د انجونو مکتبونه تر دې حده ځنډول د حيرانتيا خبر ده
د انجونو مکتبونه تر دې حده ځنډول د حيرانتيا خبر ده ، که چيرې ميکانيزم جوړولو کې مشکل وي بايد د عام ولس نه دې پکې مرسته وغواړي ،
عوام هغه ټولو غوښتنو ته په خوشحالۍ غاړه کيدي چې کومې غوښتنې د اسلام وي .
په عوامو کې هم ډير پوهه خلک شته ، سل نفرو دکتورانو ، دوه سوه نفرو کميټې جوړه شي په يو هفته کې مسله حل کوي د الله په فضل .....!
د حکومت او عوامو بايد يوه ډېره ژوره عاطفي اړيکه وي ، دا د نسلونو راهيسې کړيدلی ولس دی ، دوئ ته لګ د عطف لاس ورکړه دوئ در غاړې وزي .
د افغانانو سائکالوجي پيژندل پکار دي ، افغانان يا جنوني مينه کوي يا جنوني نفرت کوي، درمياني خلک پکې ډېر کم دي ، په ډېره وړه خبره يي د دمغز ستنه پورته کېږي ، په وړه خبره بيرته خکته کېږي هم .
لهذا حکومت ته پکار ده چې دا خلک خپل کړي ، ولا چې د خولې مړئ هم درسره شريکه کې ، او که چېرې دسې ونشي بيا د افغانانو مثال د ژوندي ماهي دی ، چي په لاس کې يې ونسي او څومره زور ورکوي هغوره ژر خويګي او د لاسه دې وزي .
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
بسم الله الرحمن الرحیم اسلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته د مرحوم مجیب الرحمن انصاري صاحب شهادت د الله تعالی د ټولود حق د لارې په حق رسېدولو سره یو ځائ قبول کي د ۲۰۰۱ م کال د نیویارک پيښه ۲۰۰۱ م کال کې په نیویارک چې هر څه پېښ شوه په هيڅ افغان پورې اړه نلري اوهم هيڅکله د ګران هېواد افغانستان څخه نده شویې حق او رښتیا ویونکي ، اوریدونکي او لوستونکي با ید په یاد ولري چې ۱۹۹۸ م کال کې په ګران هېواد باندې د امریکایانو په ژبه د تروریزم تر نوم او پلمې لاندې په خوست باندې راکېټي حملې وکړې د منطقې (خوست) څخه تر لاسه شویو معلوماتو پربنیاد هلته یوازې او یوازې لومړانۍ ښونځۍ وه او بس ولې په خپګان سره وليکل شي چې د دې ناوړه او ناروه حملې په مقابل کې په ملي او نړیواله کچه هیچا هم د غند نې ږغ پورته نکړ یوازې او یوازې په نوي ډهلي کې د اسلامي حزب نمایند ګۍ دغه حمله وغند له د امریکایانود دې حملې په مقابل کې د منطقې د هېوادو او افغانانو د بې تفاوتۍ په نتجه کې د۲۰۰۱ م کال د اوکتوبر په ۷ نیټه د ګرې شېرون په مشرۍ د کابل د ښکلي او تاریخي ښار په شمول د ګران او ګران هېواد افغانستان په ۳۱ ځایو باندې د نړیوالو قوانینو خلاف تېرئ وکړ د حامد نومي په مشرۍ يو څو لاس پوڅي کابل ته راوړل زه د حامد تر څنګ کرزئ نه لیکم ځکه چې کرزي یو لوی ، غیراتي،شریف او تاریخي قوم دئ او د ګران هېواد په اداري چارو او ابادۍ کې یې همیشه پوره مثبته ونډه اخستې ده د حامد او کارمل فرق دومره دئ چې کارمل روسان راوړل او حامد امریکایان حامد چې اوس تر شپږم ټولګي پورته د جلکیو ښوونځۍ او بشري حقوقوپه هکله ږغ پورته کوي اود یوناما استازو سره لید نه کتنه کوي بل څه ندي یوازې او یوازې خپل ځان رسوا کوي او بس د کندهاریو په ژبه ورته و ویل شي چې حامده یا خواره ځغله --ځغله --- لکه څرنګه چې ورسه یا ورشوتړون د کمونیستي روسیې په