لپاره عربي يا انګليسي ژبې يادول ضروري دي، ځکه چې دا دواړه ژبې د ميليونونو کتابونو لپاره لومړۍ دروازه ده.
بله لاره دا ده چې سل دوه سوه کاله ژباړنانو ته انتظار وشي.
علميت, خوند او راحت په يو ذهن کې نه ځای کيږي، يا به دماغو ته تکليف ورکوي او علمي شخص به جوړيږي يا هم خوند او راحت کې ډوب ...!
ځينې خلک د علميت خواهش لري خو راحت او خوند يې عملا نيولی وي، همدا لامل وي چې خواهش تر اخره يوازې خواهش پاتې شي .
...
نور ولوله
په دې سوچ باندې موږ کولی شو چې موثر کتابونه وليکو
کتابونه ليکل ډېر مهم وي، خو زموږ په ټولنه کې يو مشکل دا هم دی چې ځينې ليکوالان يوازې د کتاب حجم زياتوي يا هم په ذهن کې يو څو خبرې ورسره وي او کتابي شکل ورکړي .
مثال زه يو کتاب وليکم چې ډيموکراسي بد شی دی، سيکولرزم بد شی دی، فکري مبارزه پکار ده، اسلامي نظام د بقاء واحده لار ده او او او ...(دا ټولې دعوې دي)
دا خبرې د خپلو همفکره خلکو لپاره ښې وي، هغوئ چې يې مطالعه کوي خوند ورکوي، خو همدا خبرې د مخالف فکر قايله کولو لپاره کافي نه وي، بلکه موږ مجبور يو چې د مخالف فکر اشخاصو ذهني حالت او علميت معلوم کړو او خپلې خبرې په موثقو حوالو ، عقلي او منطقي دلايلو باندې وکړو، تر څو د لوستونکي په ذهن بوج راوړل شي او هغه دې ته مجبور کړل شي چې خپل فکر بدل کړي...
نور ولوله
فؤاد سيزکين د ژوند اخري ۶۰ کلونه يې د اسلامي امت تاريخ ته وقف کړي وو
فؤاد سيزکين د ترکيې دی او په کال ۲۰۱۸ کې د ۹۵ کلنۍ په عمر کې وفات شوی، د ژوند اخري ۶۰ کلونه يې د اسلامي امت تاريخ ته وقف کړي وو، د مسلمانو سائنس پوهانو لاستې راوړنې يې په ۱۸ جلده کتاب کې راوړي، د پخپل ژوند کې د خپل ټيم سره ۱۶۰۰ کتابونه تدوين کړي .
ځينې علماء وايې چې فؤاد سيزکين خپل يو ټيم جوړ کړی وو او هدف يې د غربي سائنس پوهانو علمي غلاګانې رابرسيره کړي،يعنې مسلمانانو ليکلی شوي کتابونه چې غربي سائنس پوهان يې ځان ته منسوب کوي، علماء وايې چې ده د ۴۰۰۰۰ نه زيات مخطوطې چاڼ کړي او تقريباً ۳۵۰۰۰ پوري غلاګانې يې په ګوته کړي، دا غلاګاني غربي ماهرينو په طب ، رياضي، جعرافيه، لنډه دا چې په مختلفو میدانونو کې کړي .
...
نور ولوله
سائنس د ابادي او بربادي، راحت او زړه تنګون ترمنځ بيلنس او توزان په ډېرې سختۍ سره ساتلی
نن سبا سائنسي پرمختګ په دې خاطر کېږي چې اختراع کونکی د خپلې سرمايې اضافه کولو په خاطر نوي نوي پراډکټس بازار ته وړاندې کوي، تر څو په ياده سرمايه د خواهشاتو تکميل وکړی شي؛ په دې خاطر نه کېږي چې انسانيت ترې مستفيد شي.
يعنې سائنس ته پرمختګ ورکول (زياتره وخت ) د خپلو خواهشاتو تکميل لپاره کېږي او (کم وخت) نورو انسانانو ته فايدې رسولو په خاطر کېږي.
دواړه مختلف نظريات دي او تر شا يې نتائج هم مختلف وي، همدا لامل دی چې سائنس د ابادي او بربادي، راحت او زړه تنګون ترمنځ بيلنس او توزان په ډېرې سختۍ سره ساتلی .
په دې باريکه نکته پوهيدلو لپاره زيات فکر او هم په ياده موضوع مطالعې ته اړتيا ده .
...
نور ولوله
