د اسامه جوهري لیکنی

فکري جګړه يعنې څه ؟ يو قوم دماغي فلج کول، شل او اپاهج کول

لکه مثال: د شلمې پېړۍ په اوايلو کې د هندوستان ابادي تر ۳۰۰ ميليونه پورې رسېدله، په دې ابادي باندې يوازې ۶۰ زره برطانويانو حکومت کوو، يعنې په هر ۵۰۰۰ نفرو باندې د ۷۵۰۰ کيلومتره لرې سيمي څخه راغلی يو ۱ برطانوی حاکم وو،  يو ميليون هندوستاني فوځيانو په اوله نړيواله جګړه کې برخه اخیستې او ۸۰ زرو نه زياتو پکې ژوند له لاسه ورکړ حال دا چې په دې جګړه کې د هندوستان هيڅ کار نه وو يوازې د برطانيې لپاره دا قرباني ورکړل شوه . يوازې په ۴۰ کلونو کې برطانويانو هنديان دومره وځپل چې د قحطونو له لاسه ۱۰۰ ميليونه انسانانو ژوند له لاسه ورکړ. ولې ؟؟؟؟؟ ځکه چې هند فکري جګړه کې پاتې راغلې وه . ...
نور ولوله

پېښور او نوره پښتونخوا لوئ بحران سره مخ ده

پېښور او نوره پښتونخوا لوئ بحران سره مخ ده، دريمه حصه ځوانان يې په چرسو، آيس او شرابو تر څنګ په ټيک ټاک، فلمونو او نورو بې لاريو سر دي. تعليمي ادارې (خصوصاً دنيوي) تقريباً تباهي سره مخ دي، لکه مثال : - کالجونو او سکولونو کې اعلی درجه تجارت روان دی، ټول کال غټ فيسونه اخلي خو د امتحانونو په وخت کې له شاګردانو اضافي روپئ په دې خاطر اخلي چې د وفاق بهرني مشران راځي او هغوئ ته رشوت ورکوو تر خو تاسې نقل کولو ته پرېږدي ، دې کار ته يوه خاص اصطلاح کارول کيږي چې ( حال فري کول) ورته وايې، په تعليمي ادارو کې د تعليم نه علاوه نور هر څه کيږي، تعليمي ادارې تقريباً منډۍ ګانې دي، خريد او فروخت پکې روان دی. ...
نور ولوله

غرب عجيبه کانې کوي، چې ګټه يې درکې وي کنه يو زر کاله ديکتاتور او ظالم وسه هيڅ خبره نشته !

چې ګټه يې درکې نه وي بيا درته د جمهوريت ، عوامي رايې، انساني حقوق، ازادي او ورته فلسفې بهانه کړي، بيا دې هيواد په ټوله نړۍ کې شرموي، په فلمونو کې دې هيواد دوه لکه کاله پخوانی معرفي کوي، پاچا نه قصاب جوړوي، ښځې په پنجرو کې ښايې او ښارونه خامې کنډوالې ښکاره کوي . په هيواد کې يو وړوکی ډم يا لوفر ګوټی (چې لږ باغيانه فکر ولري) ستر هيرو او چيمپين کړي، هغه غريب به په خپله خبره نه پوهېږي دوئ به يې په ايوراډونو ونازوي، په اکسفورډ کې تعليم کونکي دکتوران به يو ساده ګل او ناپوهه ته په توجه کینوي . کوښښ به کوي چې په وړه وړه خبره دې په هيواد کې مظاهرې جوړې کړي، په ديګ او کاسه جوړه شوې مظاهره به په سي اين اين ښکاره کړي. د يوې لرې ولسوالۍ ...
نور ولوله

هيڅ شی نه ضايع کيږي، هر څه چې ته لولې فايده کوي، هر څه چې لولې ستا په عمق کې پاتې کيږې

مصری ليکوال أنيس منصور لوستونکو لپاره وايې: هيڅ شی نه ضايع کيږي، هر څه چې ته لولې فايده کوي، هر څه چې لولې ستا په عمق کې پاتې کيږې . ته نه پوهېږې چې چرته پاتې کيږې او څنګه پاتې کېږي او کله به ښکاره شي ! خو دا به خپل اثر کوي او ضرور به ښکاره کيږي . (يعنې لوست په سوچ کې بدلون راولي او شايد انسان يې په فايده ژر پوهه نشي خو د ژوند په مختلفو پړاونو کې خپل ځان او اثر ضرور ښکاره کوي ، شايد دا دسې پړاو وي چې محتاج يې، تاسې لپاره به همدا لوست تر ټولو بهترين دوست ثابت شي ) عملي تجربه : يو وخت زه په تجارت کي سخت وخت سره مخ شوم او تقريباً بلکل صفر ته راغلم...
نور ولوله

افغانستان د تاريخ يو ډېر مهم فرصت په لاس کې لري

افغانستان د تاريخ يو ډېر مهم فرصت په لاس کې لري، سل کاله علماء کرامو د سيکولرزم خلاف اسلامي نظام ته ترجيح ورکړې او اسلامی نظام يې يو ائيډيل نظام نړۍ ته معرفي کړی، بلمقابل سیکولرانو د علماء کرامو خبرې يوټوپيا بللې او له ځانه يې اسلامي نظام ډيسټوپيا معرفي کوله . وس وخت دی چې حکومت په لوړه کچه د اسلامي دسې يو ماډل نړۍ ته وړاندې کړي چې د تيرو ۱۴۰۰ کلونو ادعا معاصرو خلکو ته هم عملاً ثابته شي . د نړۍ ټول مسلمانان پکې د خپلې بقاء او برم اثار وويني. دا په هغه صورت کې ممکنه ده چې حکومتداري شفافه، پوهه، قاوقاره، د کشر مشر عزت، خاطر، ديني چاپيريال، اخلاقيات  د ورورولي فضاء او په لوړه کچه فکري کار وشي، ځکه چې سيکولرزم د ژوند په ټو...
نور ولوله

مطالعه څنګه وکړم ؟

-دماغو ته درد ورکړه، سر درد وزغمه. -په کرښو يوازې نظر مه تېروه، ذهن ته يې ښکته کوه. -د ناول پر ځای تاريخ لوله. -د خپلې مطالعې محصول وليکه . -ځانته موضوع انتخاب کړه او په يوه موضوع د ډېرو کتابونو د موضوع اړوند مخصوصې برخې ولوله، ضروري نه ده چې يو کتاب له پيله تر پايه ولوستل شي. -لږه مطالعه وکړه خو روزانه يي وکړه، پيل له نيمي پاڼې وکړه او روزانه نيمه نيمه پاڼه زياته لوله . -...
نور ولوله

لبرل انسان نفسياتي د خوند غلام وي

د خوند غلامي انسان بي غيرته کوي، تر يو حده خوند په شرعيت کې جائز دی خو چې له حده زيات شي بيا ورسره انسان معتاد کيږي، بيا انسان په هر څه کې تسکین او لذت ته لومړيتوب ورکوي، دا اعتياد انسان مجبوروي چې د ټولو اخلاقي اقدارو او وقار خلاف کړنې ترسره کړي ترڅو خوند ترلاسه کړي، د انسان عقل او ضمير هم د خوند په غلامۍ کې دومره مسخه شي چې د انسان قابو کول ورته ناشوني شي، ضمير د خوند تابع وي خو انسان فکر کوي چې خوند د ضمير تابع دی. بيا انسان ته هر هغه څه جهالت ښکاري چې د خوند په ترلاسه کولو کې مانع ګرځي، انسان د حال بچی شي، نه د ماضي خاطر کوي او نه د مستبقل چې د خوند غلامي په ټولنو څه اغيزه کوي؟ هغه وخت مهم شي چې خوند پکې ترلاسه کېږي، هغه وخت ضايع بلل کېږي چي خونډ پکې نه وي اګر که ډېر د ثواب ...
نور ولوله

غرب د خپلې نړيوالې واکمنۍ لپاره يوازې په اقتصاد نه بلکه په اقدارو هم کار کوي

شايد د ډېرو خلکو په ذهن کې دا سوال وو چې د غرب له موږ سره يا نورو هيوادونو سره څه کار چې له هغه ځايه رازي او زموږ د ښځو په حجابونو او کړنو کې کار لري ؟ غرب خپل کار کوي او دا موږ يو چې په هر څه کې غربي دسيسه لټوو. زموږ ځواب دا دی چې: هغوئ د خپلې نړيوالې واکمنۍ لپاره کار کوي او دا واکمني نه يوازې په ټکنوکراسي او اقتصاد کې ترلاسه کول غواړي بلکه په اقدارو هم کار کوي. پرون خبر راغلی چې يوګنډا د همجنس پرستو خلاف قانون جوړ کړ په رد عمل کې پرې نړيوال بانک مرستې بندې کړي . يو وخت وو چې فکري علماوو ته خپل عوام پوهه کول سخت وو ځکه غرب په ډېر منافقت کارونه ترسره کول، خو وس چې نوره نړۍ په واضحه اضرارو پوهه او د غرب مخالفت کوي غرب هم خپل...
نور ولوله

