هيڅوک مه پرېږدئ چې ستاسې اندروني غير مادي مجسمې مسخ کړي
د انسان په اندرون کې غير مادي مجسمې وي لکه د اخلاقو مجسمه ، د عزت نفس مجسمه، دغيرت مجسمه ، د عقل مجسمه ......!
هيڅوک مه پرېږدئ چې ستاسې دا مجسمې مسخ کړي ، روزانه د دې کتنه کوئ چې چا خو به پرې وار نه وي کړی ، بد دوستان روزانه په دې مجسمه وار کوي بالاخر دا مجسمه مسخه شي .
که يو څوک مسلسل ستاسې بې احترامي کوي په اصل کې دغه مجسمه باندې وار کوي او مسخه کوي يي ، يو وخت دسې راځې چې تاسې دې بې احترامي سره عادي کېږئ او بيا تاسې د بې شخصيته انسان په نامه ياديږئ .
په اوايلو کې دا مجسمه د خټې په څېر نرمه وي لهذا اسانه وي چې يوه ښه انداز کې مجسم شي .
ځينې خلک ترې ډېره ښه مجسمه جوړه کړي او د وخت په تيريدو سره کلکه شي هماغه ښه پاتې شي .
خو ځينې خلک يې ډېر بدرنګه جوړه کړي او ترې کلکه شي ، بيا پکې تغير راوستل ډېره ګرانه شي .
هو دا هم ممکنه ده چې د کتابونو او ښو دوستانو څخه نرمه خټه واخلئ او مسخ شوي مجسمه پرې ترميم کړئ . See less
