هر کله چې يو خفګان يا غم د انسان عمق ته ورسېږي
هر کله چې يو خفګان يا غم د انسان عمق ته ورسېږي او تر ډيره وخته پورې پکې پاتې شي يعنې دسې کړنې ونشي چې دا انسان دا غم يا خفګان هير کړي نو د ده انسان په مزاج او سوچ کې ژور بدلون راولي . په مزاج کې يې دا بدلون راشي چې خندا کمه کړي، خبرې کول او اورېدل دواړه کم کړي بلکه د ده په مزاج کې يو قسم خاموشي راشي او د رنګ و روغن له غمه بيغمه شي، په دې حالت کې يو خاصيت دا وي چې انسان هوښيار کړي، هر څه ته ګوري او پوهېږي پرې خو د هر څه اړوند خبرې نه کوي .
دا حالت په سوچ کې هم بدلون راولي، مشکل دا وي چې په دې حالت کې انسان د مستقبل پر ځائ د ماضي په خيالاتو کې ډوب وي او دا ماضي د انسان مغزو ته سټک نيولی وي مسلسل يې ټکوي.
سوچ د انسان په اختيار کې وي او د دې استعمال هم دسې تمرين غواړي لکه يو توپ اچونکی يا منډه وهونکی چې مسلسل تمرين کوي تر څو په خپل کار کې ښه شي، کټ مټ سوچ لرونکی هم بار بار تمرين وکړي نو خپل سوچ کنټرول کولو ترڅنګ په ښه توګه کارولی هم شي، مثال : لکه څرنګه چې خرکار د خپل سرکشه خره واګي کلک نيولي وي او خر کوښښ کوي چې اخوا ديخوا لاړ شي او خرکار يې بيا سمې لارې ته راولي همدارنګه انسان هم کولی شي چې سوچ يو خوا بلخوا د تللو په صورت کې خپلو اهدافو په لور راوګرځوي .
په همدې ترتيب سره انسان کولی شي چې هغه خفګانونه چې ده ته رسېدلي وي هير کړي، ځکه چې هر خفګان ته چې توجه وشي تازه کېږي، خو هرې خوشحالئ ته چې توجه وشي نه تازه کېږي،
دا توجه د خر په څير ده، دا سرکشه وي يو خوا بل خوا تښتي، ستا د خوښې مطابق موضوعاتو باندې تمرکز نه کوي، دا به په تمرين او بار بار کولو سره په خپل کنټرول کې راولې .
دا کار په اوايلو کې سخت وي خو رفته رفته د انسان په خپلو خيالاتو کنټرول پيدا کېږي .