د خويندو نړيواله ورځ

اګر چې په اسلام کې هره ورځ د خويندو نړيواله ورځ وي خو په موږ کې ځينې خلک په ځينې عباداتو ډېر غيرتي او نيغ نيغ وي لکه مثال هغه عبادات او ښه اعمال چې خلکو ته پکې ځان ښودنه وشي . خو په ځينو عباداتو او ښه کارونو کې بيا د مړ سترګي او سپين سترګي نه کار اخلو ، لکه مثال د خويندو ميراث ته سترګي پټول ، مړ سترګي کول او که خويندي خپل حق وغواړي بيا سپين سترګي کول . دسې يو تاثر خپور شوی چې کمه ښځه د خپل ورور نه ميراث وغواړي هغه بې ادبه يي . نا وروره خپلو خويندو او لوڼو ته د خپل حق اړوند پوهاوی ورکړئ . ډېر خلک خپلو خويندو ته ټيټ او پاس کېږي خو چې کله ترې ميراث وخوري بيا يې په کلونو پوښتنه نه کوي...
نور ولوله

الله تعالی د بنده امتحان په مختلفو طريقو اخلي

الله تعالی د بنده امتحان په مختلفو طريقو اخلي، ځينې وخت د بنده د حوصلې امتحان اخلي، بنده په سختۍ کې مبتلا وي او دعا غواړي خو دی چې د کومې ابتلاء رفع کيدل غواړي هغه نه کېږي، اکثره وخت يو امتحان لسګونو کلونو ته ورسېږي..! ځينې وخت بنده بې حوصلې شي او الله تعالی نه ګيله وکړي چې ولې زما دعا نه قبلوې؟ تر څو به زه په دې ابتلاء کې ګير يم ؟ هر کله چې په تاسو دا حالت راشي يو څو خبرو ته توجه وکړئ . - اول دا چې موږ د الله تعالی بندګان يو او بنده حکم نشي کولی بلکه خپل عرض آقا ته وړاندې کولی شي، که چېرې موږ دا فکر وکړو چې الله تعالی بايد زما د خواهش مطابق هره دعا قبوله کړي او که قبوله يې نکړي نو د خفګان او ګيلي احساس وکړو نو دا په اصل کې...
نور ولوله

علماء کرام د تهذيب او عصريت اخري داعيان دي

دا نن سبا چې کوم سيکولران ميکولران ځان ته عصريان وايې اسي په دوکه کې واقع دي . د دوئ ټول افکار پخوا هم موجود ول ، فرعون هم سيکولر وو ، نمرود سيکولر اقتصاد پوهه وو بلکه کيپيټلسټ وو . دا همجنس بازان او دا لړلو تپلو والا د لوط عليه السلام په قوم کې هم ول ، هغه وخت يې جنډه نه وه معلومه ، وس خلکو لګ افراط وکړ او په زغرده يې وايې. وسني جهالتونه ټول پخوانی اصل لري، خو وس په نوي شکل کې خلکو ته نوي ښکاري ، د همدې جهالتونو ختمولو لپاره انبياء او علماء راغلي وو . ...
نور ولوله

ژوند د ډيرو ناکامو لارو يوه مجموعه ده

ژوند د ډيرو ناکامو لارو يوه مجموعه ده ، په دې کې هغه لارې ډېرې نادرې وي چې کومې لارې ستاسې اهدافو ته تللي وي ، تاسې مجبور ياست چې د اصل لارې پيدا کولو لپاره به ډېرې ناکامه لارې تجربه کوئ خو مشکل دا دی چې بار بار ناکامي انسان ستړی کوي ، انسان تکليفوي . موږ کله په ژوند کې ستړي کيږو ؟ د ستړيا حد زموږ حوصله او خيالات تعين کوي ،  څومره چې موږ يو کار ته زړه تنګ کړو هغومره د هغه کار ځنډيدل موږ ته تعذيب راکوي او له وخته مخکې مو ستړي کوي . که چېرې موږ په خپلو خيالاتو کې خپل ځان ته اطمینان ورکړو ، د ښه ائنده سوچ وکړو ، ذهن مصروف وساتو ، په مختلفو ايډياګانو کار وکړو، او الله نه اميد وساتو نو دا به موږ بې حوصله کېدلو نه خلاص کړي ، هر کله چې بې...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک