اسامه جوهري

No-IMG

اسامه جوهري

د اسامه جوهري لیکنی

استعمار همېشه قوي وي خو بيا هم مستعمر د هغوی په خلاف مسلحه مبارزه کړې او کاميابه شوي

مولانا خانزيب صاحب عزتمند او پوهه شخصيت دی ، خو د ده له موقف سره موږ اختلاف لرو . اوله خبره دا ده چې په تاريخ کې د استعمار سره د مستعمر توازن کله هم نه دی برابر شوی، استعمار همېشه قوي وي خو بيا هم مستعمر د هغوی په خلاف مسلحه مبارزه کړې او کاميابه شوي، لنډ مثالونه يې په پخوا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستراتيژي وه، د بدر په وخت کې هم د مشرکينو او مسلمانانو توازن نه وو برار خو بيا هم مسلمانانو ته الله بری ورکړ، په وس وخت کې ويتنام، کيوبا او افغانستان لوی مثال دی . د عدمِ تشدد په سلسله کې کومې سترې کاميابئ نه تر سترګو کيږي، البته د عدمِ تشدد وضعیت د تشدد لپاره قوت برابرولو ته د يو پُل په حيث اختيار کړل شوی خو هغه هم په مؤقت شکل ...! ...
نور ولوله

د افغانستان د ښځو کرکټ ټيم .....!

په ښځو کې د کرکټ شوق اچول کيږي او که له وړوکوالي پکې د کرکټ شوق وي ؟ په بله معنا دا چې کرکټ کول د ښځو لپاره هيلې کيږي يعنې د ښځو هيله جوړول کيږي او که له ماشومتوبه پکې دا هيلي وي ؟ هيلي او شوق جوړيږي، د ميډيا رسنيو، فلمونو، اخبارونو، کتابونو، خبري اژانسونو او په نورو لارو ...! بيا همدې جوړو شويو هيلو ته رسيدل د انسان حياتي هدف وي او د دې لپاره هر ډول کار ته تيار وي . د خبرې هدف دا دی چې پخوا به خلک جبرا غلامان کيدل او وس مهال خلک په رضا غاړه کيدي خو په دې شرط چې ته د يو چا شوق او هيلي جوړولو کې ماهره يې . په بله معنا ازادي نشته، بلکه د ازادۍ په نامه يوه محدوده وړه ساحه جوړيګي او بنده پکې ځان ازاد حس کوي...
نور ولوله

د سيکولرانو په آند

-دين سره مينه ښکاره کول رياکاري ده، خو وطن سره مينه ښکاره کول وطن دوستي ده . - که هر ځای کې د دين له ادرسه خبره کوې، وايې هر ځای کې دين مه ننباسئ خو د وطن له ادرسه خبره کول بيا وطن دوستي شوه . - د دين په نامه شهيد کيدل ناپوهي ده خو د وطن په نامه مړ کيدل باکيفيته او اعلی کوالټي شهادت دی . - د دين په نامه چنده بده ده، خو د وطن په نامه چنده ثواب دی . - د دين نه باغي باندې فتوی لګول ټاپې وهل دي خو د دوی په طريقه د وطن ننګه نه کول بيا غداري ده او پنجابي توب دی، مطلب خپله ټاپې کاروي...
نور ولوله

په اسلامي ټولنو کې چې کوم سیکولران يا ملحدين ژوند کوي، تقريباً اکثره يې رواني ستونزې لري

ځکه دوئ فکرا د دين سره جوړ نه وي، هره لحظه يو ديني رسم يا عمل د دوئ تر سترګو کيږي، دوئ ته پرې قهر ورځي او خصوصاً کله چي ملا لږ ښه وګوري نو بيا بيخي د بنيادي مسائلو ښکار شي . لهذا دوئ سرو کال مکمل ديغت کيفيت کې وي . د دې په نتيجه کې دوئ د يو ډېر عجيب مرض ښکار وي او هغه دا چې په وړه وړه خبره د دې ټول ديغت انتقام اخیستل غواړي، يعنې دوئ غير طبيعي ردعمل ښکاره کوي . مثال: کله د ۵۱ اسلامي هيوادونو د نه پرمختګ پړه د پرنټر په يو فتوی واچوي، کله يې د لسپيکر په خلاف فتوی باندې واچوي، کله حجاب سره په جنګ وي، کله کله د رباب په سر انډوخر جوړ کړي، کله د کوم ساده ګل ځوان خبرو باندې دود واخلي، کله د کوم ملا موټر نه په تکليف وي، په ويلنټاين،...
نور ولوله

د انسانانو الله سره رابطه وي، دا رابطه مخفي او قلبي وي

ځينو خلکو رابطه ختمه کړې وي او دومره يې هيره کړې وي چې د قلبي رابطې کيفيت ترې هير وي، حتی تصور يې هم نشي کولی. خو د مومن انسان رابطه په مختلفو کيفياتو کې وي، کله خوشحاله کله خفه کله نادم کله اميد او کله دوه متضاد حالتونه رامنځته شي . ځينې وخت يو مومن په يوه ګناه کې حصار شي او بيا الله ته سوال کوي چې يا الله ما له دې ګناه نه وباسه تر څو ستا اطاعت وکړای شم . دا يو ډېر ستر کشمکش وي چې اول مومن د ګناه انحصار ماتوي او د الله قربت ترلاسه کوي او که اول الله مرسته کوي او انسان پرې ځان د ګناه له انحصاره ځان وباسي . په دسې وختونو کې الله پاک په دوه طريقو مرسته کوي، اوله دا چې يو مصيبت کې دې مبتلا کړي ...
نور ولوله

هر کله چې مشر د خطاء نه پاک او مقدس وبلل شي، بيا خطاګانې نسلونو ته منتقل کيږي

مشران د مقدس پر ځای محترم بلل پکار دي، دا هغوئ سره هم مرسته ده او ورسره رعيت سره هم مرسته ده . مشرانو باندې د تنقيد په نامه بې احترامي يا ذاتي بغض پالل منافقت دی، په دې کارونو د مشرانو اصلاح نه کيږي، اسې په عوامو کې انډوخر جوړيږي . د يو مشر لپاره تر ټولو بدترين دښمن هغه مشاور وي چې د خپل قربت لپاره يي د مشر سترګې  پټې کړې او له حقيقته يې لرې ساتلی وي. يو بهترين مشر هغه وي چې تنقيد وتللی شي او ضد ونه نيسي چې زما ماتحت ولې دا بې ادبي وکړه، بلکه حقيقت درک کونکی وي . مشاورين بايد بې خاندانه، حاسد، بې علمه، بداخلاقه، شان او شوکت خوښونکي، شهرت طلبه، غوړ مزاجه نه وي، بلکه متواضع، عمر...
نور ولوله

غير نظرياتي ډلې لنډمهاله مزل کونکي وي

ډېر خلک  يوې ډلې سره نظرياتي نه ودريږي، بلکه وګوري چې فلانکئ ډلې اړوند که پوسټ وکړم يا چغې پورته کړم نو ډېر ژر به مشهوره شم، ژر به لایکونه واخلم او ژر به د يو رهبر بڼه خپله کړم . په دې ترتيب يو تنظيم ډېر ژر لکه د چاودنې په څير خپور شي او ميليونونو مينوال پيدا کړي، خو په حقيقت کې ياد تنظيم کمزوري بنسټونه لري، ځکه چې مشهوره او سرکرده خلک يې نظرياتي نه وي بلکه اپرچونيسټ وي . چونکه دوئ نظرياتي نه وي نو ځکه د دوئ مخالفت هم په نظرياتو نه وي ولاړ بلکه کنځا او مخالف شخصيت شکني باندې ولاړ وي همدا لامل وي چې په دوئ کې اصلاح ناممکنه وي، ځکه چې د دوئ د تنقيد زغم نه لري . يادې ډلې له رسنيزو معتادينو ډکې او لنډمهاله مزل ک...
نور ولوله

د امريکايي اشغال د پای او خپلواکۍ په مناسبت

آزادې ترلاسه کول يو کرزماتيک عمل دی، کومو قومونو چې آزادي ترلاسه کړې خپل ځانګړی حيثيت او وقار لري، د نړيوالو له لورې خودمختاره او مستقل مزاجه بلل کيږي. په تاريخ کې هر استعمارګر د خپلو کوربنو مخالفینو په خلاف دلائېلو تراشلو کوښښ کړی چې ترڅو خپل استعمار ته قانوني او اخلاقي جواز ورکړي، خو د تاريخ دا تاريخ دی چې د ازادۍ په مسله کې د انصاف قضاوت کوي، تراوسه په زرګونو قومونو او اشخاصو د آزادۍ لپاره مبارزه کړې او اکثره مبارزين د خپلې زمانې بدنام کړل شوې طبقه وه، ځکه چې د ذهنيت سازي ټول امکانات د اشغالګرو سره وو؛ خو کله چې مبارزينو آزادي ترلاسه کړې او زمانه تيره شوې د دواړو جهتونو دلايل تر خلکو پورې په توازن سره رسيدلي، بيا خلک پوهه شوي چې د اشغالګرو دليل د خپلو مفاداتو لپاره خود ساخته، مغرضانه ا...
نور ولوله

اوس وخت کې د مطالعې لپاره د معاصرو ليکوالانو درې موثرې لارې غوره کړي

اوس وخت کې د مطالعې لپاره د خلکو حوصلې کمبود لامله معاصرو ليکوالانو او اکاډميکو خلکو درې موثرې لارې غوره کړي . - په مکتب او پوهنتون کې چې د مقالې يا مضمون ليکلو کومه رسمي او زړه طريقه ښايي؛ هغه يې مکمله پرېښې‌. - کوښښ کوي چې ليکنه کې تفصيل ختم کړي او مختصره ليکنه وکړي ، يعنې په ډيرو ځايونو کې تا مجبوره کوي چې ژور فکر وکړې تر څو په تفصيل پوهه شي . - ليکنه د تکلم په انداز کوي، يعنې مخاطب سره چې انسان خبرې کوي نو خاص ترتيب پکې نه مراعت کوي، بلکه هغه نکات ليکي چې کوم ذهن ته راشي. انسان چې کتاب مطالعه کوي لکه ليکوال چې درته...
نور ولوله

د لسم يا دولسم نه يو تجارت يا کسب زده کول پيل کړئ

که تاسې د پيسو ګټلو لپاره پوهنتون وايې نو ښه دا ده چې ترڅنګ يې د لسم يا دولسم نه يو تجارت يا کسب زده کول پيل کړئ لکه مثال : فارميسي کارونه د‌ رختونو پيژندل هوټل کې اشپزي کول موبايلونه جوړول سبزي منډۍ په قانون ځان پوهه کول پيزا والا سره شاګرد کيدل برياني چل يادول کمپيوټر زده کول (خصوصا ايډيټنګ) زرګري زده کول قيمتي غميو کار باندې ځان پوهه کول مواد غذائي کاروبار باندې ځان پوهه کول( چاي غوړي، وريجه يا نور ) يو ډېر مهم کاروبار د يو هيواد خواړه په بل هيواد کې معرفي کول . مثال ايسکريم، بيسکوټ، ...
نور ولوله

په غريبو هيوادونو کې ځان له غربته ويستل د خټو يو ډنډ وي

په غريبو هيوادونو کې ځان له غربته ويستل د خټو يو ډنډ وي، چې انسان ترې ځان وباسي ډېره موده او انرجي پکار وي، د دې برعکس په مالداره هيوادونو کې له غربته ځان ويستل ډېر اسانه وي ، په چاپيريال کې دې ټول دوستان او خپلوان په دندو وي، د ملګرو تجارتونه وي، يو څه لاره درښودلی شي يا قرض درکولی شي، هغه چې بيخی چيشي نه وي نو هم يو ځای کې لس اته ډالره ساعت په سر کار پيدا کيږي. غريبو هيوادونو کې لوړ استعداد په کمه بيه پلورل کيږي خو مالداره هيوادونو کې ټيټ استعداد هم ښه بيه لري . همدا لامل دې چې د نړۍ د لويو سرمايه دارانو ليکل شوي کتابونه د وروسته پاتې هيوادونو وګړو لپاره ډېر کم مفيد تماميږي. مثال: په کتاب کې به يې ليکلي وي چې جيکسن د صفر ...
نور ولوله

په ناکامو ټولنو کې د هر هوښيار په مقابله کې زر ۱۰۰۰ احمقان وي

روسی اديب انتوني چيخوف نه يو چا د ناکامو ټولنو د فطرت اړوند پوښتنه وکړه، هغه ځواب ورکړ چې : "په ناکامو ټولنو کې د هر هوښيار په مقابله کې زر ۱۰۰۰ احمقان وي او د هرې هوښيارې خبرې په مقابله کې زر بيوقوفه خبرې وي. اکثريت هميشه بيوقوفه وي او مسلسل په هوښيارو خلکو غالبه کيږي، که چېرې تاسې وليدل چې يوه ټولنه کې فضول او ناکاره موضوعاتو باندې  ګرم بحثونه کيدل يا فضول موضوعګانې د بحثونو سرټکي وو، بيوقوفه خلک هر ځای کې با أثره وو نو پوهه شه چې ته د يوې ډېرې ناکامې ټولنې خبره کوي . مثال د بې کاره سندرو او خبرو کونکي لکونو خلک په ګډا مجبوروي، او د دې سندرو ويونکي د ټولنې معروف، محبوب او مشهور شي ، بلکه خلک د دوئ خبرو ته په عام...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک