د راروان وخت ډار څرنګه له ذهنه وباسو؟
آيا تاسې پوهېږئ د شتمنو خلکو لوئ غم څه وي ؟
د مستقبل ډار !!!!! اسې نه چې تاواني نشم ، صفر نشم ...!
د مستقبل ډار ختمولو لپاره تر ټولو اسانه طريقه دا ده چې ستا په ذهن کې څومره لوئ نقصان يا تاوان تصور کېدلی شي د هغې تاوان لپاره ځان په ذهن کې تيار کړئ .
مثال : ستا په ذهن کې دا ډار وي چې په کانکور کې به مې نمرې څنکه وي ، يا به فلانکئ رشتې ته کامياب شم او کنه ، وس دا ډار تاسې ډېر ځوروي ، تاسې دسې په تصور کې دا راولئ چې که ناکام شوم څه به وشي ؟ د دې ناکامي لپاره له وسنه په ذهن کې تياری ونيسئ ، که په اسانه ټکو يي اوايم دا چې : د کوم تاوان په اړه چې ډار لرئ د هغه تاوان د پوره کولو لپاره يو فرضي پلان يا ( پلان بي ) په ذهن کې جوړ کړئ ، دا پلان بي به تاسې ته ډېر اطمينان درکوي .
زه بنده په خپله د هر کار لپاره فقط يو پلان بي لرم او هغه دا چې : زه به خپله خواري کوم او الله به راته کار اسانه کوي .
يعنې په الله يقين لرل د مستقبل ډار ختموي .
