No-IMG

اکثره ځوانان په ۲۵ کلنۍ کې مړه کيږې

سيلواډور ډالي وايې :  اکثره ځوانان په ۲۵ کلنۍ کې مړه کيږې .

زما تبصره :

يعنې هغوئ د خپلې ځوانۍ په اوايلو کې اهداف او اميدونه ځان سره ذهن کې وساتي ، بيا رفته رفته سستي په وجود کې راشي ، خو کله چې د ځوانئ منځ يعنې ۲۵ کلنۍ ته رسېږي نو هر څه يې له خاورو سره خاورې شوې يې ، بيا د اهدافو ترلاسه کولو لپاره کوښښ نه کوي او نه هم کوم اهداف ټاکي ، بيا ځان سره فکر کوي چې ګويا وخت تېر شو او همدا فکر انسان ته نا اميدي ورکوي ،

هدف وټاکه ، يو لوړ مقام ته د رسېدلو عهد وکړه ، واړه واړه قدمونه واخله ، پوړۍ ته زړه مه خفه کوه ، زينه يا پوړۍ خپله پيدا کېږي ،

 يو وخت ضرور دا حالات تاسره موافق کېږي ، وجه دا ده چې ته په سختو حالاتو کې سفر کونکی يې ، په سختو حالاتو کې سفر کول د قوت نښه ده ، د کائنات هر څيز قوت طرف ته زور کوي ، ځکه چې يوازې قوت والا خلک د قافلو سالاري کولی شي ‌.

نا اميده ژوند تېرول د يو اوږد ځنکدن په څېر وي  .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک