له نظم او قوي سياسته پرته اوږد مهاله واکمني ناشونې ده
له نظم اوقوي سياسته پرته اوږد مهاله واکمني ناشونې ده، د سکندر مقدوني سلطنت د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدینو نه 900 کاله مخکې تېر شوی او د چنګيزخان سلطنت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دور نه 600 کاله بعد راغلی .
مقدوني او چنګيزخان دواړه ځيرک جنګيالي مشران ول، دوئ زياتره نړۍ فتحه کړه خو د دوئ د مرګ نه بعد د دوئ سلطنتونه هم مخ په ختمېدو روان شول، په معاصر وخت کې هيڅوک د دوئ په څير واکمني نه غواړي او نه هم کوم خاص ليکلي قوانين له دوئ پاتې او نه د دوئ قوانين په عصري حکومتدارۍ کې مرسته کولی شي ،جوليس سيزر د ديکتاتور تر څنګه فلسفي هم وو ، اګر چې هغه د يوناني فلاسفوو نه متاثره وو خو هغه خپله فلسفه هم د درلوده ، د سيزر فلسفه هم د نورو په څير د هغه بادشاهت سره مړه شوه.
که چېرې اسلام هم يوازې په جنګونو راغلی واي او د انساني ژوند لپاره يې مفيد قوانين نه درلودی نو اسلام به هم د دې سلطنتونو په څير ختم او اثار به يې نه وی پاتې ، برعکس موږ وينو چې اسلامي حکومتونو تر ۱۴۰۰ کلونو پورې دوام وکړ ، دا نظامونه يوازې په کوم کلي يا ولسوالۍ نه وو واکمن بلکه د خپل وخت په متمدنو قومونو حاکم ول،
امويان د معاصرو شميرو مطابق په ۴۶ هيوادونو واکمن او په ۷۰۰ ميليونه نفوس يې واکمني کوله .
د دوئ اقتصاد ،سياست او ټولنيز ژوند کاملا د يو نظام لاندې روان وو .
تاريخ يو بې احساسه څيز دی ، تاريخ نه ظلم کوي او نه رحم کوي ، بلکه تاريخ لکه د يو بې طرفه قاضي خلکو ته يوازې د هغوي د کړنو نتائج ورکوي.