مشرۍ د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي یا جدي په شپږمه د کارمل په راوړلو سره یرغل وکړ او ۱۳۶۸ لمریز کال د دلو په ۲۶له شرمېد لیې ماتې سره یې وروستۍ روسي جنرال بوریس ګروموف د حیراتان له لارې د ګران افغانستان له پاکې خاورې څخه ووت او هم د امریکا قواوې د ۲۰۲۱ م کال د اګست په (۳۰) له ګران هېواد افغانستان څخه و واتې افغان مجاهد ولس د امریکا په مشرۍ ناټو تړون ته غاښ ماتونکې ماتیې ورکړه ګران افغانستان یو ځل بیا پوره خپلواکۍ تر لاسه کړه ټول افغان مجاهد ولس ته د ورسه او ناټوپه مقابل کې دغه جهاد نیکمرغه او بختور وي دلته یادونه کوم چې په نړۍ کې دغو دواړو نظامي او اقتصادي تړونو ماتې وخواړه دغه دریم مقاومت د ویانا ګلې هیڅ هم نشي کولئ ځکه چې بل داسې کوم نظامي او اقتصادي تړون نشته چې په ګران افغانستان باندې یرغل وکړي او لاس پوڅي راوړي د جلکیو یا جیناکیو زده کړې کوم څه چې په پکتیا کې د جیناکیو د زده کړې په هکله راوان دي په منا سبه توګه ندي ځکه چې د زده کونکو له خوا د ښونې او پوهنې د ریاست کړکۍ او ښيښې ماتې شوې دځینو اوازو له مخې د امارت د امینیاتي مسولینو له خوا ځينې خلک بندیان شوی که څه هم د پکتیا د ښونې او پوهنې د ریاست له خوا د بندي کېدو مسله په کلکه رد شوه او مظاهره کوونکو ته د څه مبلغ افغانیو په ور کولو سره ټول مظاهره کوونکي خپلو کوروته لیږل شوې او هیڅوک ندي بندیان شوې د ښونې د سرپرست وزیرصاحب مولوي نورالله منیرخبرې تر یوې کچې رښتیا دي چې وایي چې د جلکیو زده کړې یوه کلتوري مسله ده پدې هکله یوې تاریخي پېښه په ګوته کوم څه باندې شپیته (۶۰) کاله پخوا د پکتیا ولایت ګردېز په ښار کې په لومړي ځل د جیناکیو ښونځۍ د پکتیا د یوه قومي ، حکومتي او د ښه نوم پژندلي مرحوم میزا نور محمد خان د لمسۍ له خوا د څو مبارکو ایتو په تلاوت پیل شو او د ګردیز د خلکو له خوا یې ښه په زړه پورې ملاتړ او هرکلئ وشو پداسې حال کې چې په هم دې وخت کې په کندهار کې د جیناکیو د ښونځۍ په سر د خلک د منفي نظریاتو له وجې مرګ ژوبله رامنځته شوه ولې د ښونې د سر پرست وزیر منیر صاحب په خبره هم قناعت ونشي ځکه چې زده کړه چې په هره څانګه کې چې وي لکه طب،انجینري ، کرهڼه -------- او نورو کې جدي پاملرنه ورته وشي د جیناکیوښونځۍ هر څه رز پرانستل شي وخت له لاسه ورنکړل شي دلته د ښونې او زده کړې په هکله یوه بله تاریخي مسله په ګوته کوم هغه دا چې په(۸۳۰ م کال)ګې یو ریاضي پوه چې محمد بن موسی نومېده د خپل فارمول په څنګ کې د الجبر پوهنه یا علم را منځته کړه چې د هر ډول پوهې او پرمختک سبب وګرځېده سرچينه یې د اسلام مقدس دین دئ د محمد بن موسی په وخت کې له اروپا حتی د چین څخه خلکو د ښې زده کړې لپاره اسلامي هیوادو ته سفرونه کول چې یو ښه مثال یې ابن سینا بلخي دئ چې د مکروب په پژندلو سره یې د طبابت په څانګه کې په زړه پورې لارښونې کړیې دي د کرونا د ساري ناروغۍ په هکله پوهانوډېرې څېړنې اومعلومات را ټول کړه د مبارکو احادیثو له قوله کوم څوک چې ناروغه وي د نورې کورانۍ غړو څخه د ځان بېل او لرې وساتې چې د ساري ناروغېو په هکله مهمه او علمي لار ښونه ده اوسنۍ تیکنالوجي چې تر مریخه وراسېده سرچينه او لا رښونه یې د اسلام مقدس دین او احکام دي ولې په ډېراوډېر خپګان سره په ګوته شي چې د اسلام ضد کړیو اوهم اسلام علماؤ د بې تفاوتۍ، سرټمبګۍ او بې خبرۍ له وجې آروپایانو طبعي علوم تر لاسه او پرمخ تګ یې وکړ چې یوه ښه بېلګه یا مثال یې د لرې واټن بې پیلوټه طیارې دي چې د ګونډیو په مریتوب او مرسته د موږ د ګران اوګران افغانستان په حریم تېرئ وکړ او کوی یې خو د افغانستان دفاعي قواوې هیڅ هم ونشو کولئ تر اوسه ندي لیدل شوي چې کوم راکیټ، توپ او ټانک په مدرسه کې جوړشوي وي هرعلم په خپل ځائ ارزش لري امید دئ چې د امارت محترم مشران هر څه زر تر زره تر شپږم ټولګي پورته د ښونځیو دروازې خلاصې کړي تر څو د دښمانانو خولې بندې شي او هم به نړیوالې مرستې ترلاسه کړي د امارت د ویاړلیو مشرانو پام او توجه څو لاندې ټکیوته ګرځوم ۱- هر څه زر تر زره تر شپږم ټولګي پورته د جلکیو پر مخ د ښونځیو دروازې پرانیستل شی ۲- د خلکو سره ښه چلن ځکه ډېر خلک په ادارو او نورو ځایو کې تهدید شوي و له دندو شړل شوي په ډېره لوړه کچه ور ته ویل شوي چې موږ جهاد کړئ هر څه چې کوو ده د موږ۰ حق دئ دا هر هغه څه دي چې د نجیب له ماتې وروسته ځینو جهاد نامه څېروبه دا ډول ټکي په کارول هغه ؤچې جنګونه پیل شوه رقص مرده اود ښځو بي عزتي تر سره شوه د کابل پوهنتون چې په نړیواله کچه یو علمي ،کدري او تاریخی مرکز ؤ چور او تاله شو علمي ،تاریخي او کدری اثار د شومو اهدافو لپاره بهر ته یوړل شؤ او حتی د کابل د پوهنتون ښکلئ نوم په دانشګاه ګدها هاهاها-- واوښت په دې هکله څېړنه او پوښتنه زر تر زره وشي ۳- علمي کدرونه په دندو و ګمارل شي ۴- د تلیفون د باندنیو کوډ په هکله پرته له (۹۳) څخه د نورو د تلیفون دکوډ په اداري او رسمي چارو کې استعمال نشي چې یوه خطرناکه استخباراتي لوبه ده ۵- امارت ته ښایي چې هر څه زر تر زره د څه باندې ۴۰ کالو د ملي خآینانو او جنایت کارانو دوسیې و څېړل شي ۶- په ګران هیواد افغانستان کې د اقلیتو د حقوقوتر نوم لاندې د امتیازاتو ږغ پورته نشي هر څوک د افغانیت ، پوهې او لیاقت پر بنیاد حقوق او امتیازات تر لاسه کړي نه د قوم ، اقلیت ،اکثریت او حزب ۷- د چاپریال یا محیط ساتنې ، صادراتواو واریداتو ته له اقتصادي او صحي پلوه تواجو وشي د شلو کالو لاسته راوړنې ما پدې دریو میاشتوکې د حامد څخه تر اشرفه پورې کومه مثبته لاسته راوړنه ونه لیده کوم څه چې پدې ۲۰ کالو تر سره شوي د خلکو مځکې او نور جایدات په ناروا توګه نیول شوي د کا بل د ښار په شمول ډېر ښارونه پرته د کوم ښاري پلان په درلود لو سره جوړ شوي د تشنابو اوبه په مځکه کې پمپ کيږي چې د روغتیا او زلزلې له وجې د لوی ناورین سره مخامخ دئ چې یوه بېلګه یې د سږ کال بارانونه او سیلابونه ؤ چې په ټول هېواد کې یې مرګ ژوبله او تاوان وراساؤ چې دا ډ یر لوئ فني او تخنیکي بحث او څېړنې ته ضرورت دئ په درنښت د حق، عدالت ، زده کړې او پوهې په لور اینجینر محمد عارف محمدي ځدراڼ
