No-IMG

کابل کې د ملحدينو دفترونه بند شوي

کابل کې د ملحدينو يو دوه دفترونه ول وس هغه بند شوي ، يو دفتر وس هم شته خو په بل نوم کار کوي.

يوه ورځ په کابل کې يو دوست سره ناست وم ، راته وويل يې چې : فلانکي ( نوم يي نه اخلم خو تاسې يې پيژنئ ) ويل چې وس ډېر ښه شو ، خلک په ښکاره الحاد ته اوړي ، دين پسې خبرې کېدل عادي خبره ده .

مبارزينو دوستانو به چې بهر ته سفرونه کول يا به راتلل نو يو بل سره به اړيکه کې شول ، موږ به ويل شايد دا زموږ اخري اړيکه شي .

د الحاد او بې ديني خصوصي مجالس به کېدل ، په هغه مجالسو کې به د رباب او شرابو ترتيب هم شوی وو او دين پسې به ټوکې کېدلې .

په تيرو نيږدې وختونو کې ملګرو د ملحدينو يو ګروپ ته لاس رسی پیدا کړ ، په هغه ګروپ کې تقریباً اويا فيصده هغه خلک ول چې موږ به پرې د مسلمانئ ګمان کولو ، بلکه همدوئ به د دروغو حديثونه جوړول او بيا به يې خندل چې وګوره څنګه حديث مې جوړ کړ ، بيا به يې هغه حديث نشر کړ.

د مسلمانانو تر منځ اختلافات اچولو کې هم د دوئ ستر لاس وو ، کوښښ به يې کولو چې احناف او سلفيان خپلو کې سره په جنګ کړي .

د دې هرې خبرې ثبوت شته ، يو دوه درته کمنټ کې نشر کوم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک